له پخلنځي تر بازاره؛ کندوز کې د یوې نوښت‌ګرې مېرمنې داستان

254

فاطمه نظامي هغه کندوزۍ مېرمن ده چې په ځانګړي ابتکار سره یې د خپلې کروندې کرنیز محصولات د ځان لپاره په یوه دوامدار کسب او کار بدل کړي.

هغې په دغه کار سره نه یوازې محلي تولیداتو ته معیاري بڼه وربښلې او خپل د عاید کچه یې لوړه کړې، بلکې نورو مېرمنو ته یې هم د انګېزې ورکولو زمینه برابره کړې.

فاطمې نظامي پیغلتوب کې د خپلې مور ترڅنګ د ترشي جوړولو چاره پرمخ وړله، خو هېڅکله یې داسې فکر نه‌وو کړی چې یوه ورځ به یې همدا هنر د دې د مالي خپلواکۍ او نوښت‌ګر کاروبار بنسټ ږدي.

هغې له ډېرې مطالعې او د اړوند ساحې له کارپوهانو سره تر مشورې وروسته، د خوراکي توکو د ساتنې یو شرکت جوړ کړ، خو هغه څه چې دې ته یې ټکان ورکړ او یوه ژوره هڅونه یې ددې  په وجود کې را پیدا کړه، خپله یې داسې بیانوي:

«له کرنې او سالمو خوړو سره د شخصي علاقې له مخې، زه تل دې فکر کې وم چې کرنیز محصولات دې یوازې په خامه بڼه بازار ته وړاندې نه‌شي، زموږ سیمه کې د کرنیزو محصولاتو تولید ډېر زیات دی، خو د ذخیره کولو او پروسس د امکاناتو د نشتوالي له امله یې یوه برخه له منځه ځي. همدې موضوع ماته دا انګېزه راکړه چې د ترشیو تولید ته مخه کړم، څو له یوې خوا د محصولاتو د ضایعاتو مخه ونیول شي، له بلې خوا د کاري فرصتونو زمینه برابره شي، او بالاخره خلکو ته یو سالم او باکیفیته محصول وړاندې شي.»

فاطمه د دې لپاره چې تازه محصولات په خپلو خواړو کې وکاروي، لومړني مواد یې مخامخ له کروندګرو او بڼوالانو اخلي چې ورسره محلي اقتصاد هم پیاوړی کیږي.

نوموړې د خپل ورځني کار له شپږو تر اتو ساعتونو وخت د محصولاتو مینځلو، بسته‌بندۍ او بیا یې بازارموندنې ته ځانګړی کوي چې د حاصلاتو راټولونې په موسم کې دغه کاري وخت تردې هم زیاتیږي، څو ژر د پروسس پړاو ته ورسیږي.

«زه خام مواد په مستقیم ډول له ځایي بزګرانو او باغ‌لرونکو څخه اخلم، څو هم د محصولاتو پر تازه‌والي او کیفیت ډاډ حاصل کړم او هم د کورنیو تولیدوونکو ملاتړ وشي. زموږ د خامو موادو د انتخاب اصلي معیارونه د محصول سلامت، ارګانیک‌‌والی او د حفظ الصحې اصولو ته پاملرنه ده. دا کار له یوې خوا د محصول خوند او کیفیت لوړوي او له بلې خوا د ځایي اقتصاد د پیاوړتیا لامل ګرځي. زه هره ورځ په اوسط ډول له شپږو تر اته ساعتونو پورې خپل وخت دې کار ته ځانګړی کوم چې پکې د خامو موادو چمتو کول، مینځل، ضدعفوني، پرې کول، بسته‌بندي او د خرڅلاو او بازار موندنې چارو تعقیبول شامل دي. د حاصلاتو د راټولولو په فصل کې دا وخت لا زیاتېږي.»

دغه نوښتګره مېرمن که څه هم د معیاري بسته‌بندۍ، وړ بازار ته د لاسرسي او د مناسبو وسایلو پېرلو په برخه کې د پانګې نه شتون سره مخ ده، خو هڅه کوي په سیمه‌ییزو نندارتونونو کې د ګډون له لارې وکولی شي له پلورنځیو سره مخامخ اړیکې ټینګې کړي.

«په دې کار کې تر ټولو لویه ننګونه د پلور بازار ته دوامداره لاسرسی او د معیاري بسته‌بندۍ نشتوالی دی. که څه هم د لوړ کیفیت‌لرونکي محصول تولید د کار تر ټولو مهمه برخه ده، خو پرته له مناسبې بسته‌بندۍ او اغېزمنې بازارموندنې، تر پیرودونکو د محصول رسول ډېر ستونزمن کېږي. د حاصلاتو د راټولولو په فصل کې د خامو موادو د اخیستو لپاره د پانګې برابرول او د عصري تجهیزاتو پېرل هم له جدي ننګونو څخه شمېرل کېږي. خو بیا هم هڅه کوو چې د مستقیمې بازارموندنې، د بسته‌بندۍ کیفیت ښه‌والي او له پلورنځیو او سیمه‌ییزو نندارتونونو سره د همکاریو له لارې، دا ستونزې تر ډېره بریده حل کړو.»

د فاطمې لپاره دغه کار یوازې د عاید لاسته راوړلو سرچینه نه‌ده، بلکې له خپلو محصولاتو څخه د ښه تولید په لرلو سره غواړي د خلکو رضایت په لاس راوړي، په ځان یې باور زیات شي او بازار ته معیاري توکي وړاندې کړي.

د دې په وینا، کارونه یې د نورو کلیوالو ښځو او کورنیو لپاره هم د الهام وړ ګرځیدلي.

د اغلې نظامي پیغام نورو مېرمنو ته هم ډېر ښکاره دی: «ټولو هغو مېرمنو ته چې غواړي خپل کوچنی کورنی کاروبار پیل کړي زما پیغام دا دی چې له خپلو نظریو ونه وېرېږي او که امکانات محدود هم وي، بیا هم پیل وکړي. هېڅ بریا په یوه شپه کې نه‌ترلاسه کېږي، خو د دوامدار زحمت، زده‌کړې او له فرصتونو د ګټې اخیستنې له لارې موخې ته رسېدل ممکن دي. تر ټولو مهمه دا ده چې پر خپلو وړتیاوو باور ولرئ، د نورو له تجربو زده‌کړه وکړئ او ګام پر ګام مخ ته ولاړ شئ. آن یو کوچنی کار هم کولی شي، د وخت په تېرېدو یوه لویه او دوامداره هڅه شي.»

فاطمه د خپلو کارونو د پرمختګ لپاره پرمختللو وسایلو، مسلکي روزنې، وړ بازارموندنې او بازارونو ته د اسانه لاسرسي اړتیا لري چې په دې برخو کې د مسوولو حکومتي او غیرحکومتي ادارو د ملاتړ غوښتنه کوي.

سلام وطندار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.