Browsing Category
شعرونه او لنډۍ
رنګ
هغه اسونه،
چې د نقاشۍ د تابلو په شنه ورشو کې څري،
هیڅکله نه خولې کیږي
***
کډواله مرغۍ
د هغو ونو پر څانګو نه کیني،
چې د تختوځالې يې
د نجار په میخ نښلول شوې وي.
***…
غزل
راشه وګوره زما د ارمان ــ مړى
چې د خپلو اوښکو سيند په مخه کړى
شکايت ته د تقدير يمه ـــ روانه
ستا تصوير رانه ولاړو ـــ اوبو وړى
زده کوي په ما د غم ـــ د هما ژبه…
ماشومانه اندیښـنې
مونږ ماشومان څنګه پلرونو ته دعا وکړو؟
په جنګ کی ښکیلو نه د سولی تقاضا وکړو؟
څنګه له دوی نه د ژوند امن او امان و غواړو؟
له لـیـــونو څــنـګـه د مـیـــنې تـمـــنـا وکــړو؟د دوی…
د ازادۍ بیرغ
د غم تیاره ستا په یادونو رڼومه
لرې واټن تا ته په مینه لنډو مه
درې رنګ بیرغه ازادي به دې ستایمه
وخت به یې راشي پر پامیر دې رپومه
نوی نسل
که څوک مري
او که څوک چوي هم
وخت روان و او روان دی
شنېلی سر باسي له مځکې
نوی نسل هم همداسې
که هرڅو یې فکر وتړې په پـړو
تاو راتاوشي د زړو فکرونو جال کې
هغوی سر راجگوی شي
خپله…
غزل
چي ځې مي له محفله روانېږې شپه په خیر
یوازي مي پرېږدې نه راستنېږې شپه په خیر
پخپله دي بورا مینه پانوس ته ده راوړې
په ژبه له لمبې سره پوهېږې شپه په خیر
شیخانو د حق نوم…
غزل
له ویرې، شپې او یو محل سره رشته ساتمه
ډیره موده شوه له ځنګل سره رشته ساتمه
دا سوې ساندې او سندرې له هوا نه راځي
له تورو زلفو، سپین څنګل سره رشته ساتمه
له هر یو جام نه…
د مهاجر ميېنه
سترګې مې لا هغسې لمدې پاته دې
ډيوې د اوښکو مې
د شپې پر زړه راته تيارې روڼوې
په هغه ورځ کې چې ته
پر نامعلومو لارو
له کلې څه له خپلې خاورې تللې
اوس د ماښام په تروږمې کې
…
د نمسۍ او نيکه غبرگې کاليزې
د اسرې۲۳ مې زورځې په درشل کې
کېميا بوټي اسره
څو به پلټې په کېميا بوټي پسې
غرونه رغونه يو مخ
د اسمانڅک کوکاس
دهسکو هسکو کږلېچو،
اېرمباغچو
پرښاپېريو باندې،
د هاخيالي…
پښتون
باغ و بڼ یې بې بلبل بې عندلیــــــــــــــــــــــــبه
رنځوران یې بې دوا او بې طبیــــــــــــــــــــــبه
څه په لــــوږه څه په تبـــه څه په تېــــــــغ مری
ورک شه ورک شه…