د هېواد د پخواني ولسمشر، ډاکتر نجیب الله مېرمن، فتانې نجیب د هغه د وژل کېدو د ۲۹م تلین په مناسبت یوه پیغام کې ویلي، چې د افغان ښځو او نجونو د مبارزې بریا حتمي او مسلمه ده.
فتانه نجیب زیاتوي، چې د افغان ښځو او میندو په اوږدمهالې مبارزې ویاړي او باور لري، چې د دوی هڅې د خپلو انساني حقونو د ترلاسه کولو لپاره یو نه ماتېدونکی حرکت دی.
فتانې نجیب په دغه پیغام کې د خپل مېړه، ډاکتر نجیب الله د یادونې ترڅنګ ویلي، چې هغه د سولې، ثبات، ټولنیز عدالت او د افغانانو د عزت د دفاع په لار کې تر وروستیو شېبو پورې په مېړانه ودرېد.
نوموړې زیاته کړې: “ډاکتر نجیب الله دې ته هم چمتو شو چې د سولې او ثبات د ټینګښت په موخه د ولسمشرۍ له مقامه په خپله خوښه تېر شي، څو خلک په خپله خوښه د ملي دودونو او عنعناتو په رڼا کې راتلونکی مشرتابه وټاکي.”
نجیب ټینګار کړی، چې د ډاکتر نجیب الله یادونه او خاطرې د هېواد په تاریخ کې تلپاتې پاتې دي او د هغه د سیاسي او ټولنیزو هڅو په اړه لسګونه رسالې په کور دننه او بهر خپرې شوې دي.
افغانان وايي، ډاکتر نجیب الله ۲۹ کاله وړاندې د طالبانو له خوا د کابل له سقوط وروسته لومړی ووژل شو او بیا د خپل ورور، جنرال شاپور احمدزي سره یو ځای په آریانا څلور لاره کې په دار وځړول شو.
اکثریت هېوادوال باور ښيي، چې پخوانی ولسمشر، ډاکتر نجیب د پاکستان په امر طالبانو وواژه.
د ډاکتر نجیب مېرمنې داسې مهال په هېواد کې د افغان مېرمنو او نجونو د تاریخ تر ټولو تیاره پړاو کې د بریا هیله ښودلې، چې طالبانو له ټولو افغانانو، په ځانګړې توګه له ښځو انساني او اسلامي حقونه اخیستي.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.