ټرمپ د پاڼ او پړانګ تر منځ
د ایران جګړه: برید، ګواښ، سیاسي حیثیت او اعتبار، او د وتلو د لارې پلپلندۍ
(Strategic Impasse)
«چې ګټه رااخلي، ځان پرېولي؛ ملامت څوک دی؟»
مرحوم ګل پاچا الفت
لنډیز
دا مقاله د امریکا، اسراییلو او ایران تر منځ د روان ناورین سیاسي، پوځي، اقتصادي او حقوقي اړخونه د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۲۵مې پورې ارزوي. تر دې ګړۍ پورې باوري او له څو خواوو تاید شوې خپرې شوې سرچینې (Cross-Verified Sources) ښيي چې واشنګټن تهران ته د جګړې د درولو لپاره یوه ۱۵ مادې طرحه لېږلې، په عین وخت کې یې سیمې ته د نورو ځواکونو د استولو تیاری هم نیولی، او ټرمپ د «مثبتو خبرو» ادعا کړې ده؛ خو تهران په علني ډګر کې مستقیمې خبرې رد کړې او د امریکا ادعاوې یې بېمعنا بللې دي، سره له دې چې ځینو راپورونو د دې وړاندیز د لا ارزونې امکان هم یاد کړی دی.
بازارونو د جګړې او د سولې د اوازو دواړو پر وړاندې توند غبرګون ښودلی:
تېل کله پورته تللي او کله د اوربند د هیلو له کبله راښکته شوي دي.
اروپا د جګړې د راکمولو، د هرمز د ازاد تګ راتګ، او د اوبو او انرژۍ د حیاتي ملکي تأسیساتو د نههدف ګرځولو غوښتنه کوي.
پاکستان، مصر او ترکیه د منځګړیتوب په نوو هڅو کې یاد شوي دي، او غیرلوېدیځې سرچینې، لکه شینهوا، د تهران د انکار او د بازارونو د اغېز موضوع له خپلې زاویې روښانوي.
د مقالې اساسي استدلال دا دی چې ټرمپ د خپلې هغې تګلارې په داسې پړاو کې ولاړ ښکاري چې زور، فشار، خبرې، بازار او متحدین ټول پکې یو ځای اغېز لري؛
نه پراخ برید ورته ارزانه دی او نه بشپړ شاتګ ورته بېبیې دی.
په بله وینا، نوموړی د پلپلندۍ (Strategic Impasse) او د وتلو د لارې د ګونګوالي (Exit Uncertainty) له حالت سره مخامخ ښکاري.
کلیدي ټکي: ایران جګړه، ټرمپ، اسراییل، هرمز تنګی، اوربند، د فشار له لارې دیپلوماسي (Coercive Diplomacy)، نړیوال بازار، سیاسي حیثیت او اعتبار، نړیوال قانون
۱. مقدمه
د ایران او امریکا-اسراییلو اوسنی ناورین یوازې د توغندیو او هوايي بریدونو نوم نه دی. دا په یوه وخت کې د زور، خبرو، بازار، روایت، نړیوال مشروعیت، د متحدینو د محاسبې، او د اقتصادي فشار ګډه شخړه ده. همدا علت دی چې د دې موضوع ارزونه باید یوازې په پوځي اصطلاحاتو محدوده نه وي، بلکې د رهبرۍ، اقتصادي لګښت، متحدینو، نړیوال قانون او د وتلو د لارې له زاویې هم وکتل شي.
تر ۲۵ مارچ ۲۰۲۶ پورې شواهد ښيي چې جګړه لا نه ده ختمه شوې، خو د اوربند او معاملې موازي نښې هم شته؛ یعنې ناورین د «یوازې جګړې» له مرحلې اوښتی او د «فشار، خبرو، پوځي چمتووالي او اقتصادي ټکان» مرحلې ته داخل شوی دی.
په همدې ځای کې د «پاڼ» او «پړانګ» استعاره تحلیلي مانا پیدا کوي.
