لیکوال:
ګلرحمن رحماني
کله چی په کابل کې د ټول هیواد زرګونه دیني عالمانو په افغانستان کې د روان جنګ د نامشروعیت او مطلق حراموالي په اړه فتوا صادره کړه په هغه کې یې له افغان حکومت او طالبانو نه د اوربند او د سولی د خبرو زمینې برابرولو غوښتنه وکړه.
د هېواد دیني علماو او د دوی فتوا ته په درناوي افغان ولسمشر د حکومت په استازیتوب له ارګ نه د یو ویدیویي کنفرانس له لارې طالبانو سره د روژې مبارکې میاشتې له ۲۷ څخه د نېکمرغه کوچنی اختر تر ۵ نیټې پورې اوربند اعلان کړ. طالبانو هم رسنیو ته په استول شوی پیغام پاڼه کې د کوچني اختر لمړۍ ، دویمه او دریمه ورځ اوربند اعلان کړ او له ټولو طالبانو یې وغوښتل چې اوربند مراعت کړي .
طالبانو په افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو شک درلوده چې دوی به اوربند په سمه توګه مراعت نه کړي او دا به د افغان حکومت یو فریب وي. په مقابل کې افغان حکومت پر طالبانو شک درلوده چې طالبان به اوربند مات کړي او امکان دې ولري چې د اوربند په بهانه به ځینې سیمې له لاسه ورکړو خو دواړه غاړو (حکومت او طالبانو) اوربند سم پر مخ یووړ . د اوربند د ښه مدیریت او مراعت له امله دغه اوربند ان په سوله بدل شو.
اوربند داسې وي چې دواړه مخالفې ډلې په سنګرونو کې یو بل ته مخامخ ناستې وي، مګر یو پر بل غرض او ډز نه کوي، مګر د اوربند په موده کې طالبان د دولت تر کنټرول لاندی سیمواو ښارونو ته راغلل، خپلې وسلې یې تسلیم کړې، له خلکو، کورنیو او امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یې د اختر مبارکي وکړه او د بېرته تګ په وخت کې یې خپلې وسلې له ځانه سره یووړې .
په سوشیل میډیا کی ځینې ویډیوګانی او عکسونه خپاره شول چې سرتېرو او طالبانو د مبارکی په دوران کی له ډیرې خوشحالۍ ژړاوې کولې. د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم یو له هغه اشخاصو و چې له طالبانو سره یې د کوچني اختر مبارکي وکړه او طالبانو ته یې وویل چې موږ د یوې کلیمی وروڼه یوو .
د کوچنی اختر په دویمه او دریمه ورځ په جلال اباد ښار کې د داعش له لوری بریدونه وشول چی په دواړو بریدونو کې ۴۳ هغه بېګناه افغانان ووژل شول چې د طالبانو او افغان حکومت د اختر مبارکیو ته راټول شوی وو .
په ځینو ولایتونو کی طالبان د افغان حکومت مرکزونو ته لاړل او د افغان حکومت لوړپوړو اشخاصو سره یی مبارکي وکړه . د افغان حکومت او طالبانو له لوري د اختر د لمړیو درې ورځو اوربند دا وښوده چې عام افغانان نور له جګړو ستړي شوي دي او په سوله کې ژوند غواړي. دواړه غاړې (حکومت او طالبان) پر دې پوه شوې چې جنګ پردی دی او افغانان په کې وژل کېږي .
د اختر د ورځو اوربند د خلکو خوښي زیاته کړه، یو اختر یې لکه څو اخترونه داسې وو او بله دا چې دوی نړۍ ته وښوده چې ټیټ پوړي طالبان، افغان حکومت او ولس د جګړې غوښتونکي نه دي او همدارنګه ټولو ته د جګړې ماهیت معلوم شو چې دا پردۍ جګړه ده زموږ په خلکو او هېواد تپل شوې ده او ټول یې د ژر تر ژره ختمېدو هیله لري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320