رایه که زموږ حق دی، نو د بل امانت دی او دغه امانت باید په پوره دقت هغه چاته ورکړو چې مستحق یې دی او وړتیا یې لري. د رایې د مستحق پېژندل ستونزمن نه دي، ډېر اسانه دي، خو په دې شرط چې په سړو مغزو، راټولو حواسو او د ملي ګټو په رڼا کې ورباندې فکر وشي.
د بېلګې په توګه زه چې چاته رایه ورکوم، نو دا معیار نه ورته ټاکم چې هغه باید حتماً زما د قوم، سیمې او ژبې وي، ځکه دغه ډول چلند له رایې سره هم د ولسواکۍ او هم د شرعې له نظره ظلم دی. دا په حقیقت کې د یو مستحق انسان د حق پایمالول دي.
زه له دې نظره هم یو چاته رایه نه ورکوم چې هغه څومره ښه ځوان دی، یا څومره شته او امکانات لري، یا څومره زور او قوت لري. هغوی چې په پیسو ، وعدو او نورو وسیلو د رایې غوښتونکی وي، یا د زور، تهدید او چل او ګواښونو له لارې زما د رایې د اخیستلو هڅه کوي، نو نه یې د زر او نه یې د زور پروا لرم، ځکه چې رایه زما حق دی او زه باید له خپل حق څخه په جرئت دفاع وکړم.
زما د رایې معیارونه ډېر اسانه دي، خو ستونزه داده چې دغه اسانه معیارونه په ډېرو کې نشته او نه یې شي پوره کولی. زما د رایې معیار دادی چې زما د رایې اخیستونکی باید پر افغان او افغانستان باور ولري. باید ملي ګټو، ولس او اساسي قانون ته ژمن وي. باید په خپلو ژمنو کې صادق وي، د خدمت او کار روحیه ولري. ملي ګټي تر شخصي ګټو بېخي لوړې او معتبرې وبولي. د مظلوم غږ واوري، زما ښه او رښتینی استازیتوب وکړي.
د ظالم، فاسد او زورواکي پر وړاندې لکه سپر ودرېږي. په ولسي جرګه کې پر ملي هویت، ملي ګټو او ملي ارزښتونو سودا ونه کړي. هر وخت او هر چېرې چې کومه نادوده، ناروا، د قانون او ملي ګټو خلاف کړنه او هڅه ګوري، باید خنثی یې کړي، افشا یې کړي او مخه یې ونیسي.
دا ومنئ که چېرې ولس د یو تعهد په اساس خپلې رایې وکاروي او مستحقو کسانو ته رایې ورکړي، نو هیڅ ستونزه به پاتې نه وي او نه به هم پښېمانه شي، مګر که خدای مکړه دوی د قومي او سمتي ملحوظاتو، پیسو، مادیاتو او نورو دلایلو په اساس خپلې رایې ورکړي، نو باور دی چې په لوی لاس به د بې اعتمادۍ بحران رامنځته کړي او په لوی لاس به یې ولسي جرګې ته د اوسنیو وکیلانو په څېر داسې څوک کامیاب کړي وي چې هم په خپل ملي هویت سودا کوي، هم د نورو جاسوسي کوي، هم پاک او د کار خلکو ته د خدمت فرصت نه ورکوي او هم له مافیا او سیمې استخباراتو سره د اړیکو له لارې خلکو ته بېلابېلې ستونزې جوړوي.
هیله ده چې خلک د رایو ورکولو څخه دمخه یو ځل یو شمېر اوسني هغه وکیلان چې د نظام، ښې حکومتولۍ، قانون حاکمیت، سولې، ثبات او د هېواد د پرمختګ پر وړاندې خنډ دي هغوی ور په یاد کړي او بیا د هغوی له کړنو څخه د نفرت لپاره خپلې رایې په بې احتیاطۍ نه، بلکې په نهایت دقت هغو کسانو ته ورکړي چې دوی یې په وطن پالنه، صداقت، خدمت او کار کولو اعتماد لري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320