پړانګ د ښکاره زور، ضرب الاجل، ګواښ او برید ژبه ده؛
او پاڼ د هغو نرمو خو اغېزمنو فشارونو نوم دی چې بازارونه، متحدین، نړیوال مشروعیت، کورني افکار او اوږدمهاله لګښتونه پکې شامل دي.
تر اوسه تر ټولو متوازن شننیز قضاوت دا دی چې ټرمپ اوس د همدې دواړو تر منځ ولاړ ښکاري:
که زور زیات کړي، لګښتونه لوړېږي؛
او که شاته شي، د هغه د «قاطع مشر» انځور او سیاسي اعتبار تر پوښتنې لاندې راځي.
۲. د سرچینو تګلاره او د وخت روښانه پوله
دا لیکنه پر څلورو ډوله موادو ولاړه ده:
لومړی، نړیوال خبري اژانسونه او بنسټیز لومړني راپورونه، لکه Reuters او Associated Press، چې د پېښو، بازارونو، رسمي دریځونو او تازه بدلونونو لپاره اصلي مواد برابروي. دوهم، هغه نړیوال مطبوعاتي راپورونه چې سیاسي او تشریحي رنګ لري، لکه Washington Post او The Guardian.
درېیم، غیرلوېدیځې سرچینې، لکه Xinhua، چې د تهران او د سیمې د بلې زاویې تعبیر راوړي.
څلورم، رسمي او نیمه رسمي ادارې او علمي سرچینې، لکه IEA، EIA، ICRC، او د جېمز فیرون علمي اثر، چې د نظري او حقوقي تشریح لپاره کارول شوي دي.
د دې مقالې ټول نوي معلومات د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۲۵مې پورې تازه او ارزول شوي دي. له همدې امله، هر هغه تحول چې له دې وخت وروسته رامنځته شوی وي، په دې نسخه کې نه دی داخل شوی.
په دې مقاله کې «باوري او له څو خواوو تا ید شوې سرچینې» هغو راپورونو ته ویل شوي چې لږ تر لږه د دوو یا څو باوري خپرو ل شوو سرچینو له لارې یې اصلي ټکی یو له بل سره سمون خوري. دا لاره د یوې واحدې سرچینې له تبلیغاتي یا نیمګړي لوست څخه د ژغورنې لپاره غوره شوې ده.
۳. نظري چوکاټ: د فشار له لارې دیپلوماسي، عامه شاتګ، او پلپلندۍ
له نظري پلوه، دا مقاله د درېیو بنسټیزو مفاهیمو په رڼا کې لوستل کېږي:
د فشار له لارې دیپلوماسي (Coercive Diplomacy)،
د عامه شاتګ سیاسي بیه (Audience Costs)،
او پلپلندۍ (Strategic Impasse).
د فشار له لارې دیپلوماسي هغه حالت دی چې دولت له ګواښ، محدود ځواک او خبرو څخه یو ځای کار اخلي څو مقابل لوری امتیاز ته اړ کړي.
د عامه شاتګ سیاسي بیه هغه زیان ته ویل کېږي چې یو مشر یې د سختې ژبې او ښکاره ګواښ وروسته، د شاتګ په صورت کې، په کورني سیاست کې ویني.
پلپلندۍ بیا هغه حالت دی چې پکې نه بشپړ برید ارزانه وي او نه بشپړ شاتګ بېبیې.
دلته د جېمز ډي. فیرون یادونه مهمه ده.
فیرون، چې د سټینفورډ پوهنتون د سیاسي علومو استاد دی، په خپل مشهور اثر کې لیکي: «A leader who backs down suffers audience costs.» یعنې هغه مشر چې د علني شخړې په جریان کې شاته شي، سیاسي بیه پرې کوي.
همدا خبره د ټرمپ د اوسني چلند د شننې لپاره یوه مهمه نظریه برابروي.
د ټرمپ د تېر سیاسي چلند په شاتګیزه کتنه (Retrospective View) کې هم دا بڼه بیا بیا لیدل شوې چې نوموړي له لوړ غږ، شدیدو ګواښونو او تبلیغاتي فشار څخه کار اخیستی، خو وروسته یې په ځینو مواردو کې د بازار، متحدینو او سیاسي لګښتونو له امله خپل دریځ ځنډولی، نرم کړی، یا بېرته تنظیم کړی دی.
