د غُصې او خفګان په وخت د پرېکړو سمبالولو اسانه لار

0 2,201

داکتر محمدنسیم همیم _

هر کله چې له یو چا سخت خفه او ګیله من شوې نو له ځایه پاڅه کاغذ او پنسل را وا خله، یو څو قدمه واخله او په یو ارام ځای کې کینه  هرڅه دې چې زړه غوښتل هغه ته یې ووایي، هغه ټول په کاغذ ولیکه.

که غوښتل دې چیغې پرې ووهې نو یوازې د جملو حروف دې غټ کړه، د خپل قهر په اندازه خو پام چې غږ دې پورته نشي.

ژوره ساه واخله او کولای شې چې له ځان سره وژاړې، د زړه درد به دې کم شي.

کله چې ښه ارام شوې، نو خپل لیکل شوی کاغذ راواخله سر ترپایه یې ښه په غور و لوله په پایلو یې فکر وکړه، ښه پایله په نښه او تر هغه وروسته خپله پریکړه وکړه.

اوس کولائ شې چې د قهر او غصی ټول لیکل شوي توري د حوصلې په  پنسل پاک په ډېر ارام له منځه یوسې

خپل زړه به دې هم ارام شي، د بل زړه به دې هم نه وي مات کړی او د خپل وجدان له ملامتیا به هم خلاص وې

په پایله کې به دې یوازینی زیان همدا یوه ټوټه کاغذ او پنسل پاک شي، نه تلپاتې کینه او پښېماني

(کله کله  داسې هم کیږي چې د خپلې غصی سمبالولو له بټۍ څخه لاښه پوخ او رسېدلی را اووځي )

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply