ښاغلی اکاډيميسن پوهاند عبدالشکور رشاد د عبدالغفور خان زوی، د حاجی محمد اياز خان لمسی، د محمد جان خان کړوسی، د نيک محمد خان کوسی او د لکی صاحب خان کودی و چې په 1300 هجري شمسي کال د لړم د مياشتې په ديرشمه چې د ۱۹۲۱ عيسوي کال د نومبر د مياشتې څوارلسمې سره سمون لري د کندهار په ښار کې په يوه علمي او دينداره کورنۍ کې و زيږېد او دنيا ته ېې سترګې وغړولې۰
د پوهاند رشاد کورنۍ د پوهنې تر څنګ د سوداګرۍ په چارو بوخته وه او حاجې محمد اياز خان د کندهار يو بډای او شتمن سوداګر و او لکي صاحب خان د يو لک سکو خاوند او د احمدشاه بابا د لمسي شاه زمان خان خسر و۰
پوهاند علامه رشاد په قوم بابړ و او يو شمير ديني او عصري کتابونه ېې له خپل پلار څخه چې په څو ژبو پوهيده او مروج علوم ېې زده و زده کړل او خپلې لمړنۍ زده کړې ېې په1312 کال کې د کندهار په ښار کې وکړی او بيا ېې په خصوصي توګه خپل تحصيلات بشپړ کړل او په 1314 کال د ښونکي په توګه په دنده و ګمارل شو۰
پوهاند علامه رشاد ديارلس کلن و چې د پلار له سيوري بې برخې شو او د ژوند په ستړي سفر کې ېې خپل استاد، لارښود او ملاتړ له لاسه ورکړ۰
استاد رشاد تقريبا تر 1321 ه ش کال پورې د استادۍ سپېڅلې دنده پر مخ يوړله او د هېواد د بچيو په سالمه روزنه او پالنه کې ېې خپلې خولې توېې کړې۰
ښاغلي استاد د هېواد د ځوان کول ښوونې او روزنې ته په ډېر اهميت قايل و همدا لامل و چې له خپلې دندې سره ېې ځانګړې مينه درلوده او په ډېر اخلاص او شوق ېې د هېواد د ګلاليو بچيو د سالمې زده کړې او روزنې چارې پر مخ وړلې۰
ښاغلی رشاد په ۱۳۲۵ھ ش کال د کندهار د ښاروالۍ ټولنی د رئيس په توګه مقرر شو او په ۱۳۲۶ھ کال ېې د کندهار په ښاروالۍ کې د مرستيال په توګه اړونده چارې پرمخ يوړلې۰
استاد په پوره اخلاص او ايماندارۍ خپل مسوليتونه او اړونده چارې ترسره کولې او په دې اړه ېې هيڅ ډول سستي او تنبلي نه خوښېدله.
ارواښاد رشاد له ۱۳۲۷ھ شکال څخه تر ۱۳۳۴ھ شکال پوری په هند کې و، استاد په هند کې د يو لړ لوړو زده کړو تر څنګ په خپلو څېړنيز و چارو کې هم بوخت شو او د پښتو او پښتنو د ادب کلتور او تاريخ په برخو کې ېې د خپلې مطالعې او تحقيقاتو لړۍ جاري وساتله۰
درانه استاد له وخت څخه په استفادې سره له هغه لرغونو او باوري اثارو او قلمي نسخو څخه په ګټه اخيسو د خپلو څېړنو او تحقيقاتو لمن وغزوله او د علمي او تاريخي مقالو او کتابونو په ليکلو کې ېې د سرچينو په توګه وکارول.
