د مترو اکسپرس پنامه ډنمارکي ژبي ورځپاڼي په ۲۷ / ۱۰ / ۲۰۱۷ نیټه تر ( دا جهان له منځه ځي ) سرلیک لاندي یوه لیکنه خپره کړیده چي غواړم د پښتو ژباړي د لاري یې تر لوستونکو پوري ورسوم . دا تاسي او دا هم د نوموړي مطلب پښتو ژباړه :
په سویس کي د سیرن « Cern » څیړونکی ( البته « Cern » ــ Conseil Européen pour la Recherche Nucléaire دا یوه فرانسوي جمله ده چي د « هستوي څیړنو اروپایي شورا » مانا ورکوي . دا مرکز په سویس کي د فرانسي پولي ته نژدي ځای پر ځای شویدي او شاوخوا ۶۵۰۰ څیړونکي هلته په علمي څیړنو لګیا دي. ژباړن ) په وروستیو ورځو کي د هیښتیا سره مخامخ سوی او پدې هکله فکر کولو ته اړ سویدي چي څنګه دا جهان په اوسنۍ بڼه د یوه موجود په توګه پاته کیدلای سي .
په نوو تر سره سوو څیړنو کي د ذراتو او انتی ذراتو تر منځ په نا متناظروالی ( عدم تناظر ) باندي فکر سویدی . دا ځکه ، دا جهان چي موږ یې همدا اوس په پدغه بڼه پیژنو ، هغه وخت پر خپل حال پاته کیدلای سي چي یو نا متناظروالي که څه ډیر وړوکی وي ، باید شتون ولري .
ذرات او انتي ذرات چي یو د بله سره په اړیکو کي را سی نو یو بل خنثی کوي . پدې توګه که عدم تناظر شتون و نلري ، جهان شتون درلودلای نسي او له منځه ځي . مګر لکه څنګه چی د طبعیت مجلې لیکلي دي ، څیړونکو دغه عدم تناظر موندلی ندی . د څیړونکي ګروپ مشر ، Chrstian Smora پدې اړوند وایي : « موږ پخپلو ټولو څیړنیزو هلوځلو کي د مادې او انتي مادې تر منځ یوازي یو بشپړ تناظر مشاهده کړ ، او دا هغه څه دي چي له کبله یې جهان شتون درلودلای نسي او باید له منځه ولاړ سي . د څیړنو په ترڅ کي هغه انتي پروتونونه و څیړل سوه چي په ۲۰۱۵ کال کي ددې کار د پاره جدا سوی ول . انتی پروتونونه په دوو ساحو ( برقي او مقناطیسي ) کي د دامونو په څیر را ګیر او اندازه ګیري سول . پدي ډول څیړونکو و کړای سوه په انتي پروتونونو کي مقناطیسي ساحه د پخوانیو متودونو په پرتله ۳۵۰ واره دقیقتره اندازه ګیري او محاسبه کړي » .
که چیري د پروتونو او انتي پروتونو تر منځ یوه ناانډولي یا عدم بیلانس ( نامتناظروالی ) شتون درلولای ، نو ددغه دقیق متود په مټ به خامخا تر سترګو سوی وای .
تر دې وروسته چي څیړونکو په خپل دغه متود سره د ذراتو او انتي ذراتو تر منځ نامتناظروالی و نه موند ، اوس باید دوي د لا دقیقو اندازه ګیریوپه موخه د یوه نوي متود پر پیداکولو غور وکړي چي تر دغه متود لا هم ډیر دقیق وي . پدې اړه د څیړونکي ګروپ نوموړی مشر زیاتوي : « په یوه یا بل ځای کي باید یو نامتناظروالی شتون ولری ، مګر موږ لا تر اوسه هغه موندلی ندي او د ځانګړتیاوو په اړه یې نه پوهیږو» .
د ژباړي پای
د ژباړونکي یادوونه :
دا رښتیا خبره ده چي په کایناتو کي د مادي او ضد مادې ( انتي مادي ) تر منځ د نامتناظروالي موندلو مسئله د هستوي فزیک تر ټولو پیچلی خبره ده او لا تر اوسه حل سوی نده . دبل لوري ددغه ډول نامتناظروالي د شتون سره د کاهیناتو شتون تړلي دي . زه د ځمکي پوهني د یوه شاګرد په توګه ډاډمن یم که د انسان ناولي لاسونه د اټم نه لیري سي ، دا کاهینات به د نورو ډیرو میلیونونو کلونو د پاره شتون ولري او د لمر وړانګي به یې بسنه وکړي ، انسانان به زموږ د ځمکي په کُره ( انسانستان ) کي د مادي او معنوی شتمنیو څخه برخمن وي . ددې ډاډ لامل مي دادی چی د نامتناظروالی نه شتون به د کاهیناتو شتون له منځه نه وړي . داځکه چي دغه نامتناظروالی حتماً په یوه ډول شتون لري ، خو دبشر نننی پرمختګ او د تکنالوژۍ اوسنۍ وده لا تر هغه ځایه نده رسیدلي چي ددغه نامتناظروالي شتون پيدا او تر لاسه کړي .
د با امنه او بسیا کاهیناتو په لور !
ډنمارک ــ ۱۳ / ۱۱ / ۲۰۱۷
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320