طالبان افغانستان کې د بشري جنایتونو اصلي مسوولین دي او دوی یوازې ملکي وګړي په نښه کوي.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د اسیایي برخې مسؤلې «پاتریشیا ګاسمن» په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې طالبانو په تېرو شلو کلونو ملکي وګړو ته ځاني او مالي تلفات اړولي او دا ډله د بشري جنایتونو اصلي عاملین دي.
نوموړې زیاته کړې، چې طالبان د ملکي وګړو پر کورونو بریدونه کوي، د ملکي وګړو د تګ راتګ په عمومي لارو کې ماینونه ځای پر ځای کوي او د تاوتریخوالي کچه یې لوړه کړې ده.
د دې په وینا، که چېرته د طالب مشرانو نومونه له تور لېست څخه وویستل شي؛ نو خپلو جنایتونو ته به لا هم زور ورکړي.
ګاسمن ویلي، چې طالبان باید د خپلو بشري جنایتونو په اړه محکمه شي او د خپلو کړنو ځواب ووایي.
تر دې وړاندې یوناما هم د طالبانو له لوري د بشري جنایتونو د کچې د لوړوالي په اړه اندېښې ښودلې وې او زیاته کړې یې وه، چې دوی باید محاکمې ته راوغوښتل شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.