د تېرې شپې زلزلې له امله په نهو ولایتونو کې برېښنا پرې شوې ده

47

د طالبانو د برېښنا شرکت عمومي ریاست خبر ورکړی، چې د هېواد په شمالي ولایتونو کې د تېرې شپې وېجاړونکې زلزلې له امله د کابل په ګډون د هېواد په نهو ولایتونو کې له ازبکستان او تاجکستان وارداتي برېښنا پرې شوې ده.

دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سمنګان ولایت له خلم ولسوالۍ تر د بغلان ولایت مرکز پلخمري پورې دوو ځایونو کې د وارداتي برېښنا مزي پرچاو شوي دي.

د برېښنا شرکت عمومي ریاست زیاتوي، چې د دغې پرچاوۍ له لامله پر بغلان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، غزني، لوګر، پکتیا او میدان وردګ ولایتونو په بشپړ ډول وارداتي برېښنا پرې شوې ده.

دې شرکت دغه راز ویلي، د دوی تخنیکي ټیم سیمې ته رسېدلی او تر اوسه د برېښنا پر نښلولو نه دي بریالي شوي؛ خو هڅه کوي چې دا ستونزه ژر حل کړي.

د هېواد په شمالي ولایتونو کې د تېرې شپې زورورې زلزلې له لامله په بلخ او سمنګان ولایتونو څه د پاسه شل تنه مړه او شااوخوا ۳۲۰ نور ټپیان شوي او ځايي خلکو ته یې درانه مالي زیانونه ور اړولي دي.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.