ښاغلی رشاد په ۱۳۳۵ھ ش کال د پښتو ټولنی مسلکی غړی شو او تر څنګ ېې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د استادۍ چارې هم پر مخ وړلې۰
استاد په ۱۳۳۶ھ کال د پښتو ټولنی د ریاست مسلکی مرستيال شو او د خپل ماموريت په دې مهمه دوره کې ېې د پښتو ژبې او ادب د غنا او بډاينې د پاره د پام وړ او ډېر ارزښتناک کارونه او خدمتونه وکړل۰
پوهاند رشاد په شپږويشت کلنۍ کې د ويښ زلميانو د نهضت غړيتوب تر لاسه کړ او د سياست په ميدان کې ېې قدم کېښود۰
په ١٩٦١ م كال د پخواني شوروي اتحاد دسنت پيرزبورگ (پخوانى لينن گراد) دښار د ختيځ پېژندني د انستيتوت د پښتو ژبي د استاد په توگه روسېې ته ولاړ او هلته ېې دوه نيم کاله تېر کړل او په ياد انستيتوت کې ېې دنده تر سره کړه۰
ارواښاد رشاد په روسيه کې له دوه نيم کالو تېرولو وروسته بېرته خپل هېواد ته راستون شو او د کابل پوهنتون د استاد او بيا وروسته په نوموړي پوهنتون کې د ژبو ادبياتو او بشري علومو د پوهنځي د پښتو څانګې د مشرۍ مسوليتونه وروسپارل شول۰
علامه رشاد په ۱۹۷۴ ميلادي کال کې د پوهاند علمي رتبې ته ترفيع وکړه او په سوونو شاګردان ېې په ملي روحيه وروزل او د هغوی د علمي کچې په لوړولو او پالنه کې ېې فعاله ونډه واخيستله۰
استاد په ۱۹۷۸ م کال کې جبرا تقاعد او پر کور کښېنول شو خو بيا هم منلي استاد خپلې اړيکې له پوهنتونونو، علمي او ادبي کړيو او علومو اکاډمۍ سره ژوندۍ وساتلې او تر مرګه ېې خلک د علمې او ادبي فيوضاتو څخه بې برخې نکړل۰
استاد رشاد چې د پښتو ادب شپږم ځلاند او روښانه ستوری و د خپل ژوند په اوږدو کې ېې پښتو ژبې او ادب ته ډېر بې ساري او تلپاتي خدمتونه وکړل او د خپلو علمي څېړنو او سپړنو په برکت ېې خپله مورنۍ ژبه وپالله او د پښتو ادب په بډاينه او پرمختګ کې ېې د پام وړ او خورا ګټور کارونه وکړل۰
استاد د ښه او قوي نثر ليکلو تر څنګ خوږه او رنګينه شاعري هم کوله او د شعر او نثر په دواړو ميدانونو کې ېې په زړه پورې لاسته راوړنې درلودې او د پام وړ کارونه ېې وکړل.
د استاد د شعر ژبه ډېره خوږه او زړه ناستې وه او په اکثره شعرونو کې ېې د خپلې خاورې او ولس مينه له ورايه ځلېدله۰
ښاغلي رشاد د ولس د يوه ژمن ترجمان او لارښود په توګه هغه څه د خپل قلم نوکي ته وسپارل چې ولس ورته اړتيا درلوده او د يوه وطنپال او ملتپال شاعر او ليکوال په توګه ېې خپل ملي رسالت په ډېره موثره او اغېزمنه توګه ترسره کړ۰
پوهاند رشاد د خپلو خلکو او ولسونو د يووالي بيدارۍ او ويښتيا شعوري هڅې کولې او پښتون قام ېې د وخت او حالاتو په نزاکتونو پوهاوه او ټينګار ېې کاره چې پښتانه د غفلت خوبونه پرېږدي ځانونه په علم او پوهنه سينګار کړي او خپله مورنۍ ژبه د نړۍ د نورو علمي او پرمختلليو ژبو سياله کړي۰
پوهاند رشاد پښتو ژبې او ادب ته ډېر څه ورکړل او خپله مورنۍ ژبه ېې په لوړو علمي او څېړنيزو تخليقاتو او خورا ګټورو ادبي او فرهنګي اثارو سينګار او پسوللې کړه.
اکاډميسن استاد خپل قام او ولس ته کابو د يوې اکاډمۍ په اندازه کارونه او خدمتونه وکړل او د ژوند تر پايه ېې خپلو ادبي او علمي پنځونو او نوښتونو ته ادامه ورکړه او مونږ ېې د خپل احسان پوروړي کړو.
که د علامه رشاد د لوړ علمي او ادبي شخصيت, فرهنګي خدماتو او فعاليتونو
او پښتو ژبې او ادب ته د کار او زيار هرڅومره ستاينه او ځلونه شي بيا به هم کمه وي او استاد ېې مستحق او حقدار دی.
