د مخکېني ولسمشر حامد کرزي د وخت چارواکي د واک او ځواک له لاسه ورکولو له امله د کمترۍ احساس پر ناروغ اخته او دومره عقده من شوي چې حتی په ښارونو او د هېواد په نورو برخو کې د تروریستي ډلو له لوري له ترسره کېدونکو ترهګریزو بریدونو څخه چې زموږ هېوادوالو ته په کې د سر او مال درانده زیانونه اوړي، عقده یي چلند کوي.
د بریدونو پرمهال چې کله په تلویزیونونو کې را څرګند شي، نو د ترهګرو او تروریستي ډلو د ملاتړو د غندلو او له ولس سره د غمشریکي پرځای سترګې پټې او خولې وازې کړي او په پټو سترګو پر حکومت بې اساسه نیوکې کوي.
دوی د معقولو نیوکو او د دې پرځای چې د حکومت او مسوولینو نیمګړتیاوې ور په ګوته کړي، هغوی خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړي او د ستونزو د حل لپاره مناسبې طرحې او ګټورې حل لارې وړاندې کړي، برعکس له عقدې ډک چلند کوي، بې ځایه تورونه لګوي. د خلکو ذهنیت خرابوي او له ترهګریزو بریدونو څخه د خپلو عقدو د اشباع لپاره ګټه اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د اوسني حکومت نږدې ټولې ستونزې د دوی دیارلس کلنې واکمنۍ، فاسدې ادارې، غفلت او بې پروایي له امله اوسني حکومت او چارواکو ته په میراث ورپاتې دي. دوی فکر کوي چې د ولس حافظه دومره کمزورې ده چې د دوی پرونۍ نادودې او ناخوالې یې هېرې کړې.
عقده یي چلند د دغو پځوانیو چارواکو د قضاوت سترګې ړندې کړي او دغه ډول ړوند قضاوت حکومت نه، بلکې په خپله همدوی ته زیان رسوي او ولس پر دې افسوس کوي چې دیارلس کاله ورباندې څومره نااهله او کم ظرفه خلکو واک چلولی.
کاشکې دوی یو ځل خپلو ګرېوانونو ته سرونه ښکته کړي وای او دا یې له ځانه سره سنجولې وای، پرون چې د دوی د واک پرمهال په هېواد کې یو نیم سل زره بهرني مجهز ځواکونه وو، وسوله والې ډلې او ترهګر د اوس هومره غښتلي نه وو، دوی د اوسني حکومت په پرتله زیات مالي امکانات لرل، نو ولې یې په هغه وخت کې ترهګر او تروریستي ډلې ونه ځپلې. دوی د سیستم جوړولو پرځای زورواکو ته باجونه ورکول، فساد ته یې مخه ورکړې وه او پاکستان ته په عذرونو او ننواتې ورتلل.
زه نه وایم چې دوی دې نیوکې نه کوي، نیوکې یې حق دی، خو د نیوکو پرمهال د هېواد شرایط او وضعیت دې نه هېروي. دوی دې په دې اړه لومړی دقیق فکر وکړي، چې دوی څه وایي او د دغه ډول څرګندونو او نیوکو ګټه چاته ده؟
همدارنګه دې دا دقیقه وارزوي چې نننی حکومت د دوی د واک او حکومت په پرتله کوم مجبوریتونه لري او ترڅنګ دې دا هم وسنجوي چې د دوی په وخت کې یوازې پاکستان د طالب وسله والو ملاتړ کاوه، مګر نن ایران او روسیه د چین په ګډون له طالبانو سره خواخوږي لري او د دوی له ملاتړ څخه برخمن دي او د داعش په ګډون شل تروریستي ډلې په افغانستان کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي، نو کاشکې دوی دغو ټولو مسایلو ته په پام قضاوت کولی او پر حکومت یې نیوکې کولای او یا یې پر حکومت د نیوکو تر څنګ رغنده او ګټورې لارې چارې هم وړاندیز کړې وای.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320