د طالبانو او پاکستان خبرې اترې په استانبول کې د اوربند د دوام پر هوکړې پای ته ورسېدې

129
د طالبانو او پاکستان خبرې اترې په استانبول کې د اوربند د دوام پر هوکړې پای ته ورسېدې
د افغانستان د طالبانو د حکومت او د پاکستان تر منځ څو ورځنۍ خبرې اترې، چې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب په استانبول کې ترسره شوې، د اوربند د دوام او د سولې د بهیر د راتلونکو پړاوونو د ټاکلو پر هوکړې پای ته ورسېدې.
دغه ناستې د اکتوبر له ۲۵مې تر ۳۰مې نېټې پورې دوام وکړ. د ناستو اساسي هدف د هغه اوربند پیاوړتیا وه، چې له دې وړاندې د اکتوبر په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه په دوحه کې د همدې منځګړو هېوادونو په حضور کې د طالبانو او د پاکستان د چارواکو تر منځ رامنځته شوی و.
د څلورو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې، چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې، ویل شوي چې ټولې خواوې د اوربند د دوام پر سر سلا شوې دي، او د پلي کېدو جزییات به د لوړې کچې په غونډه کې، چې د نومبر په ۶مه نېټه په استانبول کې ترسره کېږي، وروستي شي.
په اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې اړخونه د داسې یو د څارنې او د سرغړونکي د مجازاتو میکانېزم په جوړولو هوکړې ته رسېدلي دي، څو د سولې د ساتنې ډاډ ترلاسه شي.
په همدې مهال، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په جلا اعلامیه کې ویلي، چې د دوی حکومت د خپلې اصولي تګلارې له مخې هڅه کوي، ټولې ستونزې د دیپلوماسۍ او تفاهم له لارې حل کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي، طالبان د خپلو نورو ګاونډیانو په څېر له پاکستان سره د مثبتو او د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکو غوښتونکي دي، او پر اصلونو لکه په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې او د یو بل د نه ګواښلو ټینګار کوي.
د طالبانو په وینا، د استانبول خبرې اترې، چې یو پېچلی بهیر و، د دې پرېکړې سره پای ته ورسېدې چې دواړه خواوې به بېرته سره وګوري او د پاتې موضوعاتو په اړه به بحث ته دوام ورکړي.
د سیاسي شنونکي دا خبرې اترې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ د وروستیو کړکېچونو په کمېدو کې یو مهم ګام ګڼي. د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې دواړو هېوادونو یو بل د وسلوالو ډلو د پناه ورکولو او د سرحدي بریدونو تورن کړي.
ازادي رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.