کاروان صيب په خوږو ګوتو او شيرين قلم دې برکتونه

احسان الله درمل

46

داسې عظيم شهکار دې ليکلی چې په در، در يې وژړولم او په کټ کټ يې وخندولم، روح او زړه مې له يوه عجيب روحاني کيفه لبرېز دي. زړه مې د کيف، درد او هيلو په مشترکو اوښکو داسې لوند دی لکه د سپوږمۍ جام چې د غرڅنۍ په شيدو لوند وي.

ما چې ستاسو کتاب ته عظيم شهکار ووايه، هسې تشه خبره نه کوم. شهکارونه هغه مهال پنځېږي چې د انسان اروا، د طبعيت روح او د انساني ټولنې لوړې ژورې د يوه ښکلي او متناسب معجون غوندې سره يو ځای شي. دا ناول همداسې يو معجون دی.

په دې کتاب کې له خدای، وطن او خلکو سره ستاسو بې الايشه مينه او خلوص په داسې کمال انځور شوي دي، چې تردې ښه يې امکان نه درلود.

په عين حال کې دا ناول عجيب رواني او فلسفي کشش لري، چې هم د لوستونکي د اروا له هندارې غُبار صفا کوي او هم يې د لويو هيلو او ارمانونو د تصويرونو لپاره تياروي.

له دې ناوله د طبیعت ژبه زده کوو؛ لکه د پاولو کوېلو کيمياګر چې يې رازده کوي. د خپلو غريبو خلکو او ولس د زړونو، ارمانونو، خيالونو او طبيعي ژوند ننداره راباندې کوي. که د غرڅنۍ کورنۍ د وطن سيمبول وبولو او د هغوی ښکلی کلی وطن وبولو، نو ناول راته وايي چې خپل لوی وطن هم په مينه او حکمت ابادولای شو. البته د دې ابادۍ لپاره د نرو او ښځو هاغسې هماهنګي اړينه ده؛ لکه د غرڅنۍ او نور جمال روحاني تړاو.

لوی اثار پېچلی ساختمان لري، هوبهو د انسان د جسم او اروا غوندې پېچلی، لوی اثار نه لکه فلسفه يوازې عقل ته مخاطب وي، نه لکه سوچه هُنر يوازې خيال ته خبرې کوي او نه لکه ساينس يوازې زموږ له شعور او منطق سره کار لري. واقعي شهکارونه د انسان د شعور ټولې برخې سېرابوي، پاسته روحاني پيغامونه يې روح نازوي؛ خيال پاروونکې ژبه او تصويرونه يې د تخيل تنده ماتوي او پټ – پټ فکري پيغامونه يې د انسان فکر پاروي. په دې ناول کې دا ټول کمالونه شته او باور لرم چې د واقعي لوستونکيو د ذهن او اروا هيڅ برخه او څانګه به تږې نه پرېږدي.

باور لرم که يې د ترجمه کولو او فلم کولو توان پيدا کړو، جهان به د افغانانو عرفاني، هُنري، فلسفي او فکري ظرفيت ته سلامونه وکړي.
مينه
ا- درمل
۶/۸/۲۵
المان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.