له همدې امله، د ایران په اوسني ناورین کې هم د هغه توند بیانونه باید یوازې د حتمي اقدام نښه ونه ګڼل شي، بلکې د فشار، امتیاز غوښتنې او تاکتیکي شاتګ د ګډ سبک په رڼا کې ولوستل شي.
۴. وروستي بدلونونه:
د ۱۵ مادو طرحه، د ایران عامه انکار، او شالیدي ارزونه
تر ټولو مهم نوی بدلون دا دی چې واشنګټن تهران ته د جګړې د درولو لپاره یوه ۱۵ مادې طرحه لېږلې ده. د Reuters او Washington Post د ۲۵ مارچ راپورونه ښيي چې په دې طرحه کې د غني شوو یورانیمو ایستل، د غني کولو درول، د توغندیز پروګرام محدودول، له سیمهییزو ډلو د ملاتړ کمول، د هرمز د لارې عادي کول، او په بدل کې د بندیزونو د نرمولو یا پورته کولو بحث شامل دی.
خو د دې تر څنګ تهران په علني ډګر کې د خبرو ادعا رد کړې ده.
د Reuters او Xinhua د راپورونو له مخې، ایراني چارواکو د امریکا ادعاوې «بېمعنا» بللې، او حتی یو پوځي ویاند ویلي چې امریکا «له خپل ځان سره خبرې کوي».
سره له دې، Reuters دا هم یادونه کړې چې یو لوړپوړي ایراني چارواکي د امریکا د وړاندیز د لا ارزول کېدو خبره کړې ده.
نو دقیق او عامې تعبیر دا نه دی چې «ایران مطلق او وروستی رد» کړی؛
بلکې سم تعبیر دا دی چې تهران په ښکاره رد کوي، خو په شالید کې د ارزونې او غیرمستقیم تماس دروازه لا بشپړه نه ده تړلې.
همدا ظرافت د ناورین د لوست لپاره ډېر مهم دی.
۵. د ایران خپل شرایط:
یوازې انکار نه، بلکې مشروطه معامله
Associated Press او نورو سرچینو ښودلې چې ایران یوازې د امریکا طرحه نه ده رد کړې، بلکې خپل متقابل شرایط یې هم وړاندې کړي دي:
د بریدونو بندېدل، د نهتعرض تضمین، د تاوان موضوع، او د هرمز په اړه خپل دریځ.
همدا ټکی ښيي چې تهران یوازې «نه» نه وايي؛ بلکې د جګړې د پای او د راتلونکي نظم لپاره په لوړه بیه معامله غواړي.
له همدې امله، د ایران دریځ باید یوازې د خبرو ضد دریځ ونه ګڼل شي؛
بلکې د امتیاز، ضمانت، وختاخیستنې، او روایتي مشروعیت د ساتنې له منطق سره ولوستل شي.
تهران غواړي وښيي چې د زور تر سیوري لاندې نه تسلیمېږي، او هره ممکنه معامله باید د «شکست» نه، بلکې د «شرطي درېدنې» په بڼه تعبیر شي.
۶. د امریکا موازي لاره:
خبرې، پوځ، او د فشار دوام
د سولې د طرحې تر څنګ د امریکا پوځي فشار هم روان پاتې دی.
AP راپور ورکړی چې له ۶۰۰۰ څخه زیات امریکايي سرتېري، پکې پاراتروپران او سمندري ځواک هم شامل، سیمې ته استول کېږي؛
Reuters او Washington Post هم د زیات پوځي چمتووالي او د ځنډول شوو احتمالي بریدونو یادونه کړې ده.
دا ټول ښيي چې خبرې له پوځي فشار څخه بېلې نه دي؛ بلکې یو ځای پر مخ روانې دي.
همدا موازي تګلاره د فشار له لارې دیپلوماسۍ عملي بڼه ده:
یو لاس کې د جګړې د پراخېدو ګواښ، او بل لاس کې د معاملې وړاندیز.
