اوښان په ټيټو دروازو نهشي ننوتلای، فيلان همداسې درواخله خو خبره چې تر شترمرغه را ورسېږي، کيسه بېخي سره تلولۍ کېږي. هغوی سړی يوازې د لوړو دروازو د جوړولو په غم نه اړوي، بلکې په دوه کې دې نښلوي، شمشېرزني يې اسانه نه معلومېږي.
د شترمرغ بدي دا ده چې که ټيټه دروازه په مخه ورشي او ليخک يې په غاړه تر کور ووځي، بيا ملامتي هم نه مني.
مشهوره خبره ده چې شترمرغ ته د بار ووايې، دستې وزرې وټکوي او ووايي، صاحب زه خو مرغه يم، دا به لوی ظلم وي چې پر مرغانو بار وړې.
خو چې ورته ووايې، والوځه، بيا دې سترګو ته پښې ونيسي، وايي، ته مې نه وينې چې اوښ يم، تر اوسه دې اوښ لیدلی چې الوتی وي. اوښ که د باړې د پير د زيارت ځوځان هم وخوري، الوتلای نهشي.
بله ناځواني يې دا ده چې سخته ورباندې ورشي، سر په شګه ننباسي او فکر کوي چې هيڅوک يې نه ويني.
که تاسې لږ دقيق وګورئ، د افغانستان حکومت پرېمانه شترمرغان لري چې نه بار وړي، نه الوتای شي، نه د جنګ دي، نه ننګ ورباندې کېږي، بس يوازې تاوان رسوي او دا وطن په مرداري لړي.
تر دې مخکې به په حکومت کې د پنځم ستون نوم ډېر يادېده، خو اوس ښکاري چې د پنځم ستون ناړامۍ به د حکومت ستنې و نهشي خوځولای، مګر شترمرغان به يې له بېخه وباسي.
دا چې شترمرغان يې بيا کومه ډله ده، د استاد برهان الدين ربان د نور چشمان او فرزند ارجمند صلاح الدين جان ناړامو ته وګورئ، که دا شترمرغ نه دی؛ نو د الوتکو، خزندو، يا حشراتو په کومه ډله پورې يې تړلی بولئ؟
برهان الدين فقير خو هسې هم ولاړ د سولې مرغۍ شو، ښه و که بد، خو بس چې مړ شو هغه يوه تپه، پوهنتون او يو سړک يې په مرګ غصب کړل، وطن ته يې تاوان هم تر هغه کچه يو څه راټيټ شو چې په ژوند يې رساوه، خو دا شترمرغ چې يې تر شا، د ولس پر څټ سپور پرېيښی، دا تاوان يې د بښلو نه دی.
صلاح الدين يوه ورځ د حکومت وزير وي د کابينې په غونډه کې يې رڼې چوشمکې ځلېږي، په دا بله ورځ چې د کار تمه ځنې کوې، يا د ننګ و جنګ وخت راشي، بيا د شمال ټلوالې د لنډهغرو د پرې يار وي.
يوه ورځ د بهرنيو چارو وزير وي، په کابل کې يې د ګرځېدو لهپاره لارې بندې وي، د تورو او سپينو موټرو کاروان ورپسې خوشی وي، بله ورځ چې د نړۍ په کچه د افغانستان کومه مهمه ستونزه مطرح کېږي، ښاغلی په ټانک کې سپور وي او د لنډهغرو په ننګ يې د جنګ دانه اخيستې وي.
دا اوس دا دی د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو مهمه غونډه روانه ده. د سيمې برخليک ټاکل کېږي، درست ولس دا يوه لسيزه دغسې غونډې ته هوسېده، زارۍ يې کولې، چيغې يې وهلې، خو اوس چې غونډه جوړېږي، د بهرنيو چارو وزارت شترمرغ د جمعيت په پوستين سر ننهايستی دی او له ارګ سره يې د خپلو معاملو د انبار کړو خځلو په ډېران کې لغتو ته بنده کړې، لګيا دی.
څو ورځې وړاندې په يونان کې د افغانستان سفارت پرانيستل کېده، د وزارت شترمرغ همالته و، خو چې خبر شو دلته عطا له دندې ګوښه کړل شوی، بيا نو هغه لحظه وزير پاتې نهشو، کابل ته راخوشی و، د شمال د لنډهغرو د ډلې يوې غيرډيپلوماټيک، غيرمتمدن او غيرسياسي بړېڅی ځنې جوړ و.
ارګ بايد وپوهېږي چې حکومت په شترمرغانو نه کېږي.
پنځم ستون به يا چپه وي يا به ولاړ وي، خو شترمرغان به هم دا حکومت چپه کړي او هم به دا ولس نړۍ ته وشرموي.
ارګ بايد دوی ته خط کش کړي چې يا به بار وړي يا به الوځي. که بار وړي نو بيا بد کوي چې وزرې ټپوي او که الوځي؛ نو بيا دې دا خپلې چټلې پښې پټې وساتي.
نور د ولس حوصله ختمه ده او د دوی سپينسترګي اوج ته رسېدلې ده. که دا کاسه ډکه شوه او چپه شوه، بيا به يې له پنځم ستون او شترمرغانو سره د شا و خوا ډېر نور ساکښان هم په مخه کړي وي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320