قران کریم وايي: « د سترګو پوښتنه بهٔ کېږي. » ساینس یې د رڼا اخیستو سینسر بولي. او وايي چې: « سترګه اویا فیصده حسي مالومات دماغ ته رسوي. » فزیک یې کمره بولي. فلسفه چې پوښتنې زېږوي وايي چې: « سترګې د انسان د درک وسیله نه ده، د تفسیر وسیله ده. تجربې، یادونه احساسات او کلتور د سترګو پهٔ لید اغېز کوي. » پهٔ تیاتر سینما کې د یو اداکار تمثیل پنځوس فیصده سترګې بشپړوي.
د سترګو د ښکلا معیار پهٔ ټولنو کې فرق کوي. پهٔ لویدیځه نړۍ ( امریکا، اروپا…) کې شنې، ابي، د سترګو تېز رنګ… د ښکلا معیار بالهٔ شي.
پهٔ ختیز( جاپان، چین، کوریا…) کې کوچنۍ او نرمې سترګې ښکلې وي. پهٔ عربو، ایران، ترکیه… کې بیا لویې بادامي، نصواري… سترګې ښکلې ګڼل کېږي.
زما یادېږي چې کله بهٔ ادې نظر را ماتاوهٔ، دوه د اور خلي بهٔ یې ولګول. لهٔ سر بهٔ یې راګرځول. « د تورو سترګو، د برګو سترګو، د شنو سترګو، د سپینو سترګو، د خړو سترګو… نظر مات. » د بد نظر لپاره د ماشوم پهٔ تندي د رنجو خال اېښودل کېدهٔ. فولکلورونه هم فرق کوي، هندوان د بد نظر علاج پهٔ کجل کوي. د سترګو پهٔ فولکلوریک علاج کې بهٔ مو سترګو ته خاشه ولوېده، ټوکر بهٔ مو پرې کېښودهٔ، او ویل بهٔ مو: « کهٔ لوټه یې اوبهٔ شه، کهٔ خلی یې مرغهٔ شه. »
ښکلا پرستان وايي: « ښکلا پهٔ سترګو کې ده. » بله ډله وايي: « نه، ښکلا پهٔ شاوخوا او شیانو کې ده. »
نقل دی چې: « کله چې قیس مجنون شو او صحرا ته ولاړ، د وخت پاچا حکم وکړ چې لیلا دربار ته راولي، کله چې یې لیلا راوسته او پاچا ولیده، نو پاچا پهٔ حیرانۍ ترې وپوښتل چې: هغه لیلا تهٔ یې، چې قیس یې مجنون کړ؟
لیلا د هو ځواب ورکړ.
پاچا وویل چې: تهٔ نو کله دومره ښایسته یې؟
لیلا پهٔ ځواب کې ور ته وویل چې: کهٔ تهٔ هم د قیس پهٔ سترګو را ته وګورې، نو لېونی بهٔ شې. »
پهٔ پښتو کې متل دی چې « سترګې خپل باڼو نهٔ ویني. » لهٔ دې متل هم د هغهٔ متل اصداق کېږي چې: « خپل عیب د ولیو منځ، د بل عیب د کلیو منځ. » داسې نور متلونه هم شته چې:
څنګه یې سترګې، همغسې یې سترغلۍ
***
کونډې چې سترګې توروې، مېړهٔ بهٔ وکړې
***
چې ژاړې لهٔ ړندې سترګې هم اوښکې ځي
یوه بله کلیوالي اصېلاح ده چې ډېر وخت مې د مېلمه پالنې پر وخت اورېدلې ده چې: « سترګې پهٔ بڼو نهٔ درنېږي. » دا اصطلاح پهٔ داسې وخت کې کارېږي چې یوڅوک خپل ګڼې، پهٔ خدمت کولو کې یې تکلف نه احساسوې.
سترګې د وجود حسینه برخه ده. د شاعرۍ ډېر کار چې لهٔ حسن او جمال سره وي، ځکه خو « سترګې» هم ډېرې پکې یادې شوې دي. البته لهٔ دیواني شاعرۍ مخکې سترګې فولکلوریک او وولسي ادب ته ننوتي دي. لکه پورته فولکلوریک مثالونه مو چې یاد کړل. پهٔ ټپو کې هم لولو:
سترګې مې ډېرې ولیدلې
زما د یار سترګې منګولې لګوینه
***
سترګې دې ښې دي چې وړې دي
کهٔ لږې غوټې وای خوړلی بهٔ دې ومه
***
سترګې دې بې اثره نهٔ دي
لکه د کوډو مرۍ برګې برګې دینه
کاروان صاحب خو یې د غزل ردیفونه بولي:
خوږې ملالې سترګې یې دي ښکلي ردیفونه
روان یې دي پهٔ ځان پسې د زړونو غزلونه
کله چې پهٔ هنر کې مضمون ډېر تکرار شي، او د شاعرۍ پهٔ صنعتونو کې یې د بېلابېلو تعبیرونو سره ولولو، پهٔ سمبول واوړي. مجسمه شاعرانه تابلو شي، چې هر رنګ او انداز یې لهٔ بېلو، بېلو ماناوو ډک وي. لکه سترګې چې د ښایست، مینې، راز، خاموشه ژبې… سمبول ګرځېدلی دی. خوشال بابا د سترګو ستایش کوي:
تورې سترګې ستا دي، اې زیبا نګارې مستې
تور نرګس شهلا دي، اې زیبا نګارې مستې
خوشال بابا
د حمید بابا پهٔ دې بیتونو کې د سترګو پهٔ جمال اعتراف دی، خو لهٔ دې جماله یې زړهٔ رېږدي، لکه خپله ورکه او بایلات چې پکې ویني:
چې پهٔ تورو سترګو تور رانجهٔ شي پورې
لهٔ یوې تورې بلا پاڅي سل نورې
تورې سترګې، تورې وروزې، تورې زلفې
دا همه تورې بلا دي ادم خورې
پهٔ روحانیت کې سترګې د روح د دنیا دروازه ده. سوفیان یې د معرفت وسیله بولي. حمزه بابا د همدې معرفت خبره کوي:
کله د یار سترګې زما داسې استقبال که
ما ته مستقبل او ماضي ښکلی لکه حال که
حمزه بابا
حمزه بابا پهٔ دې بیت کې د خپلو سترګو او حالات انځور پهٔ ېبعیت کې پیدا کړی دی، اسمان ښيي چې:
ګوره سترګې مې چې ډکې، ډکې کېږي
نوم د تګ پهٔ خولهٔ وانخلې باران راغی
د تسنیم پهٔ دې بیت کې د ارواپوهنې نظریه چې: « سترګې غږېږي، او هر حرکت یې مانا لري. » شاعرانه شوې ده چې:
دا نا اشنايي او مختصر ملاقات
سترګې ډېر څهٔ وايي کهٔ خولې چپ دي
تسنیم
د مضمون ډېر تکرار پهٔ کلیشه اوړي، خو لوی شاعران پهٔ کلیشو کې هم نوې خبرې مومي. لکه سایل صاحب چې د حالاتو سترګې ویني:
ولې د حالاتو د اور سترګې شوې اوبهٔ، اوبهٔ
لا خو پهٔ دې دشت کې یو د سرو ګلو ټل پاتې دی
سایل بل ځای وايي:
هغه یوه لېونۍ سرې سترګې یې دوه لېونۍ
څنګه مې خدای کړلې وژلو ته جوړه لېونۍ
د معاصر ادب د لوی شاعر دروېش دراني پهٔ دې بیت کې دغسې انځور ګورو، لکه د سترګو پورته کول چې مجسم شوي وي، لکه دروازه چې پرې را خلاصه شوې وي، او شاعر یې اور ته ور پورې وهلی وي:
مړې سترګې کړي را پور ته، بیا ځي پخپله لاره
ما پورې وهي اور ته، بیا ځي پخپله لاره
دروېش
پهٔ دې ټپه کې د (سترګو بدلول) د لوظ، اقرار او وعدې نه د تېرېدو پهٔ مانا اخلو:
پهٔ ما بهٔ کړی مېړهٔ پرېږدې
بیا بهٔ دې دا سترګې بدلې وي مینه
د حمزه بابا دا بیت، لکه د سترګو او ښایست لپاره د پښتنو او پښتون فطرت معیار چې را ته ښيي:
زهٔ برندې سترګې او شډله ځواني حسن ګڼم
نهٔ نرۍ ملا لکه ویښتهٔ، نهٔ ټیټې مړې سترګې
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.