تمه ده چې د استاد مينه وال او د فکر او نظر د لارې لارويان او شاګردان به هيڅکله د استاد لار تشېدو ته نه پرېنږي, د هغه پر پل به ګامونه اخلي او د پښتو ژبې د پرمختګ پياوړتيا او پراختيا د پاره به خپلې هلې ځلې او کوښښونه جاري او ساري ساتي.
د لوی استاد نوم به تل د علمي او ادبي کړيو او پښتون ولس په ژړونو کې تاند او ژوندی وي او ټول به ېې له ارزښتمنو او ګټورو تاريخي او علمي اثارو څخه استفاده کوي.
د پوهاند علامه رشاد د شعر څو بېلګې:
د مرگ پيغام
مسته زرکه وم روزلې – د آزاد غره په لمن کی
نه می لومه وه ليدلې – نه په فکر د دښمن کی
ناخبره له دورانه – راښکاره ئې لمسون نه وو
د راغو پر خاوره لغښتم – ما ليدلی بېلتون نه وو
ما ويله تل به اوسم د همزولو په ټولۍ کی
خوشالی به می غونځېږی – د آزاد زړه په ځالۍ کی
طمعی راوستم دانې ته – هوس اړه کړم په لومه
حريت می اسارت شو – ژوند می شو د قفس شومه
بېله شومه له خپل سېله – نه همزولی نه وطن سته
اوس تپېږمه قفس کی – نه ها غر نه ها چمن سته
نه هغه خوږه اورشو سته – نه خبره په ښادۍ یم
واک می ووتیء له لاسه اوس د بل د لاس بندۍ یم
په تپش می وزر مات شی – چه هوس د الوتو کړم
د خپل حق په جرم زندۍ شم چه تلاښ د راوتو کړم
داومې طمعی له لاسه – را په پېڅه دا خواری شوه
چه می طوق د خپلی غاړی – دا زندۍ د زندګی شوه
چه می ژوند د غره را ياد شی – ژړاکو کی غلبلې کړم
زما ژړا د بل فرحت شی – بېدردۍ ذرې ذرې کړم
مړه د مور په نس کی ښه وم د ذلت زهيره نه وای
يا د دام په تار خفه وای – خو په ژوند اسیره مه وای
دا څه ژوند د بېلتانه دی – وزر تویه شوم قفس کی
زړه می وچاودی – له ګرومه – د آزاد غره په هوس کی
پر ما تېره شوه نيازمنو ! اوس به مرم په اسارت کی
د آزادو ژوندون ژوند دی – مرگ ئې هم دی په عزت کی
مه غولېږئ په بادامو – دا پستې نه دی فتنې دی
د آزاد غره وچی شګی – په زر واره تر دې ښې دی
دا وصيت می سبايوسه – د همجنسو واورشو ته
د ژوندون پر ډاگ چه ګرځیء – بايد ګورئ خپلو پښو ته
چه تېر نه وزئ د زړه څوکو، د دانو د پاسه دام دی
د صياد په مهر و مينه، غولېده د مرگ پيغام دی
چاړه اوستن
چا تحفه راوړه چاړه و شيخ فريد ته
شيخ چاړه بېرته وررد کړله مريد ته
ول چاړه مه راوړه ځکه چه پرېکړون کا
کې راوړې ستنی راوړه چه پيوستن کا
موږ راغلی يو چه بيا تازه دوستی کړو
دا مو کار نه دی چه جوړې جدايې کړو
موږ راغلی يو چه بيا مينی تودې کړو
زړونه پرې مينځو له خيرو وينی سرې کړو
په عالم کښی د ملک وکرو الفت بيا
او په زړونو کښی پیدا کړو محبت بيا
موږ راغلی يو چه عشق بېرته ژوندی کړو
د ناسوت چمن په مينه ګلالی کړو
زموږ قواوی بويه صرف شی ودانۍ ته
نه چه ملا وې مو تړلی وی ورانۍ ته
بویه ستنی شو چه پرې زړونه پيوند کړو
چړې نه شو چه خپل کار قطع گزند کړو
قسم
په سوو گرږو د فقيرانو
په تورو تپو د مسکينانو
په پټو لوږود کونډو رنډو
په مړامو اوښکو د يتيمانو
په سړو آهو د اسکېرلو
په اوږدو لاسو د سائلانو
په سر تور سرو د خواروزارو
به یبلو پوندو د بې وسانو
په لڅو ځېټو د پرکټيو
په څيرو ګرالبود د سيه ګانو
په بدو ورځو د افتاده وو
په تشو لاسو د ناتوانو
په سختو ژمو د بې توښه وو
په وږو ګېډو د بې وزلانو
په وچو شونډو د پوره وړوو
په کږو غاړو د محتاجانو
په کښتو سترگو د درمانده وو
په ماتو زامو د عاجزانو
په سو و ساو د کاريګرو
به ستړو تلو د مزدورانو
په ډکوز ړونو د ارمان جنو
په ماتو خواو د محرومانو
ستاسو قسم وه په دولت مستو !
لږ رحم وکړئ پر غريبانو
د پښتنو دا دروند مهربان او ستر بابا علامه رشاد د ١٣٨٣ هجري شمسي كال د لېندۍ د مياشتي پر يوولسمه (١١مه) نېټه، د چهارشنبې په ورځ د ماسپښين پر دوولس نيمو (١٢:٣٠) بجود زړه د ناروغۍ له امله د كابل په څلورسوه بستريز روغتون كي په ابدي خوب ويده شو او خپل روح ېې د کايناتو ستر خالق ته وسپاره۰
انا لله و اانا اليه راجعون
د پښتون بابا اروا دې ېې ښاده وي ځای ېې د فردوس جنت او پر ګور ېې نور, برکتونه او د ستر رب رحتونه شه.
ښاغلی پوهاند رشاد په پښتو سربېره په فارسی او اردو ژبو ښه پوهېده، او له انگرېزی، هندی او عربی ژبو څخه هم يي په اسانه ګټه اخيستلای شوه، په پښتو ژبه ېې ډېر ګټور او ارزښتمن مهم آثار ليکلي چې يو شمير ېې چاپ شوې، او يو زيات شمېر ېې لا تر دې دمه د چاپ په ګاڼه نه دي سينګار شوي.
چاپي اثار :
۱ – ملحد شاهي يا كمونيست شاهي، شعري ټولگه ده چي د ١٩٧٨ م كال د كودتا څخه تر ١٩٩٢ م كال پوري د وخت د حكومت د كړنو غندنه پكي سوې ده
۲ – تنظيم شاهي ، شعري ټولگه ده چي د ١٩٩٢م كال څخه تر ١٩٩٦ م كال پوري د هغه وخت د حالاتو ذكر پكي سوى دى ده
۳ – طالب شاهي ، شعري ټولگه ده، چي د طالبانو د حكومت وروسته چاپ شوې
۴ – لودي پښتانه په ٤٢٠ مخونو كي، د ١٩٥٨ م كال چاپ
۵ – ډهلي د پښتنو په وخت كي، سريزه، د ١٩٦٠ م كال چاپ
۶ – د ليو تولستوى درې نكلونه، (پښتو ژباړه) د ١٩٦١ م كال چاپ
۷ – د يولسم ټولگي پښتوقرائت ، د ١٩٦١ م كال چاپ
۸ – د دولسم ټولگي پښتوقرائت، د ١٩٦١ م كال چاپ
۹ – د امير خسرو دهلوي هندي شاعري، د ١٩٧٤ م كال چاپ
۱۰ – د خيرالبيان لغتونه، سريزه، په ١٢٢ مخونوكي، د ١٩٧٤ م كال چاپ
۱۱ – د خيرالبيان په سريزه كي درې مقالې، د ١٩٧٤ م كال چاپ
۱۲ – د دولت لواڼي د دېوان سريزه ، د ١٩٧٤ م كال چاپ
۱۳ – د واصل روښاني دېوان، سريزه او سمون، د ١٩٧٤ م كال چاپ
۱۴ – پاڼي ڼي، اښت ادهياى او په هغه كي پښتو كلمې، د ١٩٧٥ م كال چاپ
۱۵ – گيتانجلي (د رابندراناټ ټاگور اثر) د پښتو ژباړي سريزه، په ١٠٤ مخونو كي ، د ١٩٧٥ م كال چاپ
۱۶ – تاج (د رابندراناټ ټاگور اثر) د پښتو ژباړي سريزه، د ١٩٧٥ م كال چاپ
۱۷ – د گولډن شتت د فرهنگ سريزه، د ١٩٧٧ م كال چاپ
۱۸ – د گلشن روه سريزه په ١٩٢ مخونو كي، د ١٩٧٧ م كال چاپ
۱۹ – د احمدشاه بابا د پښتو اشعارو شرحه، سريزه او سمون، د ١٩٧٧ م كال چاپ
۲۰ – د احمدشاه بابا د دېوان غورچاڼ، د ١٩٧٨ م كال چاپ
21 بديع درسي كتاب ، د دارالمعلمين له پاره، د ١٩٨٠ م كال چاپ .
22 د ابن سينا مخارج الحروف پښتو ژباړه .
23 د پښتو تجويدونو تاريخچه په ٧٤ مخونو كي، د ١٩٨٠ م كال چاپ .
24 د پښتو اسماء الحسنى سريزه، د ١٩٨٠ م كال چاپ .
25 دڅمكنو ميا عمر، د ١٩٨١ م كال چاپ .
26 د حاجي جمعه باركزي د دېوان سريزه او لغتنامه، د ١٩٨٢ م كال چاپ .
27 پر افغانستان او بريتانوي هند باندي څو خبري، د ١٩٨٢ م كال چاپ .
28 د پټي خزانې فرهنگ، د ١٩٨٣ م كال چاپ .
29 در بارۀ ظفرنامۀ اكبري و ناظم آن، د ١٩٨٦ م كال چاپ .
30 د قصه خوانۍ خونړۍ پېښه، د ١٩٨٨ م كال چاپ .
31 لس مقالې، د ١٩٨٨ م كال چاپ .
32 سوبهاش چندرابوس، د ١٩٨٩ م كال چاپ .
33 د زړه ويني (شعري ټولگه)، د ١٩٩١ م كال چاپ .
34 د افغانستان بدي ورځي (شعري ټولگه)، د ١٩٩٤ م كال چاپ .
35 لولپه پېغله (شعري ټولگه) ، د ١٩٩٥ م كال چاپ .
36 كوروش خون آشام، ( پاړسي نظم) ، د ٢٠٠٠ م كال چاپ .
37 د پښتنو غميزه (شعري ټولگه)، د ٢٠٠١ م كال چاپ .
38 خښمېدلې امريكا (شعري ټولگه)، د ٢٠٠٢ م كال چاپ .
39 د واده كلى كربلا سو (شعري ټولگه) ، د ٢٠٠٣ م كال چاپ .
40 د تودو وينو حمام افغانستان سو (شعري ټولگه)، د ٢٠٠٣ م كال چاپ .
41 د افغانستان د تاريخي جغرافيې په اړه د علامه رشاد سره د مركو ټولگه، (لومړۍ برخه)، د ٢٠٠٤ م كال چاپ .
42 تېروتني (تاريخي او ادبي) لومړۍ برخه، د ٢٠٠٤ م كال چاپ .
43 بې لاسو ښځه (د ليو تولستوى د اثر ژباړه)، د ٢٠٠٤ م كال چاپ .
44 لوى احمدشاه بابا د خلگو له نظره ، ( د افغانستان د اكاډيمۍ له خوا)، د ١٩٩١ م كال چاپ .
45 روڼې اوښكي (شعري ټولگه) په ١٢٠ مخونو كي، د ٢٠٠٥ م كال چاپ .
46 د گلانو گېډۍ (شعري ټولگه)، په ٤٦ مخونو كي، د ٢٠٠٥ م كال چاپ .
47 د بېنوا ياد، په ٤٥ مخونو كي ، د ٢٠٠٥ م كال چاپ .
48 ادبي نثرونه، په ٦١ مخونو كي ، د ٢٠٠٥ م كال چاپ .
49 د كارنامو مېرمني، په ٦٨ مخونو كي ، د ٢٠٠٥ م كال چاپ .
50 نصاب الصبيان، سريزه، ١٩٨٢ م كال چاپ .
51 فوايد فقيرالله، لغتنامه او تعليقات، ١٩٨٠ م كال چاپ .
52 د پښتو – جاپاني قاموس په باب .
53 د حيات افغاني د پښتو ژباړي تصحيح، تحشيه او تعليقات.
54 د حالنامې سريزه، تعليقات او لغتنامه .
55 د پټي خزانې عروضي اړخ .
56 د تاريخ سياح مسيحي كتنه او نظر .
57 د زمانشاه او سلطان ټيپو سريزه .
58 پښتانه شعراء (دريم ټوك) د ٢٧ شاعرانو د احوالو او اثارو پېژندنه، تصحيح او تنقيح .
59 د ملاعبدالباقي د تبيين الواجبات سريزه .
ناچاپ اثار:
. پښتانه شعراء په اردو ژبه كي ، په دغه اثر كي هغه پښتانه معرفي سوي دي چي په اردو ژبه يې شعرونه ويلي دي، په دغه اثر كي (٣٨٣) تنه شاعران راغلي دي ، ٨٥٠ مخونه لري .
. پښتانه شعراء په پاړسي ژبه كي ، په دغه اثر كي هغه پښتانه معرفي سوي دي چي په پاړسي ژبه يې شاعري كړې ده ، په دغه اثر كي (٢٠٠) تنه شاعران معرفي سوي دي ، ٧٠ مخونه لري .
. غالب جنگ غازي نواب احمدخان بنگښ او د هغه كورنۍ، ١٩٠ مخونه لري.
. آيا؟ په دغه اثر كي هغه تېروتني او تېر ايستني په گوته سوي چي هغه په پښتو او پاړسي ادبياتو او تاريخ كي د پاملرني وړ دي ، ٥٠٠ مخونه لري .
. د قومو او قبيلو په باب ياداښتونه، ٦٧٠ مخونه لري .
. مستشرقين، په دغه اثر كي (٢٠٠) تنه ختيځ پوهان چي د افغانستان، پښتو او پاړسي ژبو په باب يې څېړني كړي ، معرفي سوي دي ، ٥٤٠ مخونه لري .
. امين الملك گل محمدخان غورياخېل بابړ او د هغه كورنۍ چي د استاد له نيكونو څخه دى ، ٢٤٠ مخونه لري .
. ملي قهرمان غازي محمداكبرخان ، ٢٣٠ مخونه لري .
. سوري پښتانه، ٤٠٠ مخونه لري .
. د كندهار د مدرسو تدريسي نصاب، ٤٠٠ مخونه لري .
. حضرت ابوبكر صديق، ٢٣٠ مخونه لري .
. په زړه پاړسي ، پهلوي او اويستا كي پښتو كلمې، (د پوهنتون د ماسټرۍ په نصاب كي شامل اثر) ٣٨٠ مخونه لري .
. د كندهار زيارتونه، ٧٠٠ مخونه لري .
. ادبي قاموس، دغه اثر شپږ ټوكه دى ، لومړى ټوك (١٢٠٠) مخونه، دوهم ټوك (٦٣٠) مخونه، دريم ټوك (١٢٥٠) مخونه، څلورم ټوك (٦٠٠) مخونه، پنځم ټوك (٦٥٠) مخونه او شپږم ټوك (١٢٠) مخونه لري .
. پښتانه مصنفين، دغه اثر درې ټوكه دى، لومړى ټوك (١٠٠٠) مخونه، دوهم ټوك (٧٦٠) مخونه او دريم ټوك (٥٨٠) مخونه لري .
. جغرافيايي ياداښتونه، دغه اثر دوه ټوكه دى ، لومړى ټوك (٨٠٠) مخونه او دوهم ټوك (٣٦٠) مخونه لري .
. د كندهار تاريخي ياداښتونه، دغه اثر دوه ټوكه دى ، په لومړي ټوك كي مخكي تر مغلو حالات بيان سوي دي او (٩٧٠) مخونه لري او په دوهم ټوك كي وروسته تر مغلو حالات بيان سوي دي چي (١٠٤٠) مخونه لري .
. د احمدشاهي عصر نوميالي، دغه اثر هم دوه ټوكه دى، لومړى ټوك (٥٠٠)مخونه لري او دا برخه د احمدشاهي شاهنامې د تعليقاتو په نامه راغلې ده . دوهم ټوك (٤٢٠) مخونه لري چي په دې برخه كي له احمدشاهي شاهنامې پرته د نورو نومياليو ذكر راغلى دى .
