د ټرمپ د وروستۍ لارښوونې پر سر د امریکا دننه سیاستوال په دوو ډلو وېشل شوي دي. د جمهوریت غوښتونکي مخکښ غړي لکه لینزي ګرهم، پټ ټومي، مچ مککونل او څو نور له افغانستانه د زرګونو امریکايي سرتېريو د وتلو ارزول د افغانستان پرتله د امریکا په زیان بولي او فکر کوي چې دا کار به امریکا د ۲۰۰۱م کال په څېر نړیوال ګواښ سره مخامخ کړي.
د امریکا په سنا کې د جمهوریت غوښتونکو لویې برخې پر ټرمپ تور ولګاوه چې بهرنۍ پالیسي ناسمه کاروي او زیان یې د امریکا ولس ته رسېږي، خو ټرمپ وايي د خپل ملت هغې پوښتنې ته یې ځواب ورکړ چې ویل به یې د دوی سرتېري په افغانستان کې څه کوي؟ ښاغلی ټرمپ له لومړۍ ورځې په افغانستان کې د روان نظامي ماموریت مخالف و او له ۶میاشتنیو چنو وهلو وروسته پرې د نظامي برخې جنرالان لکه مټیس، بولټن او نور لاسبري شول او د افغانستان او سویلي اسیا تګلاره یې پرې اعلان کړه.
خو داسې ښکاري چې په افغانستان کې د امریکا ۱۷کلنه جګړه یوه نوي پړاو ته ور دننه کېږي او بالاخره ټرمپ هم د اوباما په څېر د یوې بلې امریکايي جګړې پای ته رسولو ته ځان چمتو کوي. ټرمپ دې پایلې ته رسېدلی چې دوی ولې په داسې جګړې چې ګټل یې ناشوني دي هر کال په لسګونو میلیونه ډالره مصرف کړي.
د ټرمپ د دې پرېکړې پر وړاندې یو ځل بیا د دفاع مستعفي وزیر مټیس و درېد او د پوځ یو شمېر نورو مشرانو هم تور ولګاوه چې ولسمشر په دغه پرېکړه کې پر ناسمه لار روان دی.
له افغانستانه د سرتېريو د وتلو پرېکړې مخالف امریکایان فکر کوي چې دغه ډول ناسنجول شوي اعلانونه به په افغانستان کې له طالبانو سره د دوی خبرو ته زیان ورسوي او د ماتې خوړلې جګړې د خټې پزې جوړولو امکانات له منځه وړي. همدغه ډله امریکایان او افغانان فکر کوي چې دا ډول پلانونه د سولې خبرې اترې پېچلې کوي او طالبان په سیاسي او نظامي بري ډاډمن کوي چې له کبله به یې د هغوی دریځ ورسره ځواکمن شي.
په بله مانا دا کار د سولې د خبرو د ناکامي په صورت کې امریکا یوازې او یوازې یوې لارې ته دروي چې هغه له شرموونکې ماتې وروسته د امریکایانو د کډې په شا کول او تر شا د یوه کاواکه نظام پرېښودل دي چې ممکن کې د خپل پایښت لپاره بلې سوړې ته لاس ور اوږد کړي.
ټرمپ په خپل یوه اعلان سره د زلمي خلیلزاد تر دې مهاله بریالۍ ماموریت له ننګونو سره مخامخ کړ او د خبرو اترو په چنو وهلو کې د امریکا د غوښتنو او شرطونو وزن یې کم کړ. ممکن طالبان هڅه وکړي چې د خبرو اترو د مېز سر ته نوي شرطونه را مخې ته کړي، ځکه د خپلې سټراټېژي پر بري د طالبانو باور زیاتېږي او جنګیالي یې مورال تر لاسه کوي.
له افغانستان څخه په اوسنیو شرایطو کې د سرتېريو د ایستلو اعلان مخالفي وايي چې که د خبرو اترو په لړ کې د اوربند یا امریکايي غوښتنو د منل کېدو پر وړاندې دغه ډول ژمنه شوې وای د امریکا، ناټو او کابل لپاره به سټراټېژیکه لاس ته راوړنه وای.
په لوېدیځ کې یو شمېر شنونکي وايي چې ټرمپ له افغانستانه د سرتېريو د کمولو تصمیم څو میاشتې مخکې نیولی و او له همدې کبله زلمي خلیلزاد بېړه درلوده چې د ټرمپ له خولې په دې تړاو د کومې وینا له را وتلو مخکې یوه نیم بنده هوکړه یا یې په تړاو، سر خوځول را منځ ته شي، خو لوبه یو څه ولړزېده او تله د طالبانو پر خوا ور درنه شوه چې ممکن له دغه فرصته د طالبانو ملاتړی پاکستان هم اعظمي ګټه پورته کړي.
د ټرمپ د سرتېريو ایستلو اعلان د افغانستان سیاسي ټیکاو ته هم ټکان بلل کېږي چې کېدای شي پر راتلونکو ټاکنو یې اغېز پروت وي. په لوېدیځ کې د کابل خلاف سیاستوال او څېړونکي فکر کوي چې د امریکا پر ملاتړ ولاړ افغان حکومت ته د ټرمپ وروستي ټکانونه زیان رسوونکی دی او په کور دننه سیاسي ناارامي پراخوي.
په سیمه کې شنونکي پر افغانستان نوی را الوتی سیاسي طوفان له ۳۰ کاله وړاندې شوروي وتلو سره پرتله کوي او فکر کوي چې د افغانستان تازه تنظیم شوی نظامي ځواک او بنسټونه د امریکايي ښکېلتیا له کمېدو سره د پاشل کېدو تر بریده رسېدای شي او په کور دننه حالات جنګسالارانو او خپلسرو وسلهوالو ډلو ته برابرېږي چې د پخوانۍ شمالي ټلوالې په ګډون یو شمېر ډلې یې په اړه ناستې پاستې کوي.
په کور دننه سیاستوال په خپلو کې په ټاکنیزو لانجو او معاملو بوخت دي او په راتلونکي حکومت کې واک ته د رسېدو پر سناریوګانو کار کوي.
خو د امریکا په دننه کې سیاستوال په افغانستان کې د خپلو ۱۴ زره سرتېريو شتون اړین او واشنګټن ته ګټور بولي او هیله یې دا ده چې له طالبانو سره په خبرو اترو کې د خپلو اډو لپاره هوکړه تر لاسه کړي.
د همدې ډلې امریکایانو باور دا دی چې د اسیا په زړه کې افغانستان د امریکا د اوږدمهالې نړیوالې پراختیا غوښتنې سټراټېژي په زړه کې ځای لري او له لاسه ورکول یې په امنیتي لاملونو سربېره د دوی لپاره سټراټېژیکه ماتې ګڼل کېږي او په سیمه کې امریکا مخالفو لوبغاړيو ته د لاس اوږدولو زمینه برابروي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320