په کندوز کې ترهګرو او مهاجرو ته زرګونه تذکرې په پيسو جوړې شوې

0 1,070

تابعيت په ۷ زره افغانۍ؛
په کندوز کې ترهګرو او مهاجرو ته زرګونه تذکرې په پيسو جوړې شوې

د اوسني حکومت د واک په لومړيو دوو کالو کې، کندوز دوه ځله سقوط شو، خلک د ولايت د سقوط پړه پر سرتېرو اچوي چې ولايت نه شي ساتلای، خو د دغه ولايت تر غوږو پورې په فساد کې ډوب چارواکي د ولايت د سقوط اصلي پړه دي.
که په کندوز کې ورځ تر بلې د فساد غوړېدونکی سرطان کنټرول نه شي، په نږدې مياشتو کې به تر سقوط وروسته، په درېيم د دغه ولايت نيولو ته لښکرکشي کېږي.

وروسته له هغه چې سرخط د کندوز په پوهنې رياست کې د اوج ته رسېدلي فساد راپورونه خپاره کړل، اوس د دغه ولايت په ثبت احوال نفوس رياست کې د پرېمانه فساد ثبتونه تر لاسه شوي دي.
د کندوز لويه بدمرغي دا ده چې په هره اداره کې يې د شته فساد په اړه د فاسدو چارواکيو پل پسې واخيستل شي، تر ولايت مقام، امنيه‌ قوماندانۍ، قومي مخورو، پارلمان او نورو ادارو پورې رسېږي.
څو غله يو ځای شوي او د ولايت درستې ادارې يې تر ستونې نيولې دي. نه حکومتولي ته ځای پاتې دی، نه د قانون حاکميت ته، هره اداره د کمېشنکارانو او رشوت خورو په پنډ‌غالي اوښتې.

د کندوز په ثبت احول نفوس اداره کې تذکرې داسې په ښکاره پلورل کېږي لکه د ښار په هټيو کې چې د ورځې خوراکي توکي پلور ته ايښي وي.
د تذکرې بيه له دوو زرو افغانيو پيل کېږي او بيا چې تر څو پورې د کمېشنکار وس کار وکړ، هغومره پورته کېږي.

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې که د چا د پلار او نيکه تذکرې وي، په ښار کې اوسېدلی وي او غواړي خپله تذکره جوړه کړي، هم بايد پنځوس افغانۍ د لیکلو مامور ته، پنځوس افغانۍ د عکس لګولو مامور ته، پنځوس افغانۍ د ټاپې مامور ته، پنځوس افغانۍ په کتاب کې د رسولو مامور ته، پنځوس افغانۍ د امر معاون لاسلیک ته او پنځوس افغانۍ هم د تايید کس ته ورکړي.

په دې سربېره، بايد له پنځو تر لسو ورځو پورې، هره ورځ دغې ادارې ته په تګ ځان ستړی کړي او تر مازديګره په قطار کې ودرېږي.
سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، هغه نارينه او ښځې چې تذکرې نه لري، ناروغ شوي وي او کوم بل هېواد ته د درملنې له‌پاره ځي، له هغوی څخه بيا د تذکرې په بدل کې له دوه زره نيولې تر پنځه زره افغانيو پورې رشوت اخيستل کېږي او په يوه ورځ کې تذکره ورکول کېږي.

هغه کسان چې په خارج کې اوسي او غواړي تذکره جوړه کړي، بايد د انټرنيټ له لارې يوه قطعه عکس کندوز ته ولېږي، له اووه تر دوولسو زرو افغانيو کمېشنکار ته ورکړي او چې څنګه يې فرمايش و، هماغسې تذکره تر لاسه کړي.
د ايرانيانو او پاکستانيانو له‌پاره بيا د تذکرې بېل نرخ ټاکل شوی دی.
هغه ايرانيان چې نورو هېوادونو ته تللي او هغه هېوادونه ايرانيانو ته ځای نه ورکوي، هغوی ته هم په کندوز کې د پيسو په بدل کې تذکرې جوړېږي او بيا کولای شي د افغان په نامه په هغه هېواد کې و اوسي.
په کندوز کې د ځوان غبرګون په نامه ټولنې سرخط ته ويلي دي چې په ثبت احوال نفوس اداره کې پراخ فساد د دې لامل شوی دی چې پرېمانه پاکستاني ترهګر هم د کندوز تذکرې واخلي.

دغه اداره وايي، داسې ډېر پاکستاني، ازبک، چېچن او نور ترهګر شته چې په کندوز کې ورته فاسدو چارواکيو او کمېشنکارانو تذکرې جوړې کړې دي، هغوی په ښار کې د همدې تذکرو په زور خلاصې تڼۍ ګرځي او خپل خونړۍ پلانونه عملي کوي.

ځوان غبرګون د يوې داسې مېرمنې يادونه کوي چې له يوه ايراني کس سره يې واده کړی او جرمني ته تښتېدلې، هلته نه منل کېږي، بالاخره کندوز ته حال رالېږي او د خاوند د کورنۍ ديارلسو کسو ته په يوه ورځ د پيسو په بدل کې د کندوز تذکرې جوړوي.

د جعلي تذکرو تاييد د فساد بله سوړه ده چې کمېشنکاران ورڅخه د هرې تذکرې په سر له پنځه سوه نيولې، تر دوه زره افغانيو رشوت تر لاسه کوي.
سرخط يو داسې کس هم راپيدا کړ چې په يوه ورځ يې يوولس تذکرې اخيستې او د تذکرو کسان يو هم په کندوز کې خو څه، په افغانستان کې لا نه وو.
دغه کس چې سرخط يې نوم نه اخلي، وايي، دغه ټول يوولس کسان په المان کې وو او تذکرې يې په کندوز کې جوړې شوې.
کندوز چې تازه يې سقوط کړی و، اوسېدونکي يې په المان کې په اساني منل کېدل، ځکه خو دغو کسانو د کندوز تذکرې واخيستې.

سرچينه وايي، د تذکرې په سر يې د ثبت احوال نفوس ادارې ته ديارلس زره افغانۍ رشوت ورکړی دی او هغوی پرته له دې چې د تذکرې خاوند وويني، يا يې ريکارډ وګوري، يا يې د ګوتې نښه او امضا واخلي، همداسې تذکرې ورته جوړې کړې دي.
د کندوز د والي وياند او نورو دولتي چارواکيو په دې اړه له سرخط سره له خبرو کولو ډډه وکړه.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply