بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم امابعد :
اسلام په خپل لوړ کردار، پاک عمل او روښانو دلائلو سره پر نړۍ اثر کړی او د حقانيت له برکته يې په ټوله نړۍ کې پراخ نفوذ موندلی دی .
په اوسنۍ زمانه کې د اسلام حقانيت يوازي يو فکري او نظري بحث نه دی چې په فکر او استدلال سره ثابت شي، بلکې په ننۍ زمانه کې يې حقانيت په نړۍ کې په سترګو معلومېږي .
همدا وجه ده چې د عيسويانو او يهوديانو بېشمېره کليساوي او عبادتخانې په مسجدونو بدلي شولې او اسلام په امريکا، اروپا او د نړۍ په ډېرو کُفري هيوادونو کې تر ټولو چټک خپرېدونکی دين دی .
او دا پرمختګ يوازي د اسلام حقانيت، قوي دلائل او د فطري حقيقتونو نتيجه ده .
د ساينس په پرمختګ سره نړۍ ته دا ثابته شوه چې د اسلام هر حُکم پر ځای، له حکمت څخه ډک اود واقعيت سره موافق دی .
پخوا به کافرانو ډېر اعتراضونه پر اسلام کول او پر مسلمانانو به يې خنداګاني کولې، خو نن هغوی پر خپلو هغو اعتراضونو خاندي او پرې شرمېږي د کومو له امله چې چې د دوی مشرانو پر مسلمانانو خندل .
د بېلګي په توګه د اسلام په اړه د دوی يو پخوانی اعتراض دا وو چې ويل به يې : دا مسلمانان داسي ساده ګان دي: دوی په دې باور دي چې جبريل – عليه السلام – د نبي – صلی الله عليه وسلم – سينه چاک کړه، زړه يې ترې را وايست، بيا يې د زمزم په اوبو پرېمينځی، او بېرته يې په سينه کې ور کېښود او ژوندی پاته شو !!
دوی به ويل چې انسان د زړه په ايستل کېدو ضرور مري، ژوندی نه شي پاته کېدلی !!
خو کله چې د زړه اپرېشن ايجاد شو، نړۍ ته ثابته شوه چې ډاکټران له چا زړه وباسي، بېرته يې ور واچوي او تر اپرېشن وروسته بيا هم ژوندی پاته وي .
په دې سره د دوی د اعتراض جواب راغی .
بل اعتراض يې دا وو چې مسلمانانو عقيده لرله چې نبي – عليه السلام – د معراج په شپه له مکې څخه بيتُ المقدس ته لاړ، بيا له هغه ځايه اسمانو ته وخېژول شو، بېرته په هماغه شپه کې کور ته راستون شو !!
نو کافرانو به اعتراض دا کوی چې دومره اوږد سفر په يوه شپه کې نامُمکن دی !!
خو کله چې برق ( برېښنا ) ايجاد شوه، چې په يوه ثانيه کي په لکونو کيلوميټره مزل کوي، همدا راز نور د جديدي ټيکنالوژۍ پرمختګ او سُرعت لرونکو نظامونو، راکټونو او فضايي شټلونو ايجاد د دوی اعتراض د خندا وړ وګرزوی .
نو د اسلام حقانيت اوس دومره ښکاره او واضح دی چې د ليدو لپاره يې صرف انصاف او انابت ته اړتيا ده او کوم کسان چې اوس هم ايمان نه راوړي، نو لامل يې يوازي له سرټمبګۍ،تعصب او ازلي بدمرغۍ پرته بل څه نه دی .
و صلی الله علی نبينا محمد وعلی آله و صحبه اجمعين
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.