نن ورځ مجبور شوم په يوه سرتېري ډزې وکړم… کله چې په ځمکه راپرېوت د خپلې مېرمنې نوم يې اخيست ماريا ! … ماريا !..او بيا مې دسترګو په وړاندې مړ شو ،په غاړه کې يې کوچنی امېل و چې د خپلې مېرمنې او کوچونکې لورکۍ عکس يې پکې سريښ کړی و.
فکرمې وکړ کېدای سي ماريا وي ،له ځانه مې بد راغلل،زه معمولا په جنګ کې د مخالفينو پښې په نښه کوم ،هڅه کوم ويې نه وژنم يوازې زخمي يې کړم هغه هم ددې لپاره چې راپسې رانشي. خو چې ددې سرتېري پښې مې په نښه کړې ناڅاپه يې پروت وکه او ګولۍ يې په سينه ولګېده.
اوس به يې ماريا څومره انتظار وکړي؟، څومره وخت به ګرم ګله بندونه ورته په لاسونو واوبي چې يوه ورځ به مې سړی له جګړې راستنېږي او بيا به د ما په لاس جوړ کړي ګله بندونه له غاړې او غوږو تاووي.
ماريا ان نه پوهېږي چې مېړه يې د مرميو تر باران لاندې هم يوازې د دې نوم ياداوه.
جنګ د بشر تر ټولو بد ترين فکر دی له وړکتوبه مې فکر کاوه چې کېدای سي انسانان مجبورېږي چې له يو بل سره وجنګېږي، خو اوس وينم چې هو کله کله……
ځکه هغه انسانان چې د جنګ امر ورکوي د مرميو تر باران لاندې ندي، په خاورو او خټو کې مزلونه او په کندو او شېلو کې شپې نه کوي.
په فکر او سترګو کې يې ماريا نه وي، دوی په ګرمو کوټو کې ناست وي ، غټ سيګار څښکوي او د وژنو امرونه ورکوي….. کاش وسله مې په هغو رييسانو ور اړولې وای چې په خپلو کورونو کې تاوده ناست دي، زامن يې له اوښکو نه په رڼو او تودو اوبو کې لامبو وهي ،په ژمي يې کور ته دولتي ګاز، برېښنا او کېبل راغلي. په ګران قيمته قلمونو ان له سلام ليکلو هم په اسانه د مارياګانو د زرګونو مېړونو د وژنې امرونه لاسلیکوي.
د فرانسې مشهور ناول ليکونکی
André Malraux
نوراحمد عايل
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320