دا خلک چا سره دي؟

اسمعیل یون

121

کله له ما ، کله له تا ، کله له چا سره دي
دا خلک نه دي ، دا له خپلې مدعا سره دي

یو وخت به راشي میکده کې به ساقي سره وي
دا ذاهدان چې نن مسجد کې له ملا سره دي

ما دی تللی د رقیب او جانان دواړو ایمان
ښه په مزه روان د وخت له تقاضا سره دي

چې یې د وخت پاچا ، د ذکر ، فکر وړ ګڼلو
هغه اوس ټول د وخت له دې نوي پاچا سره دي

اوس په تیارو کې څوک د غلا لپاره هوډ نه کوي
اوس غله هوښیار دي اوس د عقل له رڼا سره دي

نه یم هندو ، نه نصارا او نه یهود لوټلی
هغوی کړم لوټ چې یې کارونه لا الا سره دي

خدایه پرده مې د دنیا له شرمخانو وکړې
ته خو پوهېږې چې مې ټول رازونه تاسره دي

زموږ د ژوند او دنیا واک اوس له هغو سره دی
چې فکر ، ذکر یې تړلي له عقبا سره دي

خوله مې له تړمو اوبو ډکه ده نو څه به وایم
کنه جانانه څه رازونه دې له ما سره دي ؟

کله ویده په کې ملک ، کله بې نومه سړی
کلی زموږ دی خو چاپۍ یې امریکا سره دي

ته خو خبر یې خدایه دومره موږه هم خبر کړه
چې دا دینپالي څومره تا، څومره دنیا سره دي؟

نن مې فقط د یار د څو رنګونو ذکر وکړ
نورې خبرې خو بیا وروسته له بیا بېا سره دي.

۲۹/۵/۱۴۰۴

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.