د افغانستان پخوانی قاضي القضات د ۹۰ کلونو په عمر ومړ

33

پوهاند عبدالسلام عظیمي په ۹۰ کلنۍ کې په ترکیه کې د ناروغۍ له امله وفات شو.

د نوموړي په مړینه د جمهوري نظام ګڼ شمېر چارواکو او افغانانو خواشيني ښودلې او د هغه له کورنۍ سره یې ځان دې غم کې شریک بللی دی.

عبدالسلام عظیمي په ۱۳۱۵ هجري لمریز کال کې فراه ولایت کې زېږېدلی و. هغه د مصر له الازهر پوهنتون د حقوقو او شریعت په برخه کې ماسټري کړې او د امریکا د جارج واشنګټن پوهنتون کې یې هم تخصصي کورسونه لوستي وو.

هغه د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي کې د اوږدې مودې لپاره تدریس کړی او په امریکا کې د نبراسکا پوهنتون کې یې هم د استاد په توګه فعالیت کړی و.

ښاغلي عظیمي د ۱۳۸۲ کال (۲۰۰۴) د افغانستان د اساسي قانون د تدوین او بیاکتنې کمېسیون مهم غړی و او د قضا تر مشرتابه مخکې یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ارشد حقوقي سلاکار په توګه هم کار کړی و.

د معلوماتو له مخې، مرحوم عظیمي په ۱۳۸۵ کال کې د سترې محکمې د رییس په توګه ولسي جرګې ته معرفي شو او له جرګې یې د باور رایه ترلاسه کړه.

هغه تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې په دې دنده پاتې و او د جمهوري نظام پر مهال یې د ولسمشر محمد اشرف غني لوړه هم اخیستې وه.

ګڼ شمېر څېړونکو ویلي چې پوهاند عظیمي د خپلو حقوقي، علمي او تعلیمي خدماتو له امله په هېواد کې درناوی درلود او د افغانستان د حقوقي نظام په پراختیا کې یې مهم رول لوبولی و.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.