مجاهد: افغانستان او پاکستان په «کامل او معناداره اوربند» هوکړه وکړه

61

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند وايي، په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت او پاکستان د استازو ترمنځ مذاکرات د یوې توافقنامې په لاسلیکولو سره پای ته ورسېدل او دواړو اړخونو پر «کامل او معنادار اوربند» هوکړه وکړه.

د اسلامي امارت ویاند ذبيح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «موږ دغې توافقنامې ته د رسېدو په لاره کې د وروڼو هېوادونو قطر او ترکیې له هڅو ستاینه او قدردانی کوو. د دوه اړخیزې توافقنامې له مخې دواړو خواوو سولې، یو بل ته پر احترام او د ګاونډیتوب ښو اړیکو ته پر ژمنتیا تاکید کړی.»

هغه زیاته کړې، دواړه غاړې د ډیالوګ له لارې د ستونزو او مسایلو د حل غوښتونکي دي او دواړو اړخونو پر «کامل او معنادار اوربند توافق وکړ.»

مجاهد وايي: «پرېکړه وشوه چې دواړه هېوادونه به یو د بل پر وړاندې د عداوت هيڅ عمل نه ترسره کوي او نه به د هغو ګروپونو د بریدونو ملاتړ کېږي چې د پاکستاني حکومت خلاف دي. دواړه طرفونه به د یو بل پر امنیتي ځواکونو، ملکي خلکو او تأسیساتو بریدونه نه کوي.»

هغه زیاته کړې چې په راتلونکي کې به د منځګړو هېوادونو په منځګړیتوب یو میکانیزم رامنځته کېږي چې دوه اړخیزې ادعاوې وڅېړي او توافقنامه عملي کړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.