. پښتانه مشاهير، درې ټوكه دى ، لومړى ټوك (١٥٠) مخونه ، دوهم ټوك (٢٠٠) مخونه او دريم ټوك يې تر لاس لاندي و لږ ليكل سوى دى .
. د طريقت شجرې ، د هغو طريقو په باب چي په افغانستان او پښتنو كي مشهوري دي ، ٢٠٠ مخونه لري .
. نسبي شجرې، دغه شجرې پنځه ټوكه دي، لومړى ټوك په هندوستان كي د پښتنو نوابيو او نامتو كورنيو په اړه دى، (٢٧٠) مخونه لري، دوهم ټوك د سدوزو پاچاهانو، شهزاده گانو او سردارانو په اړه دى ، (٩٠) مخونه لري، دريم ټوك د محمدزيو پاچاهانو ، شهزاده گانو او سردارانو په اړه دى، (١٨٥) مخونه لري ، څلورم او پنځم ټوكونه د پښتنو قومو او قبيلو په اړه عمومي شجرې دي، چي څلورم ټوك (٣٢٠) مخونه او پنځم ټوك (١٢٠) مخونه لري .
. سل متله په اوو ژبو، دغه اثر په څلورو ټوكونو كي دپښتو، پاړسي عربي، انگريزي، روسي، اردو او تركي ژبو ورته متلونه راوړي دي .
. ٢٠٠٠ دوه زره روسي متله په پښتو ژبه ، دغه اثر څلور ټوكه دى، لومړى ټوك (٣٦٥) مخونه ، دوهم ټوك (٤٥٠) مخونه، دريم ټوك (٤٢٠) مخونه او څلورم ټوك (٤٢٥) مخونه لري .
. د خوشال فرهنگ، دغه اثر اووه ټوكه دى، لومړى ټوك طب نامه (٤٠٠) مخونه، دوهم ټوك بازنامه (٢٦٠) مخونه، دريم ټوك رباعيات او قطعات (٢٨٠) مخونه، څلورم ټوك دستارنامه (٤٨٠) مخونه، پنځم ټوك غزليات او قصايد (٥٢٠) مخونه، شپږم ټوك غزليات او قصايد (٣٢٠) مخونه، اووم ټوك غزليات او قصايد (٣٦٠) مخونه لري .
. د پټي خزانې فرهنگ، دوهم ټوك، (٤٠٠) مخونه لري .
. د گلشن روه لغتنامه ، (٨٠٠) مخونه لري .
. نواب حافظ رحمت خان بړيڅى او د هغه كورنۍ (د افغانستان د علومو اكاډيمۍ له خوا تر چاپ لاندي دى) .
. د فرهنگونو په باب، په دغه اثر كي هغه ټول فرهنگونه چي په ختيځ كي ليكل سوي ، معرفي سوي دي ، ترتيب يې په لاندي ډول دى :
پښتو فرهنگونه (د الفبا په ترتيب).
پاړسي فرهنگونه (د الفبا په ترتيب).
عربي فرهنگونه (د الفبا په ترتيب).
تركي فرهنگونه (د الفبا په ترتيب).
هندي فرهنگونه (د الفبا په ترتيب).
. بديع، (٧٥٠) مخونه لري .
. بيان، (٥٠٠) مخونه لري .
. قافيه، (٦٥٠) مخونه لري .
. عروض، دغه اثر څلور ټوكه دى، لومړى ټوك (١١٣٠) مخونه، دوهم ټوك (٣٦٨) مخونه ، دريم ټوك (٤٤٠) مخونه او څلورم ټوك (۹٥) مخونه لري.
. معاني، (٦٥٠) مخونه لري .
. نقد، د پښتو، پاړسي ، او عربي ادبياتو په تاريخي او علمي برخو كي، (٥٠٠) مخونه لري .
. مكتبي قاموس، په دغه اثر كي د ښوونځيو د كتابونو(٦٠٠٠) لغاتونه تشريح سوي دي .
. په گلشن روه كي د بابو جان منتخبات نثر نه دى، (د پوهاندۍ اثر) ٢٤٠ مخونه لري .