خو همدا کار په عین وخت کې د باور ستونزه هم زېږوي؛
ځکه مقابل لوری فکر کوي چې ښايي خبرې یوازې د فشار د بشپړولو لپاره وي، نه د عادلانه جوړجاړي لپاره.
۷. پاکستان، مصر او ترکیه: منځګړیتوب که د وخت اخیستنې دهلیز؟
په تازه راپورونو کې پاکستان، مصر او ترکیه د منځګړیتوب په لړۍ کې په څرګند ډول یاد شوي دي.
Reuters، AP او Washington Post ښيي چې ۱۵ مادې طرحه د پاکستان له لارې رسول شوې، او ممکنه کتنې یا غیرمستقیم تماسونه هم په پاکستان یا ترکیه کې مطرح شوي دي. مصر هم د اوربند د هڅو له بهیره بهر نه دی.
دا منځګړیتوبونه دوه ماناوې لرلای شي:
یا رښتینی دیپلوماتیک دهلیز جوړوي، او یا د جګړې د پراخېدو تر څنګ د وخت اخیستنې، بازار ارامولو او سیاسي تنفس وسیله ګرځي.
تر اوسه شواهد ښيي چې دواړه ماناوې یو ځای موجودې دي: نه بشپړ پرمختګ ښکاري او نه بشپړ بنبست.
۸. د اسراییلو رول:
موازي ائتلاف که جلا ستراتیژیک حساب؟
د دې ناورین په لوست کې اسراییل یوازې د امریکا تر سیوري لاندې نه شي خلاصه کېدای.
Washington Post او AP دواړه ښيي چې اسراییل خپل عملیات روان ساتلي، په ځانګړي ډول په ایران او لبنان کې، او د سیاسي جوړجاړي پر وړاندې یې شک او احتیاط ښکاره کړی دی. دا معنا لري چې د واشنګټن او تل ابیب تر منځ تاکتیکي همغږي شونې ده، خو د جګړې د پای، د خطر د منلو کچې، او د وتلو د لارې په تعریف کې ممکن توپیر موجود وي.
همدا ټکی مهم دی:
امریکا ښايي د فشار او خبرو موازي تګلاره تعقیب کړي، خو اسراییل ممکن د دوامدار پوځي فشار له منطق سره لا زیات نږدې وي.
که دا توپیر ژور شي، نو ناورین به لا پېچلی شي؛ ځکه یو لوری د معاملې دروازه نیمه پرانېستې ساتي او بل لوری ښايي د مادي او امنیتي ضربې ژبه ترجیح کړي.
۹. دلته «وسله» څه معنا لري؟
په دې مقاله کې د «وسلې استعمال» بحث په اصلي ډول د عادي پوځي ځواک، د بنسټیزو تأسیساتو د فلج کولو، او د انرژۍ د فشار پر محور ولاړ دی، نه د اټومي برید پر محور. تر ۲۵ مارچ ۲۰۲۶ پورې، په باوري خپرو شوو سرچینو کې داسې کوم کره سند نه ښکاري چې امریکا یا اسراییل دې د مګړ ۍ د مستقیمې اټومي وسلې د کارولو پر درشل ولاړ وي.
خو له دې سره سره، د انرژۍ، برېښنا، اوبو او نورو حیاتي ملکي بنسټونو پر ضد جګړه خپل جلا خطرونه لري.
د سره صلیب نړیواله کمېټه ټینګار کوي چې د اوبو او انرژۍ سیستمونه د خلکو له بقا، روغتیا او ملکي ژوند سره تړلي دي، او د توپیر، تناسب او احتیاط اصول پرې لازم دي.
۱۰. د هرمز تنګي وزن:
سیمهییزه لاره که د نړۍ اقتصادي عصب؟
هرمز یوازې یوه سمندري لار نه ده؛ دا د نړیوال اقتصاد له مهمو اعصابو څخه ده. د انرژۍ نړیواله اداره وايي چې په ۲۰۲۵ کال کې په اوسط ډول هره ورځ شاوخوا ۲۰ میلیونه بېرله نفت او د نفتو اړوند توکي له همدې تنګي تېر شوي، او د سمندري نفتو د نړیوالې سوداګرۍ شاوخوا یوه څلورمه برخه پر همدې لاره ولاړه ده. د امریکا د انرژۍ د معلوماتو اداره هم هرمز د نړۍ له مهمو تېلي بندو نقطو څخه ګڼي.
