شنه غمي واله جلکۍ او زما د خيال نړۍ

ښکلا نور

54

د استاد پېرمحمد کاروان ناول مې ډېر په مینه ولوست. د غرځنۍ په څېر مې هغه شپه د خيال په نړۍ کې ډېر خوږ سفر درلود. زه د استاد کاروان د ناول ستايلو ته هېڅ الفاظ نه لرم، ځکه يوازې غواړم هغه خيالي او رېښتینی احساس ولیکم چې ما د مطالعې په وخت کې حس کړی دی. دا لوی شهکار مې هغه وخت ولوست، چې له حالاتو ډېره ستړې شوې وم. د جهالت په تيارو کې مې شاوخوا کتل، ګوندې څوک راپيدا شي چې په تيارو کې د هېلو شمعې بلې کړي او دا ناول هم داسې راته ښکاره شوه، لکه چې په تيارو کې شمعه بله کړې وي، چې دردمنو او غمجنو زړونو ته رڼا او د ژوند کې ښکلا خبروي.
د شپې يوه بجه وه، خوب نه راتلو. ډېره هڅه مې وکړه، خو خوب مې بېخي تښتېدلی و. تخت‌بام ته وختم. توره شپه خاموشه خاموشي، نری شمال او ښکلې هوا وه. خوند يې راکړ. د تل په څېر په کړکۍ کې کېناستم، چې ګوندې دا ارامه شپه زما نا آرام ذهن او زړه، چې ډېر ستړی، زخمي او د سرو وېنو ډک دی، لږ څه آرام کړي او د زړه سکون راکړي. سپوږمۍ ته مې وکتل، ګرده مرده وه، د سپينې رڼا پستې وړانګې يې زما پر سترګو لګيدې، په توره شپه کې یې زما سترګو ته رڼا راکوله. ته وا غوښتل یې دا نمجنې او ناهيلې سترګې په دې توره شپه کې د اميد د دوو ډېوو په څېر وځلېږي؛ خو زما دا کمزورې سترګې سمندرونه نه وو، چې هر غم او هره اندېښنه دې له ستوني تېره کړي او نه هم د هندارې په څېر وې، چې د سپوږمۍ رڼا منعکس کړې او بېرته ورغبرګه کړې وای. خو دا ښکلې سپوږمۍ نن رېښتيا راته د غرڅنۍ د شېدو د جام په څېر ښکاره شوه. د شېدو خوږ بوی مې حس کړ. دا لومړی ځل و، چې شېدو ته مې زړه وشو، چې کاش په په سر مې اړولې په غړنګه مې څښلې وای.
د (شنه غمي واله جلکۍ) کتاب مې يو ځل بيا راواخيست. وروستيو برخو ته يې رسېدلې وم، خو بېرته د سپوږمۍ دې نندارې دومره خوند راکړ، چې ومې غوښتل هغه صحنې بيا ولولم. بېرته مې هغه پاڼه را واړوله، په خوند مې ولوسته. او بیا مې د اسمان سپېنې سپوږمۍ ته وکتل. ته وا رېښتيا دا د خوشبویو شېدو جام دی که یې زه وڅښم، زړه به مې پرې روڼ شي او د سرو وېنو پر ځای به د اميد ډېوه پکې بله شي. سترګې مې پټې کړې، غوښتل مې د غرڅنۍ په څېر د خيال پر سپینو وزرو ځان د سپينو شيدو تر جامه ورسوم او هلته د غرڅنۍ د مور د کيسې هغه بله غرڅنۍ هم ووینم، چې د ظلم له ستړياوو او سختيو يې ځان د غره تر هغې لوړې څوکې رسولی و. خو نه پوهېږم ولې مې سترګو ته يوازې ناهيلۍ او د ژوند ستړياوې خنډ کېدې او رايادول يې چې تر هغه سپين جامه رسېدل څومره سخت او له درده ډک کار دی. د درد په اورېدو مې بدن لکه پاڼه له ډېرې وېرې ورېږدېده، ځکه زما بدن هسې هم دومره زخمي و چې نور يې د درېدو وس هم نه درلود.