. لاله، (شعري ټولگه)، (١٥٠) مخونه لري .
. چاپ سوي څلوېښت حديثه .
. د محبت نغمې، (شعري ټولگه)، (١٥٠) مخونه لري .
. نيم ديد، (شعري ټولگه) .
. د شعرونو پنځه ټولگي، لومړۍ ټولگه (٦٢) مخونه، دوهمه ټولگه (٥٠) مخونه، دريمه ټولگه (١٢٦) مخونه، څلورمه ټولگه (٦٢) مخونه او پنځمه ټولگه (١٨٠) مخونه لري .
. شمس الكفات خواجۀ بزرگ احمد بن حسن ميمندي، ، (١٠٥) مخونه لري ، (نيمگړى اثر) .
. شهيد سردار محمدداود، ١٨٠ مخونه لري ، (نيمگړى اثر) .
. امان الله شاه غازي .
. (١٠٠) زاړه لغاتونه .
. د سنسكريت ژبي گرامر، (٧٤٠) مخونه لري .
. د جاپاني ژبي گرامر او معلومات، دغه اثر دوه ټوكه دى، لومړى ټوك (١٣٠) مخونه او دوهم ټوك (١٦٥) مخونه لري .
. د روسي ژبي گرامر، دغه اثر هم دوه ټوكه دى، لومړى ټوك (١٦٠) مخونه او دوهم ټوك (١٧٠) مخونه لري .
. په پښتو كي مناظرې، (٧٥) مخونه لري.
. الفنامې، (٨٥) مخونه لري.
. د پښتو نظم عروضي سيستم، (٤٥٠) مخونه لري .
. په پښتو كي د نظم ډولونه، (٢٩٠) مخونه لري .
. سبك پېژندنه، (٢٠٠) مخونه لري .
. د ډورن په پښتو ډكشنري كي تېروتني .
. تېروتني او تېر ايستني، په پښتو، دري او عربي كتابونو كي .
. پښتو نكلونه او پښتو كيسې .
. ځيني ادبي خبري، (٢٠٠) مخونه لري .
. د جاپان سفرنامه (يون ليك)، (٩٠) مخونه لري .
. د امريكا سفرنامه (يون ليك)، (١٠٠) مخونه لري .
. د يمن سفرنامه (يون ليك)، (١٣٥) مخونه لري .
. بړيڅي پښتانه، (١٢٠) مخونه لري .
. غازي ايوب خان، (نيمگړى اثر) .
. برمكيان، (٢٢) مخونه لري (نيمگړى اثر) .
. زړه پاړسي (فـُـرس قديم)، (٥٠) مخونه لري .
. د سوسيالوجۍ په اړه ياداښتونه، (١٢٠) مخونه لري .
. پښتانه شعراء په عربي ژبه كي، (نيمگړى اثر) .
. د پښتو كتابو كاتبان، (١٢٠) مخونه لري .
. تعليقات ، (٦٠) مخونه لري .
. سرياني قصيده، (٤٠) مخونه لري .
. د خوشال خان ياد، (١٠٠) مخونه لري .
. عربي گرامر، (١٢٠) مخونه لري .
. شيخ قاسم سليماني، (١٢٠) مخونه لري .
. د تحفه القاسمي په اړه نيمگړې ليكنه .
. دخوستي، تڼي، گوربزي لهجو ځيني كلمات .
. رقوم نويسي .
. پنځه كتابونه د مختلفو ياداښتونو، (٦٠٠) مخونه لري .
. د محاربۀ كابل په اړه نيمگړي تعليقات .
. پردي دودونه، (٢٠) د مخونه لري .
. د فوايد دعوا لغتونه، (١٥٠) مخونه لري .
. وحدة الوجود، (٤٠) مخونه لري
سرچينې:
۱ – عبدالروف بېنوا، اوسنی ليکوال » – لومړی ټوک
۲ – د محترم مرحوم علامه عبدالشكور رشاد د تلين په مناسبت ( د ژوند لنډيز ) ډاکټر طارق رشاد
۳- د پوهاند علامه رشاد لنډ ژوند ليک شمس الله ارين
۴- د ويکيپېډيا، وړيا پوهنغونډ له خوا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.