Reuters او Guardian ښيي چې د جګړې او د هرمز د بندېدو یا نیمه بندېدو هره نښه د تېلو، ګازو، بار وړلو، بیمې، او حتی د خوړو او سرې بازارونه لړزولي دي.
همدا لامل دی چې بازارونه د هرې جګړهییزې اوازې او هرې دیپلوماتیکې نښې پر وړاندې سخت او فوری غبرګون ښيي.
نو د انرژۍ پر تأسیساتو فشار یوازې سیمهییزه موضوع نه ده؛ بلکې له نړیوال انفلاسیون، د تولید له لګښت، د لېږد-رالیږد له بیو، او د خوړو له نرخونو سره مستقیم تړاو لري.
۱۱. بازارونه څه وايي؟ د جګړې او خبرو تر منځ د بیو ژبه
په تېرو څو ساعتونو کې د Reuters راپورونو وښودله چې د اوربند او خبرو د هیلو له امله تېل راکښته شوي او سټاکونه پورته شوي، خو دا ارامي لا هم نازکه ده.
Reuters د ۲۵ مارچ په بازاریزو راپورونو کې ښودلې چې وال سټریټ او نور نړیوال بازارونه د کمزوري خوشبینۍ له امله پورته تللي، خو لا هم دا ویره شته چې که خبرې ماتې شي، د انرژۍ نوی شاک به راشي.
له همدې امله، د بازار د لنډمهاله نرمېدو مانا دا نه ده چې ناورین حل شوی دی؛
بلکې سم تعبیر دا دی چې بازارونه د یوې ممکنه معاملې امکان قیمتوي، نه د قطعي سولې واقعیت.
۱۲. خلیجي وېره او د غلطې محاسبې خطر
Reuters په یوه مهم راپور کې یادونه کړې چې د خلیج هېوادونو خبرداری، د ایران د «نامحدود غبرګون» ګواښ، او د انرژۍ او اوبو د حیاتي بنسټونو د هدف ګرځېدو وېره د ټرمپ د ځنډ او نرمښت له مهمو لاملونو څخه وه.
دا ټکی د ناورین په واقعي محدودوونکو کې ډېر مهم دی؛ ځکه پکې یوازې واشنګټن او تهران نه، بلکې ټول خلیجي چاپېریال د خطر د لګښت برخه ګرځي.
یعنې که جګړه له محاسبې ووځي، نو تاوان به یوازې د دوو اړخونو تر منځ نه وي؛
بلکې د سیمې د اوبو، انرژۍ، بندرونو، صادراتو او نړیوال اقتصاد پر اعصابو به وویشل شي.
همدا هغه نرم فشار دی چې د «پاڼ» په استعاره کې یې مانا روښانه کېږي.
۱۳. پلپلندۍ، لاربندي، او د وتلو د لارې ګونګوالی
د دې مقالې د مرکزي استدلال د لا روښانتیا لپاره اړینه ده چې د درېیو نژدې مفاهیمو تر منځ توپیر وشي:
پلپلندۍ (Strategic Impasse)، لاربندي (Deadlock)، او د وتلو د لارې ګونګوالی (Exit Uncertainty).
لاربندي هغه حالت ته ویل کېږي چې پکې دواړه خواوې تقریباً په بشپړ بند کې وي، د حرکت واقعي فضا تنګه وي، او نه عملي پرمختګ شونی وي او نه شاتګ.
خو پلپلندۍ تر لاربندۍ یو څه توپیر لري:
په پلپلندۍ کې حرکت شته، ګواښ شته، خبرې شته، د فشار امکانات شته، او پوځي چمتووالی هم شته؛ خو سره له دې، د حل معتبره، ارزانه او د منلو وړ لاره نه ښکاري.
