له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتلو پروسه له ۶ تر ۱۲ سلنه بشپړ شوې ده.
د پنټاګون ویاند جان کربي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی د طالبانو د بریدونو پر وړاندې خپل بشپړ تدابیر نیولي او هڅه کوي، چې خپل سرتېري په خوندي توګه؛ له افغانستان څخه وباسي.
نوموړي ویلي، که چېرته بیا هم د طالبانو له لوري پر دوی بریدونه وشي؛ نو دوی پوره چمتوالی لري، چې ځواب ورکړي.
باید یاده شي، چې طالبانو کندهار کې پر امریکايي سرتېرو بریدونه کړي و؛ خو د امریکا له جدي ځواب سره مخ شول.
دغه راز د امریکا دولت په ځانګړې توګه پنتاګون په بار بار طالبانو ته ګواښ کړی، چې پر دوی دې بریدونه نه کوي او اجازه دې ورکړي، چې خپل سرتېري په خوندي توګه له افغانستان څخه وباسي.
طالبان هم په خپل منځي اختلافاتو کې اخته دي او پر ملکي وګړو یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.