د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د اسيا جام سياليو کې مهمه او د بنګله دېش لپاره برخلیک ټاکونکې لوبه د متحده عرب اماراتو په ابوظبۍ کې (سې شنبې ۱۶ سپټمبر) ترسره کېږي.
په اسيا جام سياليو کې د مخکې تګ لپاره دا لوبه د دواړو لوبډلو لپاره خورا مهمه ده. که بنګله دېش یې وبايلې بل پړاو ته د وتلو چانس له لاسه ورکوي، ځکه دوی مخکې د شري لنکا پر وړاندې ماته خوړلې ده.
که افغانستان یې وګټي بل پړاو ته به لار ومومي خو که بريالی نشي بايد په بله سيالۍ کې شري لنکا ته په لوی توپير ماته ورکړي.
ويل کېږي د ابوظبۍ وېشتنځای يا پېچونه تر ډېره د تېزو اچوونکو لپاره مناسب بلل کېږي او منډې هم پرې ډېرې کېږي. افغانستان خپله تېره لوبه له هانګ کانګ سره همدلته د شيخ زايد په لوبغالي کې ترسره کړه چې د ۹۴ منډو په توپير یې ګټلې وه.
افغانستان چې د راشد خان، مجيب ځدراڼ، نور احمد، غضنفر او محمد نبي په څېر د نړۍ په کچه تکړه سپېن توپ اچوونکي لري ښايي په ابوظبۍ کې هم ډېر اغېزمن ثابت شي. د افغان کرېکټ شنونکي وايي همدا د افغان لوبډلې پياوړی ټکی دی او باید د مخالفو لوبډلو پر وړاندې له همدې قوي نقطې کار واخيستل شي.
خو د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې روزونکي جانتن ټراټ له بنګله دېش سره له سيالۍ يوه ورځ مخکې خبري کنفرانس کې وويل، افغان لوبډله بايد په ټولو برخو یعنې توپ وهنه، توپ اچونه او ډګر ساتنه کې ښه ولوبېږي.
ښاغلي ټراټ وويل، افغان لوبغاړو ښه استراحت کړی او د راتلونکې سيالۍ لپاره بشپړ چمتو دي. نوموړي هيله څرګنده کړه افغانستان به په پوره کوښښ سره هڅه وکړي چې ښه ولوبېږي او بريا په خپل نامه کړي.
بنګله دېش چې خپله وروستۍ لوبه یې په ابوظبۍ کې شري لنکا ته په شپږو وېکټو بايللې وه تر ډېره پر تېزو بالرانو تکيه کوي چې دا ښايي د افغان لوبغاړو لپاره یو څه سرخوږی جوړ کړي.
که د افغانستان او بنګله دېش تر منځ لوبو ته وکتل شي تر دې مهاله دواړو لوبډلو ټولې ۱۲ نړيوالې شل اوریزې سيالۍ کړې دي چې ۷ افغانستان ګټلې او په پنځو کې بيا بنګله دېش بريا خپله کړې ده.
په نننۍ لوبه کې به ټاس یا پچه هم مهم رول ولوبوي. افغانستان تر ډېره لومړی توپ وهنه خوښوي او د هدف پوره کولو کې یې ريکارډ هغسې ښه نه دی. که بنګله دېش هم ټاس وګټي ښايي لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړي او افغان لوبډلې ته داسې هدف وټاکي چې پوره کول یې ګران وي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.