د کابل منډيي کې د یوې پراخې اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۰ ګدامونه او ۸ دوکانونه سوځېدلي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، اور د بوټانو او ژمنیو توکو په مارکېټونو کې لګېدلای چې له امله یې شاوخوا ۷۰۰ زره ډالره مالي زیان اوښتی دی.
که څه هم د طالبانو اور وژنې ډلې د اور د پراخېدو مخنیوی کړی، خو دا پېښه په وروستیو میاشتو کې د اورلګېدنې له امله تر ټولو لوی مالي زیان بلل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې د اور وژنې ډلې د شاوخوا ۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اموالو د سوځېدو مخنیوی هم کړی دی.
د طالبانو په وینا، د اورلګېدنې لامل د برېښنا شارټي ده.
دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې هم د کابل منډيي کې په یو شمېر دوکانونو کې اور لګېدلی و، چې له امله یې سلګونه زره افغانۍ مالي زیان اوښتی و.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.