له شمالي قطب تر دریم قطب پورې؛ د یخ پر سر نړیواله سیالي او د افغانستان ورک شوی فرصت

مقتصد ستړی

34

له شمالي قطب تر دریم قطب پورې؛ د یخ پر سر نړیواله سیالي او د افغانستان ورک شوی فرصت

نړۍ نن سبا د یوې بلې سړې جګړې په درشل کې ده، خو دا ځل د جګړې میدان وچې دښتې نه بلکې د نړۍ کنګل شوې څوکې دي. له یوې خوا د نړۍ زبرځواکونه د شمالي قطب یا ارکټیک د نیولو لپاره سیالي کوي او له بلې خوا د ځمکې د کرې دریم قطب چې زموږ د هیواد هندوکش او پامیر دی، د اقلیمي بدلون او سیاسي بې سرپرستۍ له امله په چټکۍ د ویلې کېدو په حال کې دی.

شمالي قطب پخوا یوازې د واورو او خرسانو کور ګڼل کېده، خو نن د نړۍ د سیاست تر ټولو ګرم مرکز دی. د دې سیمې اهمیت په درېیو لویو برخو کې خلاصه کیږي. لومړی دا چې یوه نوې سوداګریزه لاره ده. د ځمکې د تودوخې له امله د قطب یخونه ویلې کیږي او یوه نوې سمندري لار پرانیستل کیږي. دا لاره د اروپا او اسیا ترمنځ واټن خورا لنډوي چې د نړۍ د سوداګرۍ نقشه بدلولی شي او څوک چې دا لاره کنټرولوي، هغه د نړۍ پر سوداګرۍ واکمني کوي.
دویمه مسئله پټې شوې خزانې دي. اټکل کیږي چې د نړۍ د تیلو او ګازو سترې زیرمې او نادره قیمتي فلزات د همدې یخونو لاندې پټ دي. امریکا، روسیه، کاناډا او ان چین چې له قطب سره پوله نلري، غواړي په دې شتمنۍ کې خپله برخه ولري. روسیه هلته خپل پوځي حضور زیاتوي او امریکا هڅه کوي چې د خپلو متحدینو په مرسته د روسيې مخه ونیسي. درېیم د ځمکې د اقلیم کنټرول دی. شمالي قطب د ځمکې د سړونکي سیسټم یا ایرکنډیشنر حیثیت لري. که دا سیمه ګرمه شي، د نړۍ د اوبو سطحه لوړیږي او ډېر ښارونه ډوبیږي.

خو خبره یوازې تر شمالي قطب پورې محدوده نه ده. له شمالي او جنوبي قطب وروسته، د نړۍ د تازه اوبو او طبیعي یخچالونو تر ټولو لویه ذخیره د همالیا، هندوکش او پامیر په غرونو کې ده. له همدې امله پوهانو دې سیمې ته د دریم قطب نوم ورکړی دی. د دې قطب مرکزیت له افغانستان سره دی. زموږ دا غرونه یوازې ښکلې منظرې نه دي، بلکې د ټولې سیمې د ژوند رګونه دي. د امو سیند، هلمند سیند او کابل سیند سرچینې همدلته دي چې د افغانستان ترڅنګ د ګاونډیو هیوادونو زراعت او ژوند هم ورپورې تړلی دی.
شمالي قطب او دریم قطب له یو بل سره قوي اړیکه لري. کله چې په نړیواله کچه هوا تودیږي، دواړه قطبونه زیانمن کیږي. خو توپیر په مدیریت کې دی. د شمالي قطب لپاره د ارکټیک کونسل په نوم یو منظم سیاسي جوړښت شته چې هیوادونه پکې خپلې ګټې او امنیت ساتي. خو زموږ دریم قطب بې سرپرسته دی.

که افغانستان یو داسې ملي، مشروع او مسلکي حکومت درلودای چې د نړۍ په ژبه پوهېدلی، نن به مو د دریم قطب د خاوندانو په توګه په نړیوال سیاست کې خورا لوړ ځای درلود. موږ کولای شول چې په رسمي ډول د دې دریم قطب رهبري په غاړه واخلو او له نړۍ سره په دې استدلال خبرې وکړو چې زموږ د غرونو ویلې کېدل یوازې د افغانستان ستونزه نه ده، بلکې دا یو نړیوال ناورین دی. ان خبره تر دې پورې رسېدلی شوه چې افغانستان د یو نړیوال اقلیمي ځواک په توګه، د شمالي او جنوبي قطب د امنیت او ساتنې په نړیوالو پرېکړو کې د ګډې دعوې او رأیې حق غوښتی وای.

موږ کولای شول چې د اقلیمي ډیپلوماسۍ له لارې د میلیاردونو ډالرو مرسته جلب کړو، د اوبو د مدیریت لپاره نړیوال ملاتړ ترلاسه کړو او حتی د شمالي قطب د امنیت په نړیوالو بحثونو کې د یو مهم شریک په توګه راڅرګند شو. ځکه د چاپیریال ساتنه پوله نلري او د دریم قطب ویجاړېدل په مستقیم ډول پر نړیوال اقتصاد اغېز کوي.

نړۍ د یخ او اوبو په ارزښت پوهېدلې او د شمالي قطب د یو یو انچ لپاره جنګ کوي. خو په افغانستان کې وضعیت سرچپه دی. موږ د دریم قطب خزانه په لاس کې لرو، خو د یوه داسې سیاسي نظام او هوښیارې رهبرۍ له نشتون سره مخ یو چې دا خزانه په سیاسي او اقتصادي قدرت بدله کړي. تر څو چې موږ په لومړنیو انساني حقونو، د نجونو په زده کړو او کورنیو جنجالونو کې نښتي یو، زموږ دا ستراتیژیک ارزښت به ضایع کیږي. اوبه به مو وړیا ځي، واورې به مو ویلې کیږي او موږ به یوازې د سیلابونو او وچکالیو تماشه کوو. د دریم قطب ساتنه او مدیریت یوازې د غرونو ساتنه نه، بلکې د افغانستان د ملي اقتدار او بقا مسئله ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.