د افریقا ټکړه فوټبالر بالاخره خپل هدف ته ورسید
د لیبریا پخوانی ملي او د نړۍ په کچه مشهور فوټبالر جورج واه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ستر بري په ترلاسه کولو سره د ولسمشر په توګه وټاکل شو. ویل کیږي جورج واه د افریقا لخوا روزل شوی تر ټولو ټکړه فوټبالر عنوان لري.
د لیبریا د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ د ټاکنو رسمي پایلې اعلان کړې. د پایلو له مخې افسانوي فوټبالر جورج واه د ۶۱ عشاریه ۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د خپل رقیب نه په غوڅ توپیر سره ټاکنې وکټلې. د ویلو ده چې پدې ټاکنو کې د جورج واه رقیب د نوموړي هیواد د ولسمشر مرستیال جوزیف یوماه بوواکي وو.
د یادولو وړ ده چې په لیبریا کې د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنی پړاو د اکتوبر د میاشتې په لسمه نیټه ترسره شو. په لومړني پړاو کې د جورج واه او د هغه ستر رقیب جوزیف سربیره ۲۰ تنو نورو نوماندانو ګډون کړی وو.
د ټاکنو په لومړني پړاو کې هیڅ یو نوماند ټاکلی نصاب ترلاسه نکړ او ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې.
په دویم پړاو کې ټاکنې تر ټولو د زیاتو رای ګټوونکو دوو تنو نوماندانو ترمنځه وشوې.
د یادولو وړ ده چې ۵۱ کلن جورج د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۵ کال کې د ولسمشرۍ لپاره ځان نوماند کړی وو. همداشان په ۲۰۱۱ کال کې بیا د ولسمشر د مرستیالۍ لپاره ځان نوماند کړ خو په دواړو ځلونو بریالی نشو. هغه په ۲۰۱۴ کال کې د نوموړي هیواد مشرانو جرګې ته لار پیدا کړه.
۵۱ کلن جورج واه په ځانګړې توګه د ځوانانو ترمنځه ډیر زیات محبوبیت لري.
د ویلو ده چې د لیبریا ولسمشره ایلن جانسن سیرلیاف په افریقا کې د خلکو په ازاده رایو ټاکل شوې لومړنۍ ولسمشره وه. همداشان د نوموړي هیواد د قوانینو له مخې هغه نشو کولی چې د بل ځل لپاره ځان نوماند کړي.
همداشان دا لومړی ځل دی چې په لیبریا کې واک په سوله ایزه توګه د یو ولسمشر نه بل ولسمشر ته انتقالیږي.
لیبریا د ۱۹۸۹ او ۲۰۰۳ کلونو ترمنځه د افریقا په تاریخ کې تر ټولو د خونړیو جګړو شاهدي وکړه. همداشان په نوموړي هیواد کې د ۲۰۱۴ کال راهیسې د ایبولا ناروغۍ حکومت او خلک د ډیرو سختو ننګونو سره مخامخ کړل. ددې هیواد اقتصاد هم ددې ناروغۍ له امله ډیر زیانمند شو. لیبریا د نړۍ تر ټولو د فقیرو هیوادونو په کتار کې ځای لري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
