ټهګس آف هندوستان – د هند تر ټولو ګرانبيه فلم

0 1,856

د هند د نوموتي ستوري عامر خان نوى فلم ((ټهګس آف هندوستان)) د هندي سينما تر ټولو ګرانبيه فلم شو.

د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، تراوسه پورې په هند کې ((باهو بلي ٢)) تر ټولو ګرانبيه فلم و، چې په جوړولو يې ٢٥٠ کروړه هندي روپۍ مصرف شوې وې، خو اوس د عامر خان فلم ((ټهګس آف هندوستان)) د ((باهو بلي ٢)) دا ريکارډ مات کړ او د ٣٢٥ کروړه هندي روپيو سره د هند تر ټولو ګرانبيه فلم شو.

هندي رسنۍ ليکي، د يش راج فلمي شرکت په فلم ((ټهګس آف هندوستان)) کې نوموتى ستورى عامر خان د فرنګي نومي يو ټګ رول ترسره کوي، اميتاب بچن بيا د خدا بخش عرف آزاد نومي قزاق رول لوبوي او همدا راز کترينه کېف او فاطمه ثنا شېخ هم ډېر مهم رولونه لوبولي دي.

د فلم صحنې رښتينې ښوولو لپاره د فلم د ثبتولو پر مهال د فلم جوړونکو (پروډيوسرانو) په دې فلم پېسې د اوبو په څېر مصرف کړي دي، ځکه دا فلم د هندي سينما تر ټولو ګرانبيه فلم هم شو.

هندي رسنۍ وايي، چې د فلم د کاميابۍ لپاره اړينه ده، چې په يوه ورځ کې ٥٠ کروړه هندي روپۍ وګټي.

بلخوا د فلم د مصرف پوره کولو لپاره د يش راج فلمز شرکت د فلم د ټکټ ګرانولو پلان لري، چې د فلم ټکټ به ١٠ فيصده زيات شي. له دې وروسته به د ((ټهګس آف هندوستان)) فلم ټکټ د ((سنجو)) فلم نه هم ګران شي.

دا فلم به د روانې مياشتې په ٨مه نېټه نندارې ته وړاندې شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply