تر دې به نو ستره بېغوري بله کومه وي چې هوښيار او په خبره پوه سړی دې د دوښمن کور ته روان وي او تمه لري چې د دوښمن په کور کې دې د ده د دردونو دوا ورکول شي.
دا څووم وار دی چې په پاکستان کې د افغانستان د حکومت چارواکي تښتول کېږي، خو بيا هم نه دغه چارواکي عبرت اخلي، نه يې له پاکستانه زړه صبرېږي.
څو کاله وړاندې عبدالخالق فراهي په پاکستان کې وتښتول شو. په تښتولو يې مودې تېرې شوې او بيا نو په زاريو، رشوتونو او نانواتو سړی د تښتوونکيو له منګولو نه خلاصېده.
تر هغه وروسته د کونړ مخکېنی والي فضل الله وحيدي پاکستان ته تللی و او هلته د ناڅرګندو وسلهوالو له خوا وتښتول شو چې بيا يې راخوشې کولو د افغان حکومت پرېمانه انرژي ضايع کړه.
د وحيدي له تښتولو د حکومت نورو مقاماتو خو څه، حتا د کونړ اوسني مرستيال والي هم عبرت وا نه خيست.
څلو ورځې وړاندې د کونړ مرستيال والي قاضي محمد نبي احمد پېښور ته تللی چې درملنه وکړي او له هغه ځايه پسې تښتول شوی دی.
تر لاسه شوي مالومات ښيي چې ښاغلی احمد له ډبګرۍ سيمې تښتول شوی او تر اوسه يې مړی ژوندی نه دی مالوم.
بده لا دا چې ځينې خو وايي، مرستيال والي پاکستان ته تر سفر مخکې له ولايتي ادارې رخصت اخيستی چې هند ته د درملنې لهپاره ځي، خو وروسته له پېښوره وتښتول شو.
دا ځانوژنه ده. دا په لوی لاس دوښمن ته لرګی په لاس کې ورکول دي چې واخله ما پر سر ووهه، دا ځان په لوی لاس د بلا خولې ته اچول دي.
پاکستان ته درملنې په پلمه د افغان حکومتي مقاماتو تګ داسې مانا لري لکه د دوښمن کور ته چې روان يې او تمه لرې چې دوښمن به دې د رنځ علاج وکړي.
حکومتي مقام يوازې د خپلې کورنۍ سرپرستان نه دي چې په تښتول کېدو، بېدرکه کېدو به يې يوازې کورنۍ ورباندې خوارېږي. دا د دولت مهم کسان دي، رازونه ورسره دي او په ډېرو داسې شيانو خبر دي چې نور خلک نه ورباندې پوهېږي.
قوي احتمال دا دی چې له فراهي نيولې تر وحيدي او اوس تر نبي پورې، ټول د پاکستان استخباراتي شبکې تښتولي دي.
استخبارات له دغسې کسانو څخه محرم اسناد تر لاسه کوي، مالومات ورڅخه ټولوي او بيا يې د دې وطن پر ضد کاروي.
حکومت که د ښاغلي نبي د راخوشې کولو لهپاره په دې ورځو کې لېونۍ هڅې کوي؛ نو تر څنګ يې بايد نورو مقاماتو ته هم تر غوږ ور تېره کړي چې پاکستان ته دې نه د درملنې لهپاره ځي، نه دې هلته منظره کوي.
پاکستان که موږ وغواړو که نه، يا ووايو که نه، زموږ دوښمن هېواد دی او د دوښمن چې هر ځای لاس درباندې پورته شي، همالته درباندې وار کوي.
بايد له رسمي سفرونو پرته، پاکستان ته د حکومتي مقامات پر تګ کلک بنديز ولګول شي.
په دې سربېره، بايد ښاغلی نبي تر راخوشې کېدو وروسته کلک وپلټل شي، پوښتنې ورڅخه وشي چې د څهپاره يې رخصتي د هند په نامه اخيستې او تللی پاکستان ته دی؟
د دوښمن لاس ته لوېدلي عسکر او مقامات د شطرنج سوځېدلې مهرې دي او بايد له صحنې وايستل شي.
په دې توګه به بيا نه کوم افغان مقام د پاکستان له خوا تښتول کېږي او نه به مو د محرمو مالوماتو سرچينې د ایایسای ګوتو ته ورځي.
که دا چاره بابېزه وبلل شي، موده وروسته به د يوه بل افغان په برمته کېدو، اوښکې تويوو.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320