له ایرانه راستانه شوي افغان کډوال له جدي ننګونو سره مخ دي

42

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM)ویلي، چې له ایران څخه افغانستان تازه را ایستل شوي افغان کډوال له پراخې وزګارتیا، بې کورۍ او د خوړو له جدي ناامنۍ سره لاس په ګرېوان دي.

دې سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر څلور مېلیونه ډېر افغان وګړي له ایران او پاکستان افغانستان ته را ستانه شوي چې یوازې په روان ۲۰۲۵ کال کې یې شمېر نیم مېلیون ته رسېږي.

د کډوالو نړیوال سازمان د مالوماتو له مخې تازه را ایستل شویو کورنیو په ایران کې ګڼ کاري فرصتونه او ثبات درلود؛ خو افغانستان ته په راتګ د سرپنا، کاري بوختیاوو او د خپلو اولادونو د زدکړو زمینې نه درلودلو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.

یاد سازمان زیاته کړې چې د هېواد په ګڼو برخو کې یې د را ستنېدونکو او بې ځایه شویو د ملاتړ او با ثباته کولو په موخه د کوچنیو کاروبارونو او مهارتونو روزنې پیل کړې؛ خو ټینګار کوي چې دا مرستې بسنه نه کوي او تازه را ستانه شوي کډوال لا نورو مرستو ته اړتیا لري.

په همدې حال له ایرانه را ستانه شوي افغان کډوال شکایت کوي چې هېواد ته په را ستنېدو طالبانو ګڼې ژمنې ورکړې؛ خو په خبره یې دې ډلې له دوی سره د سرپنا، کار روزګار او نورو مرستو په برخه کې خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړې، چې له امله یې د دوی ژوند له جدي خطرونو سره مخ دی.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.