وایرلېس څه دی؟

عزت الله

214

وایرلېس Router یا Wi-Fi Router څه شی ده؟

وایرلېس Router یو نېټورک ډیوایس ده چې کولای شي انټرنېټ د مختلفو ډیوایسونو تر منځ هم په Wired او هم په Wireless بڼه شریک کړي، همدارنګه Wireless Router ته Wi-Fi Router هم ویل کیږي.
وایرلېس Router هم Wireless Router ده او هم Wireless Access Point ده یعنې یو ګډ ډیوایس ده چې په یو وخت کې دوه کارونه ترسره کولای شي.

وایرلېس روټر له ISP څخه انټرنېټ اخلي یعنې کله چې تاسې له ISP څخه د انټرنېټ کنکشن واخلی نو هغوی تاسې ته یو موډیم درکوي چې موډیم بیا له Wireless Router سره وصل کیږي او بیا وایرلېس روټر دغه انټرنېټ هم په Wireless او هم په Wired بڼې سره ستاسو په نېټورک کې له ډیوایسونو سره شریکوي.
وایرلېس روټر د DHCP خداماتو وړتیا لري چې ستاسو ډیوایسونو تر IP ادرس ورکوي چې په اکثر وایرلېس روټرو کې د DHCP خدامات له اول څخه یا By Default فعال وي یعنې ددې ضرورت نشته چې تاسې پکې Manual یا په خپله د DHCP خدامات فعال کړی.
په پورتنۍ برخه کې خبره داسې وشوه چې Wireless Router کولای شي په Wired شکل سره ستاسو په شبکه کې شته ډیوایسونو ته د انټرنېټ خدامات برابر کړي هغه داسې چې پکې څلور Ethernet پورټونه شتون لري چې تاسې کولای شی څلور ډیوایسونه ورسره په Wired شکل وصل کړی، او که چېرته غواړی چې نه باید ډېرو ډیوایسونو ته په Wired شکل سره د انټرنېټ خدامات ورکړي نو ددې لپاره یو TP کېبل راخلو یو سر يې د وایرلېس روټر په Ethernet پورټ کې Plug کوو او بل سر يې په یو سوېچ کې Plug کوو او بیا له سوېچ سره نور ډیوایسونه په Wired شکل یا د کېبل په واسطه وصل کوو چې په دې طرېقې سره کولای شي ډېرو ډیوایسونو ته د سوېچ په واسطه د انټرنېټ خدامات ورکړي.
او بله خبره دا وشوه چې Wireless Router یا Wi-Fi Router کولای شي په وایرلېس شکل سره ډېرو ډیوایسونه ته د انټرنېټ یا LAN کنکشن ورکړي هغه داسې چې په Wireless Router کې دننه یو وایرلېس Access Point جوړ شوی ده چې د Wi-Fi ټکنالوجۍ پر مټ کولای شي په وایرلېس شکل سره هم د انټرنېټ او هم د LAN کنکشن ورکړي.

د Wireless Router برخې
اول. WAN Port
ددې پورټ په واسطه کولای شو Wireless Router د ISP له موډیم سره وصل کړو تر څو Wireless روټر ته د انټرنېټ کنکشن راشي.

دوهم. LAN Ports
ددې پورټونو په واسطه کولای شو سوېچ، کمپیوټر، پرېنټر او داسې نور د کېبل په مرسته د وایرلېس روټر سره وصل کړو.

دریم. Power Port
یو پورټ ده چې په واسطه يې Wireless Router ته Power یا برق ورکولای شو.

څلورم. Wireless Antennas
د Wireless Antennas په واسطه Wireless Router د Wi-Fi سېګنال خپروي.

د Security مکانېزمونه
وایرلېس روټر مختلف امنیتي مېکانېزمونه لري چې په لاندې ډول دي.
اول. د وایرلېس کنکشن Encryption لپاره د Security Protocols درلودل لکه WPA2, WPA3

دوهم. د انټرنيتي بریدونو مخنیوي لپاره د فایروال فیچر لرل.

دریم. VPN Pass-through فیچر لرل
دا یو داسې فیچر ده په وایرلېس روټرو کې چې کله ستاسو په کور یا دفتر یو کس غواړي بیرونی یا بهر VPN سرور استفاده کړي نو د VPN Pass-through فیچر د VPN Tunnel له لارې ټول Traffics بغېر له Delay یا ځنډ له روټر څخه تیروي.

د Wireless Router او Wireless Access Point تر منځ توپیر
اول. په Wireless Router کې د DHCP خدامات فعالولی شو خو په Wireless Access Point کې يې نشو فعال کولای او نه Wireless Access Point دا حاصیت لري.
دوهم. Wireless Router د ISP څخه د انټرنېټ اخېستلو لپاره یو پورټ لري چې هغه ته WAN Port ویل کیږي، خو د WAN پورټ په Wireless Access Point کې شتون نه لري ځکه Wireless Access Point نشي کولای د ISP موډیم په واسطه د ISP څخه د انټرنېټ کنکشن واخلي.
دریم. په Wireless Router کې تاسې کولای شی د NAT خدامات فعال کړی یعنې د Natting وړتیا لري چې NAT ددې لپاره استعمالیږي تر څو Private IP د انټرڼېټ لپاره په Public IP بدله کړي، خو تاسې نشی کولای په Wireless Access Point کې NAT ترسره کړی، او Wireless Router له اول څخه یا By Default له PAT Nat څخه استفاده کوي او له اول څخه پکې فعال هم وي.
څلورم. Wireless Access Point نشي کولای مستقیم له ISP څخه انټرنېټ واخلي بلکې کله چې تاسې د انټرنېټ کنکشن Wireless Access Point ته راوړی نو ددې لپاره شرط Wireless Router ده.
پنځم. Wireless Router هم د انټرنېټ ویش لپاره، هم د Routing لپاره او هم د Wi-Fi سېګنال د خپرولو لپاره استعمالیږي، خو Wireless Access Point یوازې کولای شي د Wi-Fi سېګنال خپور کړي.
یادونه: Wireless Router او Wireless Access Point چې کوم سېګنال خپروي دې ته Wi-Fi ټکنالوجي یا Wi-Fi سېګنال ویل کیږي یعنې Wi-Fi یو ډول وایرلېس ټکنالوجي ده چې بیا به پرې راتلونکو درسونو کې بحث وکړو.
شپږم. Wireless Router یوازې د په کوچنیو دفاترو او شرکتونو کې استعمالیږي، خو Wireless Access Point بیا په لویو دفترونو او شرکتونو کې استعمالیږي.
اووم. وایرلېس روټر کې ټول پنځه پورټونه راځي خو په وایرلېس اکسېس پواینټ کې یو پورټ راځي او په ځینو کې دوه راځي چې یو پکې کنسول پورټ وي.
لاندې تصویر کې تاسې Wireless Router او یا Wi-Fi Router لیدلی شی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.