! کړکۍ خلاصه کړه
چې د بدن نازنین عطر دې
لکه پوست او خوږ شمال
د سرو ګلونو منځ ته ورشي
څو هر ګل ته
هیره شوې خوشبويي بیا ور په یاد کړي .
او
د زاړه ښار !
په تورو تورو دېوالونو
تکه سپینه
او شیرینه رڼا پریوزي
د زمان په وینو لیت لاسونه
لا هم د سرو مڼو په پلمه ګرځي
چې د الوبالو
له یخ وهلي باغه
زاړه زخمونه وشکوي
کړکۍ خلاصه کړه !
چې ستا د سترګو جادوګره نیشه
دې زخمي او ویده شوي ښار ته
زندګي او خوشالي وروښيي
او د باغ !
له وچ ذهنه څخه
د سرو وینو تصویر هیر شي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.