د پاکستان پوځ کې یوه ځانګړې کړۍ د سیمې د بې‌ثباتۍ هڅې کوي

81

کابل – د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د پاکستان په پوځ کې یوه ځانګړې مخربه او استخباراتي کړۍ د سیمې د سولې، ثبات او متقابل اعتماد د له‌منځه وړلو لپاره کار کوي.

مجاهد د کابل په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړه، چې د پاکستان د پوځ دغه کړۍ نه یوازې د افغانستان پر وړاندې تبلیغاتي جګړه پر مخ وړي، بلکې د خپلو ناسمو سیاستونو له لارې هڅه کوي د پاکستان ولس ته د افغانستان په اړه منفي انځور وړاندې کړي او د دواړو ګاونډیو ملتونو تر منځ د بې‌باورۍ تخم وکري.

د هغه په وینا، پاکستان په نړیوالو سټیجونو او دپلوماتیکو غونډو کې د افغانستان په اړه دروغجن راپورونه او بې‌اساسه اندېښنې راپورته کوي، څو نړیواله افکار د خپلې ناکامې تګلارې پټولو ته اړ کړي.

مجاهد زیاته کړه:

“په پاکستاني پوځ کې یوه ځانګړې کړۍ ده چې د هېواد ولس یې هم یرغمل کړی، هڅه کوي ګاونډیان بې‌ثباته وساتي، د خپل تسلط دوام یقیني کړي او خپلو بهرنیو متحدینو ته د خپلې بقا ثبوت ورکړي. خو اوس وخت راغلی چې د پاکستان د دې کړۍ دسيسې رسوا شي او نړۍ ته د دوی رښتینی مخ ښکاره کړل شي.”

د اسلامي امارت ویاند وویل، افغانستان په اوسني پړاو کې د سیاسي ثبات، اقتصادي پرمختګ او سیمه‌ییزو اړیکو د پیاوړتیا پر لور روان دی، خو د پاکستان استخباراتي کړۍ دا پرمختګونه د ځان لپاره ګواښ ګڼي او هڅه کوي چې د شخړو او جګړو په پارولو سره د دواړو هېوادونو د شریفو ملتونو تر منځ دښمني او فاصلې زیاتې کړي.

مجاهد همدارنګه څرګنده کړه، چې د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د وروستیو نښتو پر مهال د پاکستاني پوځ پر پوستو د اسلامي امارت د ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، د دغو نښتو پر مهال د اسلامي امارت نُه سرتېري هم شهیدان شوي او ۱۸ نور ټپیان دي. د هغه په وینا، افغان ځواکونو د کرښې په اوږدو کې د پاکستاني لوري شاوخوا ۲۵ پوستې تر خپل کنټرول لاندې راوستي او د دغو پوستو ټول امکانات د اسلامي امارت ځواکونو لاسته ورغلي دي.

مجاهد وویل، افغانستان د سولې او ښه ګاونډیتوب پلوي دی، خو د هېواد ملي حاکمیت، سرحدي بشپړتیا او عزت د هېڅ بهرني فشار یا برید په وړاندې نه شي قرباني کولای. هغه له پاکستاني ولس څخه هم وغوښتل چې د خپل پوځ د ناسمو کړیو پر وړاندې غږ پورته کړي، ځکه د دغو کړیو کړنې د دواړو ملتونو د ګډې راتلونکې او سیمه‌ییز ثبات لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.