د ځوانانو فکر او شخصیت / دوهمه برخه
۱- فکر د انسان د ژوند لار ټاکي
انسان په دې نړۍ کي یوازي د ژوند کولو لپاره نه دی پیدا سوی، بلکي د فکر کولو، زده کړي، کار کولو او د خپل ژوند د ښه کولو وړتیا هم لري. د انسان فکر هغه ځواک دی چي د ژوند په بېلابېلو حالاتو کي ورسره مرسته کوي، د…