د امیندوارۍ له منځه تګ (د حمل ضایع کېدل)
د امیندوارۍ له منځه تګ هغه وخت وي، چې ماشوم د امیندوارۍ له شلمې (۲۰مې) اونۍ مخکې مړ شي یا له بدن څخه ووځي. دا یوه ډېره عامه ستونزه ده چې ډېری ښځې یې لږ تر لږه یو ځل تجربه کوي.
ډولونه
1. د امیندوارۍ د ختمېدو ګواښ :لږ وینه بهېږي، خو د رحم خوله تړلې وي. ماشوم لا ژوندی وي او امیندوارۍ ممکن دوام وکړي.
2. نهځغمل کېدونکی ختمېدنه:وینه بهېږي او د رحم خوله خلاصه ده. امیندوارۍ نور نه شي ژغورل کېدی.یعنې ماشوم له منځه ځي
3. نیمګړی ختمېدنه:د ماشوم یا جفت ځینې ټوټې لا په رحم کې پاتې وي.
4. بشپړه ختمېدنه:ټول نسجونه بهر وتلي وي او رحم خالي وي.
5. ورک شوی ختمېدنه:ماشوم مړ شوی وي، خو وینه لا نه وي بهېدلې.
6. عفوني (د میکروب له امله) ختمېدنه:امیندوارۍ ختمه شوې وي او رحم یا وینه میکروب نیولی وي.
عام لاملونه
• د ماشوم د جوړېدو په وخت کې د ژنتيکي ستونزې
• هورموني ستونزې، لکه د پروجېسټېرون کمښت
• انتانات، لکه د رحم یا ادرار د لارې ناروغي((لکه د TORCH انتانات، د ادرار یا د رحم انتانونه)
• مزمنې ناروغۍ، لکه شکر یا د تایرایډ ناروغي
• د رحم جوړښت ستونزې (فایبرویډ، پرده یا دیوال لرل)
• بد عادتونه: سګریټ، الکول، مخدره مواد، یا سخت فشار
• ټپ یا زهري موادو ته تماس
#نښې نښانې
• د اندام له لارې وینه یا د وینې داغونه
• د نس یا شا دردونه
• د نسجونو یا ټوټو وتل
• د امیندوارۍ نښې کمېدل (لکه زړه بدوالی یا د سینو درد کمېدل)
تشخیص
• د ډاکټر معاینه، د رحم د خولې د حالت معلومول
• الټراساونډ (U/S) د ماشوم د زړه درزا یا حالت لیدل
• د وینې ازموینه (hCG) – که کچه راټیټه شي، دا د ختمېدو نښه ده
درملنه
• که یوازې ګواښ وي: استراحت، د جنسي اړیکې نهکول، د ډاکټر څارنه، کله ناکله د پروجېسټېرون درمل یی بهتره لاره ده
• که نیمګړی وي: د میزوپروستول ګولۍ یا د رحم پاکول (D&C).
• که ماشوم مړ شوی وي او لا نه وي وتلی: میزوپروستول یا جراحي پاکول.
• که انتان وي: د رګ له لارې درمل (انټيبیوټیکونه) + د رحم پاکول یی ضروري دي
له ختمېدو وروسته پاملرنه
• که ډېره وینه یا بد بوی وي، ژر ډاکټر ته لاړ شئ
• ښه استراحت وکړئ او کافي اوبه وڅښئ
• د کورنۍ او ملګرو ملاتړ – غم کول عادي خبره ده.
• د ډاکټر په سلا، له ۱ تر ۳ میاشتې وروسته د امیندوارۍ هڅه کول مناسب دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.