د نوم لیکنې بهیر د پڅوالي لاملونه/محمد بشیر یوسفزوی

0 891

نږدې له یوې میاشتې راهیسې د هېواد د ولایتونو په مرکزونو کې د نوم لیکنې بهیر پیل شوی، خو دغه بهیر لا هم پڅ روان دی او داسې ښکاري چې خلک په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ته چندان لېواله نه دي. دا کار خپل لاملونه لري چې دلته د بېلګې په توګه د هغو یادونه کېږي.

د نوم لیکنې بهیر د پڅوالي لومړنی دلیل دادی چې ټاکنې په افغانستان کې تازه تجربه ده او خلک لا هم د ټاکنو په ارزښت او د خپلې رایې په اغېز لا هغسې چې باید پوهېدلی او فکر یې کړی وای له بده مرغه نه پوهېږي او نه یې فکر کولی شي، ځکه په تېرو دوه دورو کې له خلکو سره شوې ژمنې نه دي عملي شوي، او بله دا چې د ټاکنو شفاف بهیر کې لاسوهنې شوي، د خلکو رایو ته ارزښت نه دی ورکړل شوی او ډېرو کسانو د پیسو او وسلو په زور ولسي جرګې ته لاره موندلې ده.

دویم دلیل یې امنیتي ستونزې دي، موږ ولیدل چې په کابل، خوست او بغلان ولایتونو کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنو پر مرکزونو تروریستي بریدونه وشول او د دغو بریدونو په پایله کې زموږ ګڼ هېوادوال شهیدان او ټپیان شول. خلک وېرېږي چې د نوم لیکنې پرمهال له کومې بدې پېښې سره مخ نشي. د دې لپاره ښه طریقه دا وه چې د ټاکنو کمېسیون باید داسې لارې انتخاب کړې وای چې هم بې ضرره وای او هم اسانه وای.

د بېلګې په توګه که د واکسیناتورانو په څېر ګرځنده ټیمونه د خلکو کورونو ته ورغلي وای، نو هم به یې د خلکو نوم لیکنه کړې وای، هم به دا پروسه ورسره چټکه شوې وای او هم د چاودنو او بریدونو احتمال ورسره کم شوی وای.

دریم دلیل دادی چې اوسنۍ ولسي جرګې برحالو وکیلانو د خلکو زړونه بېخي مات کړي دي، ځکه د دوی په منځ کې مافیایي غړي شته، د پردویو جاسوسان شته، داسې خلک په کې شته چې د ولس د استازیتوب پرځای ټوله ورځ په خپلو شخصي تجارتونو او کمېشنکاریو اخته دي، د قانون د واکمني پرځای د قانون د تطبیق مخه نیسي، د ملي پروسو پر وړاندې ودرېږي، ولس او هېواد یې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړی، حتی د ملي ګټو خلاف بانډونو کې لاس لري او هره ورځ داسې څرګندونې کوي چې نه د هېواد په خیر دي، نه د ولس په خیر دي او نه یې هم د هېواد ملي ګټې ایجابوي.

خلک فکر کوي چې که دوی رایې ورکړي، نو بیا به هم دغسې وکیلان ولسي جرګې ته لاره پیدا کړي چې د هیڅ تحول او ښه والي لامل نه کېږي، نو بیا ولې هم خپل ژوند په خطر کې واچوي او هم د خپلې کورنۍ د غړو.

بل دلیل دادی چې د ټاکنو کمېسیون سخت کمزوری دی، هغوی مخکې له مخکې عامه پوهاوی او تبلیغات ونه کړل، خلک یې نه خبر کړل او نه یې دېته وهڅول چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او نه یې هم خلکو ته د دې ډاډ ورکړ چې د دوی له رایې سره هیڅوک لوبه نشي کولی، نو له همدې امله را روانو ټاکنو ته د نوم لیکنې بهیر سخت پڅ روان دی او که په دغه شکل ادامه پیدا کړي، نو باور دی چې د راتلونکو ټاکنو سراسریتوب به تر پوښتنې لاندې وي، عادلانه به وي او د ستونزو د حل پرځای به د بحرانونود ایجاد لامل شي، نو هیله ده چې حکومت او د ټاکنو کمېسیون په دې برخه کې جدي اقدام وکړي او داسې لارې غوره کړي چې دغه د نوم لیکنې پڅ بهیر ورسره چټک شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply