دعوت میډیا ۲۴ (شنبه، ۴ وری، ۱۳۹۷): د جرمني پارلمان د حکومت هغه وړاندیز تایید کړ چې غواړي افغانستان ته اضافي ځواکونه ولیږي او شمېر یې د ۹۸۰ عسکرو څخه ۱۳۰۰ ته پورته کړي.
د جرمني د پارلمان غړو په اکثریت سره د حکومت پرېکړه تایید کړه چې غواړي په افغانستان کې د ناټو د بشپړي همکاري په عملیاتو کې د ځواکونو شمېر ۱۳۰۰ ته پورته کړي او وخت یې ورته تمدید کړي.
د رواني میاشتې په لومړیو ورځو کې د جرمني حکومت کابینې په افغانستان، مالي او عراق کې د خپلو پوځونو د پاته کېدو وړاندیز تایید کړی وو او وروستی پرېکړه یې پارلمان ته راجع کړې وه.
په افریقايي هیواد «مالي» کې هم جرمني ۱۰۰۰ امنیت ساتونکي پوځ لري چې د نوي تایید وروسته به ۱۰۰ نور هم ور اضافه کیږي، او همداسي په عراق کې به د امریکا په مشرۍ د ایتلاف برخه پاتې کیږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320