زغرې او لښکرې

محمد اسمعیل یون

173

منمه چې دا خلک دلته یو بل سره وران دي
خو ستا په رقابت کې په یوه لاره روان دي

خبر یمه چې زغرې او لښکرې درسره دي
خو دلته ډېر سرونه تولې شوي په بیابان دي

پرون چې څوک په زغرده دغه کلي ته راغلي
نن ټولو غوږ نیولی ، توبه ایستي پښېمان دي

چې سر یې له اسمان سره واهه له تکبره
دې خلکو پرې شمېرلي بیا هم ستوري د اسمان دي

په کلي کې خو رنګارنګ وګړي استوګن وي
خو کلي کې ځایونه بیا ضرور په نوم د خان دي

دا څو کلونه کېږي چې زړې بګوې مستې
دا څو کلونه کېږي په هر لوري کې لېوان دي

جانانه څو خالونه دي پر مخ باندې ښایسته دي
جانانه څو خالونه دې ښکلا ته په تاوان دي

شډل دي ، که پډل دي ،که ساده دي که سرزوري
رښتیا که درته وایم پښتانه راباندې ګران دي

یو وخت به د انارو او انګورو پاچاهي وي
لیدلي مې په خوب کې یو څو ستوري د رحمان دي

رښتیا رښتیا خبرې په دې ستوغه زندګۍ کې
رښتیا که درته وایم یونه ښې درته په زیان دي .
۳۰/۷/۱۴۰۴

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.