امیندوارۍ د یوې مور په ژوند کې تر ټولو نازک، خو تر ټولو خوږ پړاو دی. په دې موده کې د مور بدن نه یوازې د خپل ځان لپاره کار کوي، بلکې د یوه نوي ژوند د جوړېدو بنسټ هم ږدي. د ماشوم د روغتیا بنسټیزې برخې د امیندوارۍ په لومړیو اونیو کې جوړېږي، هماغه وخت چې مور لا کله ناکله د امیندوارۍ خبر هم نه وي.
د همدې لپاره ډاکټران ټینګار کوي چې هره ښځه باید د امیندوارۍ له پیل مخکې او د امیندوارۍ په لومړنیو دریو میاشتو کې هره ورځ یو ګولۍ فولیک اسید واخلي. فولیک اسید (یا فولیټ) هغه ویټامین دی چې د جنین د دماغ او ملا تیر د سالم جوړېدو لپاره ډېر مهم رول لري.
ولې فولیک اسید مهم دی؟
کله چې فولیک اسید په بدن کې کم شي، د جنین د عصبي سیسټم د جوړېدو بهیر سم نه ترسره کېږي. د دې نیمګړتیا پایله د “نیورال ټیوب تشوشات” یا NTD په نوم یادېږي. په دې حالت کې ماشوم کېدای شي د لاندې جدي ستونزو سره وزېږي:
• د ملا تیر نیمګړی تړل کېدل (Spina bifida)
• د دماغ د یوې برخې نه جوړېدل (Anencephaly)
• د وخت نه مخکې زیږون
• د وزن کمښت
• د فزیکي معیوبیتونو احتمال
#د NTD لرونکي ماشومان د ژوند له لومړیو ورځو سره سم له ګڼو صحي ستونزو سره مخ وي، او مور او پلار یې له سختو اندیښنو څخه تېرېږي. خو ښه خبر دا دی چې د دې ستونزو ډېرې برخې په بشپړ ډول د فولیک اسید په منظم استعمال سره مخنیوی کېدای شي.
څوک باید فولیک اسید واخلي؟
• هره ښځه چې غواړي امیندواره شي
• هغه ښځې چې د نیت پرته امیندواره کېږي (ځکه ډېر وخت د امیندوارۍ په لومړیو اونیو کې مور خبر نه وي)
• هغه امیندوارې ښځې چې د امیندوارۍ درې میاشتې لومړنۍ تېروي
حتی هغه ښځې چې لا امیندواره نه دي، خو د راتلونکي لپاره پلان لري، باید فولیک اسید واخلي، ځکه چې د جنین د دماغ لومړنۍ برخې د امیندوارۍ په لومړیو ۲۸ ورځو کې جوړېږي.
#فولیک اسید څنګه او څومره وخورو؟
په عمومي ډول ډاکټران امیندوارو ښځو ته ۴۰۰ مایکروګرامه فولیک اسید د ورځې یو ځل توصیه کوي. خو که ښځې مخکې ورته ستونزې لرلې وي یا ډاکټر ځانګړې مشوره ورکړي، د مقدار زیاتېدو اړتیا هم پیدا کېدای شي.
(یادونه: د دقیق مقدار لپاره تل د خپل ډاکټر مشوره ضروري ده.)
ولې موږ باید دا موضوع ډېرو ښځو ته ورسولو؟
ځکه زرګونه میندې د فولیک اسید په اهمیت نه پوهېږي. ډېرې ښځې یوازې هغه وخت له دې معلوماتو خبرېږي چې وخت لا تېر شوی وي. که موږ دغه ساده خو مهمه خبره خپلې میندې، خویندې، خورلڼې او ملګرې ته ورسولو، کېدای شي د یوه ماشوم ژوند وژغورل شي او د یوې مور زړه له لوی غم څخه خوندي وي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.