د لنډیو اصلي منابع خلک دي
اتهلسمهبرخه
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۴۱مهبرخه
په زړه مې خپل وطن وریـږي
لکه د زاڼو قلقلې پسې کومه
په بل وطن مې پېرزو نه یې
که د بادشاه په شان دې ژوند وي ورک دې شینه
موږ د ناښاد وطن بچي یوو
په موږ اوس ښاد دي د پردېو وطنونه
لکه تل عبدالعزیز نایٔبي بیا مهرباني کړې او یو شمېر لنډۍ یې رالېږلې دي چې دلته بیا مننه ورنه کوم. د لنډیو په پیل کې یې داسې راته لیکلي دي:
ګران استاده سلامونه احترامات ومنه!
هیله ده چې روغ رمټ او خوشحاله وې.
استاده! دا څو لنډۍ مې په دې موده کې راټولې کړې دي، که تاسو ته نوې ښکاري نو د لنډیو اړونده لیکنو کې مو ورڅخه ګټه اخیستلی شئ، زه یې د فیسبوک له ملګرو سره شریکوم.
له ښاغلي نایبي بیا مننه او زه به یې له رالېږلږ لنډیو څخه نوې لنډۍ له تاسو درنو لوستونکو سره شرېکې کړم:
په تا دې هېڅ نه کېـږي یاره
په ما دې وشي د ډالرو بارانونه
په اخرت به جانان غواړم
چې نه پښتو وي، نه د خلکو پېغورونه
په ما دې ډیرې لوبې وکړې
د بېوسۍ ژوندونه یاد به دې ساتمه
په زړه مې خپل وطن وریـږي
لکه د زاڼو قلقلې پسې کومه
په تور ماښام دې کډې لاړې
توره تیاره وه ومې نه کړل دیدنونه
په بل وطن مې پېرزو نه یې
که د بادشاه په شان دې ژوند وي ورک دې شینه
جانانه ستا پېغور یې راکړ
خښته مې واخیسته خو خلکو ونېومه
جانان وړوکی مسافر شو
چا به پېغور د غریبۍ ورکړی وینه
ما په شپیلک لالی مئین کړ
اوس یې د کلي نجونې ټولې بوغوینه
ما وې زه ستا، ته به زما شې
نصیب مو خوار وو ملامته درته یمه
ما چې د مینې ورته ووېل
جینۍ غوسه شوه په څپلۍ یې وویشتمه
موږ د ناښاد وطن بچي یوو
په موږ اوس ښاد دي د پردېو وطنونه
مینه دې نه ده بې شرمي ده
په هر کنډو کې دې نیولي وي بریتونه
د قسمتونو ویش شروع و
ما لیوني کچکول چپه نیولیونه
د جانان بد، د ولو منځ دی
هله به یې وینم چې مې سترگې شاته شینه
د کلي شا ته رنځور پروت دی
که ما ورپرېـږدی په دیدن یې رغومه
د رغېدو خبرې پرېـږده
د ړنگېدو ورځې نېـږدې دي وران به شمه
د وطن رنگ ورپسې خړ دی
گلان، گلان وړکي سفر ته تللي دینه
د پېغلتوب په خوند پوه نه شوم
پلار مې غریب و زما ډیر و ارمانونه
د یار مې چاودې، چاودې شونډې
چې ورته گورم خپلې شونډې وچیچمه
د کلي ټولې حجرې تشې
ځوانان په شلو وطنو اوښتي دینه
د مازدیگر زیـړیه لمره
زیـړې شُغلې دې ورک جانان رایادوینه
د کوټې ور مې راټکیـږي
جانانه ته یې که پېریان راغلي دینه
هغه چې پیغله شوه واده شوه
زه چې زلمی شوم مسافر له وطن شومه
هر مازدیگر خلک دیدن کړي
زه مازدیگر کې زنگېدلی کور ته ځمه
هغه ډارن لالي ته وایه
زما په سر به دې څوک نه حلالوینه
استاده خیر دی ما کامیاب که
زه نالایقه د جانان د لاسه یمه
یار بل وطن کې مسافر دی
د پېغلتوب موسم بې خونده تېرومه
یار مې د لوړې زنغوزی دی
زه پرې ډاریـږم څوک به اور ورواچوینه
زړه مې د خټې په مثال دی
یار مې کُلال دی سمې لوبې پرې کوینه
زړگیه وچوه دا دې وخت دی
جانان په سرو وینو لامبلي ما پرېـږدینه
زه دې په ړنگو مېنوو راغلم
اول مې اخ کړل بیا مې ټک وهل لاسونه
زما او ستا مرگ دې یو ځای وي
چې له یوه دوکانه گز کړي کفنونه
زما په زړه کې څړیکې وشوې
لکه چې زړه کې د لالي وگرځېدمه
تا ته خوشحاله ژوندون غواړم
په ما که هره سخته وي تېره به شینه
ستا هیرول د روح وتل دي
زه ځنکدن په ځان منم تا هېرومه
سوی سکاره به ترینه ښه وي
چا چې زړگی د مسافر لیدلی وینه
سر ته مې مه وهه برباد شې
ترلې مې ډیرې دي پېغور به راکوینه
څه لېونۍ مینه دې راکړه
څه لېونۍ دې په کوڅو کې پرېښودمه
څنگه بېوسه ورته گورم
د یار کفن تیاروم، په سفرځینه
څه گډېوډې مې شروع کړې
ما به ملگرو ته کول نصیحتونه
څوک مې له حاله خبر نه شول
لکه سکاره په دوباره انگار ته ځمه
وس مې په هېچا نه رسیـږي
ظلم په خپل زړگي کوم بدرنگه شومه
غم ته پېدا په غم کې لوی شوم
وړوکی مړ وای چې مې نه لیدای غمونه
غم مې په شونډو کې حال وایي
بېگاه مې ډیرې له غوسې چیچلي دینه
عُمراوبه، اُمید غلبیل و
ما په غلبیل کې اوبه وړې نه پوهېدمه
خبر مې اخله کافر نه یم
کال مې پوره شو چې رنځور درپسې یمه
لمر چې له غرونو پناه کېـږي
درد مې زیاتیـږي، لېونۍ چارې کومه
لالی د خاورو د خوب نه دی
مورجانې قبر ړنگوم بالښت وروړمه
نوربیا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.