د خيال په وزرو ووېرېدم او لکه څوک چې ځان ته غېږه ورکوي، داسې مې له ځان نه لاسونه راتاو کړل، چې هسې نه د خيال دا رنګينې وزرې مې هم څوک راته زخمي کړي. زه ګرمه نه وم، ځکه زما وزرې يې په سلګونه ځله زخمي کړې وې، زما هېلې يې په درنو او کلکو تېږو وېشتلې وې او د بدن زخمونه مې لا اوس هم تازه وو. ډارېدم چې هسې نه بيا لار رانه ورکه شي او خلک مې په کاڼو سپېنې وزرې زخمي کړي. سترګې مې له اوښکو ډکې شوې. په ژړا مې ناول په زړه پورې کلک ونیو، لکه زما د ژوند يوازېنۍ هېله، لکه کتاب چې زما وزرې وي. بېرته مې خلاص کړ، د غرڅنۍ د مور خبرې مې بيا ولوستې، چې خپل واړه ماشوم ته ويې:
ـ غرڅنۍ به لارې ګودرې په خپله پيدا کوي، ولې د مينې اخلاص او کلکې ارادې شربت مو پرې ونه څښل؟
بېرته مې په زړه کې د اميد چينه راوخوټېده، لکه دا ناول چې د مينې اخلاص او کلکې ارادې شربت وي او د سپېنې سپوږمۍ تر جامه مې رسوي. کتاب مې بيا کلک په غېږ کې ونيو، لکه وزرې مې چې پيدا شوې وي او په زړورتيا مې د الوت اراده وکړه. فکر مې وکړ چې زه هم غرڅنۍ يم. شاوخوا مې وکتل، لکه څنګه چې غرڅنې د لوی کور له دروازې په خپلو هېلو پسې راووته، زه هم د اندېښنو له نړۍ راووتم. لکه سپينه بازه، په خپلو هېلو پسې راپاڅېدم. د غرڅنۍ په څېر مې خپلې سپېنې وزرې وغوړولې، او په زړورتيا والوتم. د (شنه غمي واله جلکۍ) مې هماغسې کلکه په زړه پورې نيولې وه.
شاوخوا مې وکتل، لا له ځمکې ډېره نه وم پورته شوې. په توره شپه کې د سپوږمۍ رڼا ته غرونه، ونې، بوټي او لرې لرې سيندونه راته ښکارېدل. له خوشحالۍ د سپينو وزرو په جامو کې له ځمکې لرې، هوا کې تاوېدم را تاوېدم، لکه سپينه کوتره چې کلونه وروسته له تور زندان نه آزاده شوې وي. د (شنه غمې واله جلکۍ) مې په دواړه مخه ښکل کړه او يو ځل بيا مې ځمکې ته وکتل، دا لومړی ځل و، چې زه ځمکه له اسمانه وینم. خو نن ځمکه خړه او سپېره نه ښکارېده، بلکې له رڼاګانو ډکه وه، لکه سپين ستوري واړه او روښانه څراغونه پکې ځلېدل او ماته يې د غرڅنۍ په څېر زما د بري دعايه سرود په خوږ او نرم غږ وايه.
ځمکه زخمي نه وه، خندانه راته ښکارېده، لکه (شنه غمي واله جلکۍ) يې چې ليدلې او بېرته له سره رغېدلې وي. غرونو ته مې وکتل، خو دا ځل د پخوا په څېر دردمن او زخمي نه وو، بلکې په شنو ونو پټ وو او خدا زده څومره مرغانو به پکې آرامه او خوشحاله ژوند کاوه، لکه غرونو او ځنګلونو هم چې (شنه غمي واله جلکۍ) وزرې لوستې وي. شنو ونو به راته خپل نازک او شنه لاسونه خوځول او ماته به يې په شنه موسکا کتل.
د خپل لاس غمي والا ګوتمۍ ته مې وکتل. زما د ګوتمۍ رنګ سور و، خو نن راته د شنه غمي والا جلکۍ د ګوتمۍ په څېر شين ښکاره شو. خپله ګوتمۍ خوږه راباندې ولګېده. داسې ښکارېده لکه د شنه طبيعت شين رنګ چې پرې لګيدلی وي او د سپوږمۍ رڼا ته به شنه وځلېده.

اه، دا ځمکه داسې نه وه! دا ځمکه بدله شوې، ډېره بدله شوې. په ټوله ځمکه د (شنه غمي واله جلکۍ) لکه په سره غرمه سوړ سیوری داسې غوړېدلې. هره ونه په نڅا وه. د ځمکې هر څه ما ته په موسکا راکتل او سلامي راته ولاړ وو، حيرانه شوم، چې دا ولې؟ خو چې پام مې شو، د (شنه غمي واله جلکۍ) راسره وه.
اوس مې نو وېره، ډار، زخمونه، درد او ماتې هېلې ټول ورو ورو په جوړېدو وو او دې ښکلي طبيعت زه لا قوي کولم، چې د غره تر لوړو څوکو ځان ورسوم. په ټوله ځمکه زما د هڅولو نرمه او ارامبخشه موسيقي خپره وه. ما هم نور تلوار ونه کړ، الوت ته مې ملا وتړله، او د غره تر هااغه لوړېڅوکې والوتم او د سپوږمۍ د سپين او خوشبویو شيدو جام ته مې ځان ورساوه.
هلته مې هغه تصوير ژوندی په خپلو سترګو وليد چې د (شنه غمي واله جلکۍ)په رنګيونو وزرو کې مې ليدلی و. ما د سپوږمۍ په جام کې سپېنې او خوږې شېدې وڅښلې او بيا د غرڅنۍ تر څنګ په يوه ښکلې او هوسا فضا کې بې غمه، بې درده او بې ډاره او له کړاوونو لرې ويده شوم.
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.