د يوه او بل سره د مرستې کولو اهميت

ليکوال: مولوي عصمت الله عزام

180

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده و نصلي علی رسوله الکريم امابعد :

د اسلام مبارک دين يو کامل او مکمل دين دی چې د انسان د ژوند په هره  برخه کي يې  لارښووني موجودي دي، د کومو په عملي کولو کې چې د دين او دُنيا دواړو بری او کاميابي نغښتی دی .

اسلام يوازې د اوداسه، لمانځه، روژې او ځينو عبادتونو نوم نه دی، بلکې داسلام مبارک دين د انسان د عقيدې، اخلاقو، او ټولنيز تعامل يو بشپړ قانون دی .

په همدې مُبارک دين کي  يو مُهم رکن، د دين د پيروانو تر منځ د يوه او  بل سره  مرسته کول دي .

الله – سُبحانه و تعالی – فرمايلي دي :  وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (المائدة : ۲)

ژباړه : او تاسو د يوه او بل سره په نېکۍ او پرهېزګارۍ کې مرسته وکړئ، او د يوه او بل سره په ګناه او ظلم کې مرسته مه کوئ، او الله – تعالی – څخه و وېرېږئ، بې شکه الله ډېر سخت عذاب ور کوونکی دی !!

په دې آيت مبارک کي د مسلمانانو لپاره يو قانون بيان شوی چي دوی بايد د يوه او بل سره په کارونو کې مرسته وکړي او د ظلم، ګناه او فساد په کارونو کې دي د يوه او بل سره مرسته نه کوي .

له دې مُبارک آيت څخه دا هم معلومه شوه چي د مسلمان مسئوليت يوازي د ځان په اړه نه دی،چې دا فکر وکړي چې د بل چا د ښو او بدو سره کار نه لرم، خپل لمونځ او اودس کوم،  بلکي د نورو خلګو سره هم تعلق لري چې يو يې دا دی چې د خير او تقوی په کارو کې به د نورو سره مرسته کوي .

نبي – صلی الله عليه و سلم – فرمايلي دي :

إِنَّ الْمُؤْمِنَ لِلْمُؤْمِنِ كَالْبُنْيَانِ، يَشُدُّ بَعْضُهُ بَعْضًا وَشَبَّكَ أَصَابِعَهُ
(بخاري او مسلم)

ژباړه : مؤمن د بل مؤمن لپاره د يوې ودانۍ په څېر دی، چې يوه برخه يې بله برخه ټينګوي، او ( نبي – عليه السلام – د خلګو د پوهولو لپاره ) خپلې ګوتې سره ونښلولې !!
په دې حديث کې د اسلامي ټولنې انځور د يوې ودانۍ په بڼه وړاندې شوی. لکه څرنګه چې د ودانۍ يوه خښته بله ټينګوي ، همدا راز مسلمان هم بايد د يوه او بل داسي مرسته او ملاتړ وکړي  چې د يوه او بل د ټينګولو او کلکولو لامل شي .

په بل حديث کې راغلي دي :

عَنِ النُّعْمَانِ بْنِ بَشِيرٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِى تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى ».( رواه البخاري و مسلم )

ژباړه : له حضرت نعمان بن بشير – رضي الله عنه – څخه روايت دی چې رسول الله – صلی الله عليه و سلم – وفرمايل : د مؤمنانو مثال د يوه او بل سره په مينې، شفقت او پر يوه او بل په زړه‌سوې کې د يوه بدن په څېر دی؛ چې کله د بدن کوم غړی ناروغ شي، ټول بدن په بې خوبۍ او تبه کې د هغه  سره ملګري کېږي !!

دې حديث کې د مسلمانانو تر منځ د يووالي، غمخوارۍ او ګډ مسئوليت اهميت تشريح شوی دی .

مسلمانان بايد په ستونزو او پرېشانيو کې  د يوه او بل سره  مرسته وکړي .

په بل حديث کې راغلي دي : وَاللَّهُ فِى عَوْنِ الْعَبْدِ مَا كَانَ الْعَبْدُ فِى عَوْنِ أَخِيْهِ ( مسلم شریف)

ژباړه : الله تعالی تر هغه د بنده په مرسته کې وي، تر څو چې بنده د خپل ورور په مرسته کې (بوخت ) وي !!

له دې حديث څخه د يوه او بل سره د مرستي کولو ډېره لويه ګټه معلومېږي او هغه دا چې دا د الله تعالی د مرستي او کومک لامل دی .

نو د افسوز خبره دا ده چې ځيني ديندار خلګ دا فکر کوي چي بس پنځه وخته لمونځ کوه، نور څه ته ضرورت نشته، دا د کاميابۍ لپاره پوره عمل دی .

په داسي حال کې چې اسلام زموږ څخه دا غواړي چې د عبادت ترڅنګ بايد مسلمان د مسلمان سره په غم کې شريک شي او يوازي يې پرېنږدي .

که دا اسلامي اصول عملي شي، نو مسلمانه ټولنه به له ډېرو مشکلاتو او پرېشانيو خلاصه شي .

او مسلمان به په صحيح معنی مسلمان جوړ شوی وي .

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و صحبه اجمعين .

آيا د روژې د مياشتي زيری ور کول ثواب لري؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.