لکه چی خا ورې مې په خوله شوې
د جـانـان کـور نـه د سنـدرو غـږراځـیـنـه
د کرنخان کافره غږه
تللی جانان رایاوې، تباه دې کړمه
د پشکال په گرمۍ پوخ شې
څنگه دې ورانو دیوالو ته پرېښودمه
خدایه گنجی څڼیور نهکی
د فیسبوکپاڼې په عکسونو ډکوینه
د لنډیو د دې برخې لهپاره، دا نوې لنډۍ راټولې شوې دي:
جانانه زوړ نیکه دې مـړ شه
چې فاتحې ته یې درځم، ودېوینمه
ما وربښلی یی لالیه
که له ما ډېره مینه بل څوک درکوینه
د سپینېخولې زکات دې راکه
پر پیغلو نجونو باندې فرض دي زکاتونه
غماز دې خپله غمازي کړي
چې ستا کرم وي، غماز څه کولایشینه
د زړه په زور مې خندا وکړه
یار مې غلط کړ، ترینه پټ مې کړل غمونه
بېلتونه ښه سزا دې راکړه
يو ړنگدېوال دی، بله زه ورناستهيمه
په تومت مهشرمېږه یاره
په ښوځوانانو پسې تل وي تومتونه
لکه چی خا ورې مې په خوله شوې
د جـانـان کـور نـه د سنـدرو غـږراځـیـنـه
لالی دې خپله خوښه وکړي
که بلڅوک نه و، زه يې بيا په تمه يمه
زما دیدن ستا پۀ قسمت و
باد پرې بانه شو، ټیکری لاندې ولوېدنه
د پشکال په گرمۍ پوخ شې
څنگه دې ورانو دیوالو ته پرېښودمه
ورځه ـ ورځه پهکار مې نه یې
پر سپين ټـټـر باندې دې نور کوي خوبونه
څه په اباد ښار کې، اباد یوو
یودووته یاد یو، نورو واخیستل لاسونه
جانان خو بیا خطایي وکړه
لیونی شوی دی، په ما کبرکوینه
خدایه گنجی څڼیور نهکی
د فیسبوکپاڼې په عکسونو ډکوینه
د تا په زړه به ما ته څه وی
زه خو د خولې زاولې په ناز درنیمومه
بېلتون له هر چاسره مل دی
زۀ تنها نۀ یم چې گیلې ځنې کومه
سبا به ستا ایمان معلوم شي
پلار مې د سرسودا له بل سره کوینه
وارخطا کېـږهمه لالیه
زه دې ترڅنگه لکه غر ولاړهیمه
سترگې مې دوو نه څلور شوې
له کلي تلليخلک ولې نهراځینه
چې هرڅه شوي، له تا شوي
د تناره د سر برغولی شې بېلتونه
حجرې له وړکو نه خالي شوې
ټول مسافر شول، په پردي وطن کې دینه
احوال لرې، که خبردرکړم
لالیه ځـان پـه لـيـونـو حسـابهومـه
بېرته مې مهشړه نیمگړی
زۀ دې پۀ تمه د لیدو راغلی یمه
یا زلزله ده ځمکه خوځي
یا به جانان سترگو ته رپ ورکړیوینه
په انگریزي توپک مې وله
مرگ مې روا ده، په ورکړې میٔن یمه
دومره مې مهرټه جانانه
مرگ راپسې دی، بیا به وکړې ارمانونه
په سترگو روغ درته ښکارېـږم
تر زړه مې تاو دي د سرووینو څو ډندونه
پرديکورونه، دوزخونه
مجبوره نجونې پهکې عمرتېروینه
راځه، راځه وطن ته راسه
په غم ککړسې، پلار مې بل ته ورکوینه
له یاره زړه صبرول گران دي
پر دریابونو کرښې چا ایستلېدینه
ودېلیدم چې ټس مې درکړ
ته مې میٔن کړې، زه کراره کېناستمه
د جدايۍ اوله شپه ده
ده درد گولۍ ورته په لپو ـ لپو خورمه
د کرنخان کافره غږه
تللی جانان رایاوې، تباه دې کړمه
له ما نه خپل غمونه هېر دي
زه د جانان غمو په سر اخیستییمه
د کجاوې د غاړې گله
پرون تازه وې، نن دې مړه دي ډنډرونه
باران وریـږي، شال پرسر کړه
پیریان مې نیسي، چې لنده دې ووینمه
خبر مې واخله، کافر نهیم
کال مې پوره شو چې رنځور درپسېیمه
څه کال تر کاله بدتري ده
چې کال تیریـږي، بدرنگیـږي صورتونه
کلی دې ټول شاته ولاړ دی
لالیه بخت ته دې سوچونو وړېیمه
په نیـــمـه شپــــه باندې را نهشي
بابا ټوخیـږي، ابۍ نېغه ناسته وینه
څـه ليوني وخـتـونه تېـر شول
په نيمه شپه به د جانان کلې ته تلمه
په نيمه شپه هسې راياد شوې
هغه راغلی خوب مې بيا وتښتيدنۀ
د نیمې شپې راتگ دې ورک شه
سترگې مې پټې پټې کیـږي، خوب راځینه
په نیمه شپه بیداره اوسه
د بزگر لورې پلار دې بیا اوبو ته ځینه
په نیمهشپه خلک ویده شي
پر ما میلمه شي د شیرینوطن غمونه
د خپل میٔن ټپوس دې وکړه
په لپو ـ لپو گولۍ خوري، درپسې مرینه
په نیمه شپه دیدن ته راشه
خلک ويده وي، ستوري نه وایي حالونه
بېگا دې نیمه خولگۍ راکړه
ژبه مې سوځي، غاښ مې ټول ورژېدنه
د نیمې شپې راتگ دې ورک شه
د نیمې شپې ورک شوي چا موندلي دینه
په نیمه شپه مې ازار وکه
تاته مې نه که، یاره خپل ځان غرقه ومه
په نیمه شپه دې سلگۍ وکړې
یاره ناروغ یې، که نیستي دې ژړوینه
د چا په خیال خاطر کې نه یې
یوازې زه لیونی زړه درپسې خورمه
وعده دې وکړله، رانغلې
بېگا مې ټوله شپه نوکان خوړليدینه
سټو کنډوه، جگه سره
پر تا اوښتي وړکي بیا کله راځینه
لالي به څوک په خبر پوه کړي
د لار ملگري یې په بنگو روږديدینه
سترگې زما سترگو کې ځای که
سترگې مې ستا د سترگو ډیرې وږې دینه
جينۍ ولاړه په مانځه ده
پېرزو مې نهشي تور اوربل په خاورو ږدينه
په تورو سترگو مې ړنده کړې
چې جانان نهشته، زه یې ولې تورومه
خندا لۀ تاسره ښایـېـږي
ماته خوپروت کنډر وطن او ډېرغمونه
نوربیا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.