بلخ کې د نوري فایبر انترنت قطع شو

42

د بلخ محلي مسوولان وايي، د نوري فایبر انټرنټ د اسلامي امارت د مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده په فرمان قطع شوی.

د بلخ د والي ویاند عطاالله زید پر خپله اکس‌پاڼه لیکلي چې دغه اقدام له منکراتو څخه د مخنیوي په موخه شوی.

ورته وخت کې د بلخ یوشمېر اوسېدونکي هم وايي، تېرو دوو ورځو راهیسې مزارشریف ښار کې د کیبل او وای‌فای له لارې د دفترونو، شرکتونو او رهایشي کورونو انټرنټ بند شوی.

دوی وویل، دامهال یوازې د موبایل انتونونو له لارې د مخابراتي شبکو انټرنټ د لاسرسي وړ دی.

د بلخ ولایت اوسېدونکي زیاتوي چې د کیبلي او وای‌فای انټرنټ په قطع کېدو سره، کاري او ښوونیز بهیر له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.

سلام وطندار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.