د امريکا د دفاع وزير جيمز متېس هندوستان ته تللی او نن به د هغه هېواد له لومړي وزير نريندرا مودي او خپلې هندۍ سيالې نيرمالا سيتارامن سره وګوري.
که څه هم په دغه لیدنه کتنه کې به متېس له هندوستان سره د امريکا پر ګټو، اړيکو، سوداګري او نوره راشه درشه خبرې وکړي، خو د خبرو لويه برخه يې د افغانستان پر امنيتي وضعيت له هند سره مشورو ته بېله شوې ده.
تر لاسه شوي مالومات ښيي چې متېس به له هندي چارواکيو څخه په افغانستان کې د سولې راوستو او مخالفانو د ځپلو په برخه کې مشورې واخلي او هغوی به وهڅوي چې په افغانستان کې نور هم ښکېل شي.
پاکستان په هيڅ صورت دا نهشي زغملای چې هند دې په افغانستان کې زيات ښکېل شي، دا خو يې بېخي خوا ته نه کېږي چې امريکا دې د افغانستان په سر پاکستان ته ګوته وڅنډي او هند دې ځان ته نږدې کړي، خو تر ټولو دردوونکې ورته دا ده چې دا وار د امريکا يو نظامي چارواکی هند ته ځي.
مالومه خبره ده چې متېس به له هنديانو سره په جګړه خبرې کوي، د ترهګرو ځپلو ته به له هنديانو سره ګډ پلان جوړوي او هند به هڅوي چې په افغانستان کې په نظامي برخه کې هم دلچسپي او ونډه اخيستل زيات کړي.
د ترهګرو ځپل د پاکستان ځپل دي او د سولې راتګ د پاکستان مرګ دی.
د سرګودې پالوان به ومري، خو د ترهګرو پر ضد به د چا تر ګل ترخه خبره او پلان و نه زغملای شي. جيايچکيو به د لېونتوب تر کچې خونړی شي، هم به پر ځان خولې ولګوي، هم به پر افغانستان داړې خښې کړي.
موږ شديده اندېښنه لرو چې د متېس او مودي تر دې ليدنې وروسته به پاکستان د بېشرمۍ يو بل بل پړاو ته ننوځي او په خورا سپين سترګۍ به د افغانستان پر حريم تېري نور هم زيات کړي.
شاهد خاقان عباسي چرس نه وو څکولي چې په واز کومې يې چيغې وهلې چې د کابل په ذنبق څلورلارې کې د ټانکر بم ترهګر له پاکستانه افغانستان ته تللي وو. عباسي وښووه چې نور نو د پاکستان حوصله ختمه شوې ده، په ښکاره د جنګ اعلان کوي.
پاکستان د ځانمرګيو وطن دی او د ځانمرګي چې اعصاب خراب شي، بيا ورته جومات، جنازه، روغتون او د جګړې ميدان توپير نه لري، ځان الوځوي.
که هند لږ نور هم په افغانستان کې ښکېل شي، پاکستان به د طالبانو پر ځای خپل درېشي کړي عسکر افغانستان ته د جنګ لهپاره راولېږي.
په افغانستان کې د هند ښکېلتيا پاکستان د ځان محاصره بولي او په هيڅ صورت يې نهشي زغملای.
په هغه سربېره، له هند سره د امريکا ملګرتيا او د هند د خوشحالولو لهپاره پر پاکستان د امريکا فشارونه د خدای د قهر تورې ټکې دي چې پر لاهور پرېوزي.
تر دې وړاندې افغان چارواکيو په وار وار ويلي دي چې پاکستان له افغانستان سره په نااعلان شوي جنګ کې ښکېل دی، خو افغان لوری بايد دا ومني چې د عباسي تر څرګندونو وروسته د پاکستان جګړه اعلان شوه.
افغان لوری که هند ته د ډاکټر عبدالله په مشري پلاوی لېږي او هلته تړونونه امضا کوي، بايد په بغل کې يې د پاکستان د شر په دفعه کولو تر هغه لا زياته انرژي مصرف کړي.
دغې برخې ته د حکومت نه پاملرنه يا د پاکستان له لوري په نږدې راتلونکي کې احتمالي خطرونه بابېزه بلل به د زرګونو هېوادوالو ژوند وګواښي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320