ناپوهي مو وژني/ شاه افغان ساپي

0 840

که تيرو څلور لسيزو ته په ځير شو نو په ښکاره ډول راته معلوميږي چى زمونږ دهيواد د وګړو مرګوني تلفات لوړې کچې ته ختلې دي، چې يواځنې علت يې زمونږ ناپوهي ده ځکه سر په خبره نه خلاصو او همداسې په ناپوهي کښى پريکړې کوو چى په پاى  کې مو په مرګ تماميږي او  ګاونډي هيوادونه زمونږ د ناپوهي څخه په استفادې تقريباً څه د پاسه يوه لسيزه پورې د خلقي او دمجاهد تر نامه لاندې يې وجنګولو بيا يې څو کاله د مجاهدينو خپل منځۍ جګړې کښى يې سره ښکيل کړو او ډیر زیات بې ګناه هیوادوال مو د مرګ خولې کې ورکړل خو د بهرانيو زړونه ساړه نشول بيا يې طالبان راپسې راپاڅول او يو څو کلونه مو سره يو بل ووژل، خو د تير نه بيا هم مونږ درس وانخيست همغه شان مو ځانونه په ناپوهي کښى اچولې دي او دشپاړس کالو راهيسې د کفر او د اسلام تر ټاپو لاندې وژنې کوو او دا لړۍ لا دوام لري او پته نشته نور به څومره دوام وکړي، خو که چيرې په همداسې ناپوهي کې ځان ويده وساتو احتمال شته چې دا لړۍ  د لسیزو په ځاي تر پيړيو پيړيو ادامه ولري او همداسی به د يو او بل د وينو تږي مرګ وینو.

د نورې نړۍ خلکو پرمختګ وکړ،  آن تر سپوږمۍ يې ځانونه ورسول، د نوي او دوهم کور په ډول يې د ځانونو انتخاب ګڼي، په فضا کې د پرمختلې وسايلو په واسطه ډول ډول څيړنې کوي، خو مونږ تر دى دمه د يو ستنې جوړنې ته لاچار يو
هغه د ملنګ جان شاعر يو شعر مې راياد شي چى وائي
              درانه درانه توپونه
              ټانکونه  ماشينونه
                سونه په زرګونه
                جوړيږي په دنيا
           زه يوې ستنې ته نا چار يم
             له درده بې اختيار يم
ددې يواځنې علت دادى چى نور خلک د پوهنې په واسطه مخکې ځي، خو زمونږ د علم سره دوښمني ده، په سختيو او د کړاوونو مو سر دی، او د تاريخ شاته څو پيړيو کي ژوند کوو.
مونږ اوس هم خپلې ګټې په ټوپک او د بل دوينو په تويولو کښى لټوو، او د ناپوهي دلاسه د وحشي ځناورو په څير وژل کيږو
او تر هغى به وژل کيږو ځورول کيږو ترڅو چې ناپوهانو يو او د بدلون غم راسره نه وي.
 په درنښت
بذرګل شاه ساپي تخلص شاه افغان ساپي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply