Browsing Category
خبرونه، راپورونه
خوست کې د ګنيو يو شمېر کروندګر په کور دننه د بورې د تولید فابریکې جوړېدو غوښتنه کوي
خوستښار (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۴): خوست کې د ګنيو يو شمېر کروندګر وايي، که حکومت په کور دننه د بورې د توليد فابريکه جوړه کړي، دوی ورته د اړتيا وړ خام مواد برابرولای شي.
یاد کروندګر…
یوه اونۍ کې د هېواد رېلپټلیو له لارو څه باندې ۱۴۷ زره ټنه انتقالات شوي
کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۴): د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د تېرې لړم میاشتې له ۲۳مې بیا تر ۲۹مې د هېواد د رېلپټلیو له لارې څه باندې ۱۴۷ زره ټنه توکي صادر او وارد شوي دي.
دغه وزارت…
وانګ یي: چین چمتو دی له تاجکستان سره په ګډه د افغانستان د سولې، ټیکاو او بیارغونې لپاره کار وکړي
کابل (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۴): د چين د بهرنيو چارو وزیر له خپل تاجکستاني سیال سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی له تاجکستان سره په ګډه د افغانستان د سولې، ټیکاو او بیارغونې لپاره…
افغان انځورګر حمدالله ارباب د کاناډا د ارټ بټل انځورګرۍ سیالۍ وګټله
افغان انځورګر حمدالله ارباب، چې د جمهوري نظام پر مهال په هند کې د افغانستان کلتوري اتشه هم و، په کاناډا کې د ارټ بټل انځورګرۍ سیالي وګټله.
ارټ بټل هغه هنري مسابقه ده چې انځورګران…
نړۍوال بانک په افغانستان کې قراردادي شرکتونو ته د خپلو پاتې پورونو د ورکړې بهیر پیل کړ
کابل (پژواک، د ليندي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د مالیې وزارت وايي چې په افغانستان کې د نړۍوال بانک دفتر بېرته پرانیستل شو او دغه بنسټ د خپلو فعالیتونو په بیا پیلولو سره، قراردادي شرکتونو…
پوهاند محمداجان حقپال د ورپېښې ناروغۍ له امله له فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې پخوانی استاد او د هېواد وتلی علمي، ادبي او روزنیز شخصیت پوهاند محمداجان حقپال د ورپېښې ناروغۍ له امله له فاني نړۍ سره مخه ښه کړې…
تېره ورځ له ایران او پاکستانه څه باندې لس زره افغان کډوال راستانه شوي
کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۴): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه لس زره او ۴۰۵ افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي…
وقار: حکومت دې له رسنیو سره په اقتصادي او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخو کې همکاري وکړي
خوستښار (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۴): د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې مشر وايي چې لا هم په هېواد کې اطلاعاتو ته په لاسرسي ستونزې شته او له حکومتي چارواکو یې غوښتنه کړې چې دې برخې ته جدي…
هند: یوه ناوې له واده یوه ورځ مخکې په مرموز ډول وژل شوې ده
یوې ۲۲ کلنې ناوې چې د خپل واده نېټې ته یوازې یوه ورځ پاتې وه، په هند کې د یوه داسې کس له لوري ووژل شوه چې نوم یې د هغې په لاس لیکل شوی و. د دې پیښې دردونکې او مرموزه بڼه د ټولې…
د روغتیا نړیوال سازمان: په ننګرهار کې د ډینګي تبې پیښې په چټکۍ سره زیاتېږي
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) خبرداری ورکړی چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو، په ځانګړې توګه په ننګرهار کې، د ډینګي تبې پیښې په چټکۍ سره زیاتېږي. دا سازمان وايي چې د ناروغۍ د وېش…