څلور کاله تېر شول، د تاریخ په اوږده کاروان کې یوه لنډه شیبه، خو د ملت په حافظه کې د زرګونو کلونو د تجربو غوندې ژوره نښه پرېښودونکې دوره. دا څلور کاله یوازې د ورځو شمېر نه و، بلکې د یوې نوې لارې، یو نوی امتحان، او د یوې نوې هیلې کیسه وه. له جګړې وروسته د سکون ټوټې راټولې شوې، د ویرجنو ښارونو په کوڅو کې د ډاډ او باور څراغونه بېرته روښانه شول.
په همدې کلونو کې د اسلامي شریعت د حاکمیت غږ له هر منبر او محراب څخه پورته شو، د فساد پر وړاندې د عدالت څپه راپاڅېده، د طبیعت د ساتنې لپاره د وحشي ژوو او نادره مرغانو د ښکار بندیز اعلان شو، د لویو لارو پر غاړو د مسجدونو سپینې ګنبذې را جګې شوې، او د بندیانو د اصلاح او روزنې پروګرامونه پيل شول. مهاجرینو ته د بېرته ستنېدو غېږه پرانېستل شوه، د ښارونو د ښکلا لپاره شنې څانګې وکرل شوې، او د هوا، اوبو او خاورې د پاک ساتلو هڅې عملي بڼه غوره کړه.
دا د امارت څلور کلن مزل دی؛ مزل چې هر ګام یې د یو ملت د ایمان، عزت او خپلواکۍ کیسه بیانوي
امنیت؛ د هر پرمختګ بنسټ
اسلامي امارت د واک له ترلاسه کولو وروسته په لنډ وخت کې د هېواد په کچه سرتاسری امنیت ټینګ کړ.
د زورواکو د واک ماتول او د غصب شوې ځمکې خلاصول، د خلکو په ژوند کې د باور احساس ور وپاراوه.
د سرحداتو کلک څارنه د ګاونډیانو له لوري د ځمکنۍ تېري مخه ونیوله.
منظم یونیفورم، روزنه او تجهیز د ملي دفاعي ځواکونو ظاهري او عملي ځواک لوړ کړ.
د زیربناوو پراختیا؛ د راتلونکي نقشه
زیربناوې د هېواد د اوږدمهالې ودې ملا تیر دي، او په دې برخه کې مهم ګامونه پورته شول.
د کابل ـ کندهار دوهم پاز سړک د سوداګرۍ او مسافر تګ راتګ وخت راکم کړ.
واخان حیاتي دهلېز د افغانستان د ترانزیټي موقعیت نړیوال ارزښت زیات کړ.
د آمو دریاب پر غاړه استنادي دیوالونه د کلیو، مسجدونو او زرګونو جریبه ځمکو د سیلابونو له ویجاړۍ ژغورل.
مهم بندونه او واړه چیک ډیمونه د اوبو زېرمه کولو او د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره ستره مرسته کوي :
• کجکي بند
• کمال خان بند
• نغلو بند
• سروبي بند
• سلما بند
• مچلغو بند
• شاه و عروس
• دهله بند
• چمچمال بند
• بخش آباد بند
• پاشدان بند دغو ټولوته پام سوی ده.
کوشټېپې کانال د زرګونو جریبه وچو ځمکو زرغونولو ته عملي بڼه ورکړه.
کرنه او طبیعي سرچینې؛ د بډای افغانستان انځور
کرنه د هېواد د اقتصاد ملا ده او د هغې پراختیا د امارت جدي تګلاره وه.
بزګرانو ته د لوړ کیفیت تخمونو وېش د حاصلاتو کچه لوړه کړه.
د مېوهجاتو پراخ باغونه :
په خوست کي نن سبا کېله ښه حاصل ورکوي.
زابل د انځرواو بادامو دکرلو له برکته په پښو ودرېد :
د فراه، غنم هندواڼه او په زرهاوو شني خوني نه تنها افغانستان ته سبزي ورکوی بلکي ګاونډیوته هم رسیږي :
کندهار : انځر انار پسته ترنړیوالو بازارونو رسیږي. ننګرهاردسنتروزې خاندان لیمو کجوري ام په کور دننه اودباندي ښه بازارلرې.
داهرځه د اقلیمي تنوع ښکارندوی دي.
پنبه زعفران، زڼغوزي، بادام، انار او کشمش زېره. د نړیوالو بازارونو تود هرکلی ترلاسه کړ.
له کانونو سالمه ګټه اخیستنه د عوایدو د یوې دوامداره سرچینې په توګه مدیریت شو هره اونۍ قیمتي نېمه قیمتي ډبرو څخه په پراخه پیمانه عواءید تر لاسه کیږي.
اقتصاد او سوداګري؛ له ثباته تر ودې
د اقتصادي ثبات لپاره لومړی ګام د اسعارو د بیې کنټرول و.
افغانۍ په نړیوالو بازارونو کې د ثابت ارزښت ساتل د خلکو پر باور او راکړه ورکړه مثبت اغېز وکړ.
د سلګونو نویو کارخونو جوړېدل د کورنیو تولیداتو کیفیت لوړ او د وارداتو اړتیا کمه کړه په لویو ولایتونوکي صنعتي پارکونو ته زمکه ورکړل سوي .
صادرات او واردات په منظم سیستم کې تنظیم شول او د ګمرکونو ټول عواید ملي بودیجې ته واوښتل
ټاپې ټیوټاپ افغان ټرانس کاسازر پروژوته په پوره معنی جدي نېول .
لوړې زده کړې او علمي بنسټونه
د اسلامي افغان پوهنتون کې تر دکتورا کچې زده کړو پیل، د علمي کدرونو روزنې لپاره مهم ګام دی.
د پوهنتونونو، مدرسو او سلګونو ښوونځیو جوړېدل د علمي خپرېدو یوه پراخه څپه وه.
مسلکي او تخنیکي زده کړو د ځوانانو د کار زمینې زیاتې کړې.
روغتیا او ټولنیز خدمتونه
د روغتیايي مرکزونو او ګرځنده روغتونونو جوړېدل د لرې پرتو سیمو ناروغانو ته د درملنې اسانتیاوې برابرې کړې.
د شهیدانو او معلولینو یتیمانوکور ته د معاش رسول، د دولت د پاملرنې ژوندی ثبوت وګرځېد.
د معتادینو درملنه او بیا مسلکي او حرفوي روزنه د ټولنې د روغتیا او کار ځواک دواړه بډاینې ته لاره هواره کړه.
نړیوالې اړیکې او دیپلماسي
په ۴۱ هېوادونو کې د امارت استازولۍ فعالې شوې او له ۱۸۰ هېوادونو سره اړیکې ټینګې شوې.
د نړیوالو غونډو ګډون او د بهرنیو چارواکو سفرونه د افغانستان سیاسي حضور بېرته راژوندی کړ.
د نړیوالو هوايي شرکتونو پروازونه بېرته پیل شول او د ټرانزیټي دهلېزونو ارزښت لوړ شو.
دچاپېریال ساتني ادارې دڅنګلاتودوهلو اوقاچاق مخنوی پرهرډول الوتونکواووحشي ژوو دښکاربندېدل اوحتی سزاورته ټاکل
سیاحت او فرهنګ
زرګونه بهرني سیلانیان د افغانستان تاریخي او طبیعي سیمو ته راغلل، چې دا د سیاحتي عوایدو نوې سرچینه ده.
د فرهنګي پروژو پراختیا، عامه پوهاوی افغان تور ته وده ورکول او د رسنیو سره سالم تعامل د هېواد مثبت انځور وړاندې کړ.
ټولنیز جوړښت او قومي یووالی
د اوږدمهالو قومي دښمنیو پای ته رسول او د سولې فضاء رامنځته کول د ملي یووالي لپاره مهم بدلون و.
د ښارونو نظم، د هوایي پلونو ډیزاین، او د لویو ترمینلونو جوړېدل د ښاري ژوند د اسانتیا لپاره عملي کارونه دي.
په دې څلور کلنه مزل کې، د خصوصي سکتور ونډه د ښاري پرمختګ په هنداره کې روښانه وځلېده. ښکلې هوټلونه، لوړپوړې ودانۍ، د ښار د افق پر شونډو د ویاړ مرغلرې، او د برېښنا د روښنايي ستوري چې د ماښام سیورې یې مات کړل – دا ټول د امارت د هڅو ترڅنګ، وږه په وږه ولاړ پاتې شول. د پانګې والو زړونه د باور په تار تړل شوي، د کارګر لاسونه د هیلو خولې سره لندې، او د سوداګرۍ دروازې د نوو فرصتونو په نسیم پرانیستې شوې.
ملی پراختیا شرکت په هځو ملي بس افغان رییل ګاډی کرولا ډول موټر او نوری لاسته راوړنی لرلي دي
سري میاستي هم له اړومنو سره وخت په وخت مرستي کړي
دزړه ناروغانو ته یه د درملني چاري برابري کړي.
هو ویلی سو دغه څلور کلن مزل ښيي چې که څه هم افغانستان لا هم له ګڼو ننګونو سره مخ دی، خو د امنیت، اقتصاد، زیربناوو، کرنې، علم، روغتیا او نړیوالو اړیکو په ډګر کې مهم ګامونه پورته شوي دي. د دې لاسته راوړنو دوام او ژورتیا به هغه وخت ممکنه وي چې د ولس او دولت تر منځ همکاري لا نوره پیاوړې شي.
درنښت…. یارب 🤲🏻
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.