د وتلو د لارې ګونګوالی بیا هغه حالت ته اشاره کوي چې پکې شاتګ، معامله، یا موقت نرمښت نظري امکان لري، خو لا تر اوسه نه سیاسي روښانتیا لري، نه ستراتیژیک اطمینان، او نه د ټولو ښکېلو لوریو لپاره د منلو وړ بڼه.
د ایران اوسنی ناورین تر بشپړې لاربندۍ زیات د پلپلندۍ او د وتلو د لارې د ګونګوالي بڼه لري.
۱۴. حقوقي او اخلاقي اړخ
د نړیوال قانون له نظره، د اوبو، انرژۍ او نورو حیاتي ملکي تأسیساتو هدف ګرځول درنې پوښتنې راپورته کوي.
د سره صلیب نړیواله کمېټه په خپلو حقوقي لیکنو کې روښانوي چې ملکي شیان په عمومي ډول نه شي هدف کېدای، مګر هغه وخت چې د پوځي هدف معیارونه پوره کړي؛ او آن په هغه صورت کې هم د توپیر (Distinction)، تناسب (Proportionality)، او احتیاط (Precaution) اصول باید مراعات شي.
اروپايي اتحادیې هم د ۱۹ مارچ په بروکسل کې د انرژۍ او اوبو د حیاتي مرکزونو پر ضد د بریدونو د درولو غوښتنه وکړه او د هرمز د ازاد تګ راتګ ملاتړ یې وکړ. دا ځکه مهمه ده چې دا ډول مرکزونه یوازې تخنیکي یا پوځي مانا نه لري؛ بلکې د خلکو له ژوند، روغتیا او ورځني بقا سره تړلي دي.
نو غوره او دقیق حقوقي تعبیر دا دی چې:
د نړیوال قانون د رعایت جدي پوښتنې راپورته شوې دي، نه دا چې د هر جزئیات په اړه وروستی قضايي ثبوت لا بشپړ شوی وي.
۱۵. تحلیلي پایله
تر ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۲۵مې پورې، له څو باوري سرچینو سره سنجول شوې خپرې شوې مادې دا نه ښيي چې امریکا د مستقیمې اټومي وسلې د استعمال پر درشل ولاړه ده؛ خو دا حتماً ښيي چې د عادي پوځي فشار، د انرژۍ د فلج کولو د ګواښ، او د خبرو د فشار ګډه تګلاره روانه ده.
ایران په علني ډګر کې مستقیمې خبرې ردوي، خو د طرحې د لا ارزونې نښې هم شته؛
امریکا موازي فشار او دیپلوماسي پر مخ وړي؛
بازارونه هره نوې اشاره په شدت سره تعقیبوي؛
او منځګړي هېوادونه د دیپلوماتیک دهلیز د ژوندي ساتلو هڅه کوي.
په همدې دلیل، تر ټولو متوازن قضاوت دا دی چې ټرمپ د خپلې تګلارې په داسې پلپلندۍ (Strategic Impasse) کې راګیر ښکاري چې درې فشارونه ورباندې یو ځای ناست دي:
پوځي-سیاسي فشار، اقتصادي-بازاري فشار، او ائتلافي-حقوقي فشار.
دلته د «پاڼ او پړانګ» استعاره یوازې ادبي ښکلا نه ده؛ بلکې د ناورین د اصلي منطق تشریح ده.
پړانګ د ښکاره زور ژبه ده،
او پاڼ هغه نرم فشار دی چې په اوږدمهال کې د زور خاوند هم محدودوي.
همدارنګه، نوموړی د وتلو د لارې له یوه ګونګ حالت (Exit Uncertainty) سره هم مخ دی؛ یعنې هغه لار چې باید د ناورین د مدیریت لپاره وکارول شي، لا تر اوسه نه سیاسي روښانتیا لري او نه ستراتیژیک اطمینان.
پایله
اوسنی روان ناورین نه بشپړه جګړهییزه بریا ښيي او نه نهايي سوله؛
بلکې د زور، احتیاط، بازار او نیمګړې دیپلوماسۍ ګډه مرحله انځوروي.
