د راپورونو له مخې، د یوې داوطلبۍ په پایله کې یو پاکستاني کنسرسیوم د PIA د اکثریت ونډې د اخیستو حق تر لاسه کړی او په دې سره به دا شرکت عملي ډول خصوصي سکټور ته وسپارل شي.
د چارواکو په وینا، دغه کنسرسیوم د پي آی اې ۷۵ سلنه ونډې اخیستې ګټلې دي. پاکستان وايي، دا معامله د هغو اصلاحاتي هڅو برخه ده چې موخه یې د زیانمنو دولتي ادارو پلور او د مالي بار کمول دي.
اقتصادي شنونکي وايي، پاکستان د پي آی اې د زیاتو پورونو او دوامداره مالي زیانونو له امله د دغه شرکت د اغېزمن چلولو توانايي نه لري، له همدې امله حکومت اړ شوی چې دا هوايي شرکت خصوصي کړي.
پي آی اې له کلونو راهیسې له مالي ستونزو، خراب مدیریت او نړیوالو بندیزونو سره مخ دی خو پاکستان وايي، خصوصي پانګونې سره به د دغه شرکت اعتبار لږ پياوړی شي.
دا لومړی ځل نه دی چې د پي آی اې د خصوصي کولو هڅه کېږي. تر دې مخکې هم پاکستان د دغه شرکت د پلور هڅې کړې وې، خو د ټیټو وړاندیزونو او تخنیکي ستونزو له امله دا بهیر ناکام شوی و.
دغه شرکت په ۲۰۲۰ کال کې له اروپايي ټولنې، برتانیا او امریکا ته له الوتنو منع شو. که څه هم اروپا او برتانیا سږ کال د الوتنو اجازه ورکړه، خو امریکا ته لا هم الوتنې نه شي کولای.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.