امریکا د سولې طرحه استوي، خو ځواک هم لېږي؛ ټرمپ د پرمختګ ادعا کوي، خو ایران یې ردوي؛ بازارونه د اوربند پر اوازه نرمېږي، خو د میداني واقعیت له امله بېرته سختېږي؛ او پاکستان، مصر، ترکیه او نور منځګړي هڅه کوي چې د جګړې او معاملې تر منځ یوه نرۍ لار ژوندۍ وساتي.
دا ټول په ګډه ښيي چې ناورین اوس د «یوه اړخیز تحمیل» له ساده منطق څخه وتلی او د څو اړخیزې پلپلندۍ مرحلې ته ننوتی دی.
په همدې ځای کې د مرحوم ګل پاچا الفت هغه کرښه ژوره سیاسي مانا پیدا کوي:
«چې ګټه رااخلي، ځان پرېولي؛ ملامت څوک دی؟»
دا پوښتنه یوازې د یوه شخص په اړه نه ده؛ بلکې د هغې تګلارې په اړه هم ده چې فشار ته یې د قانون، احتیاط او اوږدمهالې محاسبې پر ځای لومړیتوب ورکړ. کوم فشار چې د امتیاز وسیله بلل کېده، هماغه اوس د پرېکړهکوونکي د پلپلندۍ، د وتلو د لارې د ګونګوالي، او په ځینو برخو کې د لاربندۍ سبب ګرځېدلی دی.
افغانان په ولسي خوږه ژبه وايي:
خپله خوله هم کلا ده او هم بلا.
دغه ولسي خبره د دې مقالې له علمي پایلې سره په ژوره مانا نښلي:
کله چې سیاست د سنجش پر ځای په مبالغې، فشار، تکبر او احساساتو تکیه وکړي، نو بیا هماغه مؤثره وسیله چې د بریا لپاره کارېږي، بېرته د ناورین پلپلندۍ ګرځي.
سرچینې او ماخذونه
۱. Reuters. 19 March 2026. EU leaders call for moratorium on strikes against energy and water facilities in Middle East.
۲. Reuters. 24 March 2026. Gulf warnings and fears of miscalculation preceded Trump’s pause in Iran showdown.
۳. Reuters. 24 March 2026. Oil prices drop 4% as U.S. proposes 15-point plan to Iran for peace.
۴. Reuters. 25 March 2026. Iran still reviewing U.S. proposal despite negative initial response, senior Iranian official says.
۵. Reuters. 25 March 2026. Morning Bid: Deal, or no deal?
۶. Reuters. 25 March 2026. Wall Street advances as investors hopeful of Mideast de-escalation.
۷. Reuters. 25 March 2026. Iran military spokesperson says U.S. is negotiating with itself, state media.
۸. Associated Press. 25 March 2026. Iran rejects U.S. ceasefire plan, issues its own demands as strikes land across the Mideast.
۹. Associated Press. 25 March 2026. What we know and don’t know about the Iran war negotiations.
۱۰. Washington Post. 23 March 2026. Trump says U.S. is postponing some strikes as it negotiates end to war with Iran.
۱۱. Washington Post. 24 March 2026. Tehran denies claims of progress in peace talks, as Trump declares war “won”.
۱۲. Washington Post. 25 March 2026. U.S. plan to end war seeks removal of Iran’s enriched uranium, officials say.
۱۳. The Guardian. 25 March 2026. Iran gives negative response to U.S. ceasefire plan amid push for talks.
۱۴. Xinhua. 25 March 2026. What to know about conflicting messages on talks between Washington, Tehran.
۱۵. International Energy Agency. 6 February 2026. Strait of Hormuz – About.
۱۶. U.S. Energy Information Administration. 16 June 2025. Amid regional conflict, the Strait of Hormuz remains critical to global energy security.
۱۷. International Committee of the Red Cross. 20 April 2023. When the lights go out: the protection of energy infrastructure in armed conflict.
۱۸. International Committee of the Red Cross. 24 April 2025. The imperative to protect water and water systems during armed conflict.
۱۹. Fearon, James D. 1994. Domestic Political Audiences and the Escalation of International Disputes. American Political Science Review 88(3): 577-592.
۲۰. Stanford University, Department of Political Science / FSI. James Fearon profile.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.